د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مومن لپاره د خطر زنګ

انجنیر سید احمد شاه سادات 11.11.2014 11:56

په دغه نړۍ کی د ټولو مشکلاتو جنګونو او مرګونو زیږنده دوه عمده مشکلات دي.
۱ د نړۍ تودوخه
۲ د نفوسو زیاتوالی  
۱ د نړۍ تودوخه: په هرو ۵۰ کلونو کی نړۍ ۵ درجی ګرمیږی، د نړیوال تودوخی د نظر په مطابق دنیا د ۱۹۸۳ نه نیولی تر ۲۰۱۲ پوری په ۱۴۰۰ کلونو کی دومره تودوښه یی نه ده لیدلی، لکه چه په دی دیرشو کلونو کی یی لیدلی ده، چه شمالی منجمد بهر کنګلونه په ویلو کیدو دي او شنه ځنګلونه په ختمیدو دي.
نړیوال خصوصآ غربیان دغه ټکی ته ډیر متوجه دی. او د همدی موښی لپاره یی د تولیداتو اکثره شرکتونه د چین او هند هیواد په طرف سوق کړی دي. چه تر څو اروپا او امریکا تری بچ شي.
د نړیوال تودوښی اندازه په لاندی عکس کی لیدلای شۍ او دغه سره ټکی د خطر سره مخامخ دي. هند او چین کی هم همدا د تودوخی سره ټکی اوس ښکاري.

امریکا داسی فکر کوی چه همدا مونږ یو چه ځمکه بچ کولی شو. او د کاربن مخنیوی باید وکړو.
دوهمه مسله د نړۍ د نفوس ده چه اوس۷،۲ اوه اعشاریه دوه بلیونه انسانانو ته رسیدلی دی. په تیرو ۵ کلونو کی ۶ بلیونه وو.
نړیوال د نفوسو د زیاتوالی له کبله هم په تشویش کی دي.
د دنیا دریمه حصه وچه تشکیلوي چه ۹،۳ فیصده ددغی وچی زراعتی ځمکه تشکیلوی. یو وحت دغه ۹،۳ فیصده ټوله چه ۱۳ اعشاریه اته ملیونه کیلو متره مربع کیژی ټوله د یو کوچنی فامیل ادم علیه سلام په واک کی وه. اوس دغه ځمکه د موجوده نفوس پر حساب فی نفر (۱۳،۸/۷،۲۹ ضرب ۱۰۰) = ۱۹۰۰ متر مربع یعنی پر هر انسان ۲ جریبه زراعتی ځمکه رسي. چه د روان نفوس د زیاتیدلو په تناسب به یوه بسوه هم فی نفر په نژدی سلنه کی ونه رسی. انسانان به مجبوره شي چه هر شنه ګیاه پر ځمکه پیدا شی هغه به خوری او حتی د ځان د بچوالی په خاطر به یو او بل سره هم وخوری.
مونږ حو په خدای عقیده لرو او روزی رسان یو الله دی، خو کفار او اهل کتاب بیا داسی نه دي.  هغوی د دغی مخنیوی لپاره د سیوف د ورلډ په نامه یعنی دنیا بچ کړی پر نوم پلانونه لري.
زمونږ ځینی ویده ملایان او مسلمانان هر څه الله ج ته پریږدی چه الله دی مونږ ته دا هم وکړی او دا هم وکړی او د حرکت پر ځای د زیارت کنجونه لټوی، او خپله د ساینس او تکنالوژی سره په جګړه وی. حال دا چه د حضرت عمر رض په وحت کی یوه ډله په مسجد کی وه او چه پوښتنه یی وکړه چه دا څوک دي نو چا ورته وویل چه دا متوکلین دي، نو حضرت عمر رض ورته وویل چه دوی موآکلین دي یعنی ډوډۍ خواره مفتحواره دي. که هر څه مونږ ته الله راکولی نو زمونږ نیکه به یی له جنته نه را ویستلو او په دی دنیا به یی من او سلوا نه بندوله. الله پاک مونږ ته لاسونه او پښی او فکر راکړی چه استعمال یی کړو او په ښه کارونو کی پری صواب هم حاصل کړو. بیشکه چه هر څه د الله د ارادی په واسطه کیږی خو د بنده د ارادی سره. او که الله ج یی وغواړی بغیر د بنده د ارادی هم یو کار کوي.
د حضرت محمد ص په وحت کی هر خواته جهالت وو، اسلام هغه وخت پوهه او رڼایی راوسته، علم او پوهه اسلام خپره کړه، د ریاضی مشهور بنیاد ګرا د محمد بن موسی او ابن سینا  په شمول مسلمانان دي. د محمد ص په وحت کی بهترینه اسلحه توره او زغری د مسلمانانو په لاس کی وی. خو متاسفانه نن ورځ مسلمانان یا خو د عربو د ویده ملا امامانو او شیحانو له لاسه وروسته پاتی شول او یا خو زمونږ د ټولنی په شان د خلاصی پوری محدودو ملایانو د لاسه تباه شول چه علم یی کم وي او د کفر فتوی پر هر مسلمان لګوي او یو مسلمان په بل مسلمان وژني. همدا اوس په عراق، افغانستان، سوریه او پاکستان کی هره ورځ یو مسلمان د بل مسلمان د لاسه قتلیږي. نه پکی امریکایی مری او نه پکی کافر خو چه واوری یو مسلمان ځانته غازی وایی او بل شهید، نه قاتل پوه وی چه ولی یی وواژه او نه هم مقتول پوه وی چه ولی ووژل شو(ده ته وایی فتنه). او له دی هم پوه نه وی چه د مسلمان د قتل ګناه هیڅ نه بښل کیږي. من قتل مومن متعمدآ فجزاهم جهنم خالدین فیها، ایت شریف دی چه د مسلمان قاتل به همیشه جهنم کی وي. په بل ځای کی په حدیث شریف کی دی چه اناالله یکفر کل شۍ الا الدین، چه الله پاک هر څه بښی خو د بنده حق نه بښي.
دا ټول زمونږ د خلاصی پوری محدودو ملایانو د لاسه چه علم دومره نه لری او فتوای د کفر لګوي. دغه ملایان اصلآ په حقیقت کی د غرب او د امریکی د لوی پروژی په عملی کولو کی مرسته کوي. اوس راځم اصلی ټکی ته چه د کفارو پروژه څه شی ده.
لکه څنګه چه می وویل چه پورتنی دوه شیانو نړیوال متوجه کړی دی چه دنیا په انزوال ده نو ددغی مخنیوی لپاره غربي نړۍ او په راس کی یی امریکا دغه لاندی پلانونه لري.
اول کاربن دی باید لږ شی چه تر څو شین والی ډیر شي او تودوخه کمه شي چه دغه لپاره یی محتلفی تکنالوژۍ په کار اچولی دي او د خپل محیط ساتلو لپاره یی اکثریت د تولیداتو شرکتونه دریمه نړۍ هند او چین ته انتقال کړل.
دوهم د نفوسو د کمولو په پلان دوی کار کوی او د خپلو هیوادونو نفوس نه کموی او کوشش کوی چه د دریمی نړۍ نفوس کم کړي چه په ده کی هم مختلفی پروژی لري چه یوه پروژه یی په اسلامی هیوادونو کی د داخلی جګړو را منځته کول دي. او بله پروژه یی د بیالوژیکی مایکروبو او وایرثونو خپرول دي.
د بیالوژیکی وایرسونو په خپرولو یو خو خپل بیالوژیکی کیمیاوی اسلحی امتحانوی او بل د دریمی نړۍ نفوس ختموي. دوی د لابراتوار د وایرس ډیر کوچنی زره د مرغانو د والګاه ناروغۍ په نوم یا د خنزیر د وایروس په نوم او یا دا موجوده د ایبولا د ناروغۍ په نوم وایرس په دریمه نړۍ حصوصآ په افریقا کی خپور کړي او په زرګونه انسانان پری وژني. او بیا چه پوه شی چه اوس اروپا ته سرعت کوی نو بیا یی کنترول کړي او ورپسی بیا بل وایرس را ولیږي.
اوس خو لا دا هم ویل کیږی چه دایډز ناروغی هم د امریکی په یوه لابراتوار کی جوړه شوی وه او په افریقا کی یی تطبیق کړه، خو بیا دغه ناروغی د غربیانو له کنتروله ووته او خپل خلک یی په پراخه کچه ګرفتاره شول.
پکار خو دا وو چه د نفوسو کنترول یا نه کنترول مسله د مسلمانانو سره وای مګر متاسفانه زمونږ د تنګ نظرو ملایانو د لاسه چه نه ځوی تعلیم ته پریږدی او نه لور او په لوی لاس یی پرمختګ او تکنالوژی کفارو ته په لاس پریښوده. او خپل ځانونه یی د یو او بل په وژلو مصروفه کړل چه همدا د غرب سره د نفوسو په کولو کی په لوی لاس همکاری ده. باید وویل شی چه ډیر مفکره او تکړه دینی عالمان هم شته چه هغوی د قدر وړ او زمونږ مشران دي.
و ما علینا الالبلاغ
انجنیر سید احمد شاه سادات
ماستر و متخصص علوم مخابرات