د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرنټ، جعلي «توندلاري» او ګواښونه

احمدولي اڅکزی 15.08.2013 21:22

د غربي هيوادونو استخباراتو د «تره ګرۍ» د مخنيوي لپاره ګڼ ميتودونه پکار اچولي دي چي پدغو ميتودونو کي بعضي پخپله په غربي نړۍ کي لا هم تر تنقيد لاندي دي. د بېپلوټه الوتکو په مرسته «هدفي» وژني چي زياتره وخت يې ښځي ماشومان او بيګناه انسانان قربانيان وي، د ټولي نړۍ د مخابراتي تماسونو جاسوسي او داسي نور هغه ميتودونه دي چي پدې تړاو د يادولو وړ دي.
 
جعلي ملګري او جعلي توندلاري
د يو بل شخړيز ميتود له مخي استخباراتي کسان د انټرنټ پاڼو، د اعلاناتو، د برېښناليکونو، د چېټ يا مجلس پاڼو، انټرنټي فورومونو، فېس بوک او ورته انټرنټي آسانتياؤ له لاري ځانونه مسلمان او د اسلام خواخوږي معرفي کوي او د دې لاري د مسلمان ځوانانو د جلب هڅې کوي. پدغه ميتود باندي دوی ځان ته داسي کسان معلوموي چي د انټرنټ له لاري د «توندلاريتوب» په موادو پسي ګرځي او يا ورسره دلچسپي لري.
 
غربي استخباراتي کارکؤنکي هغو انټرنټي ليکوالانو ته هم ورته ايمېللونه او پيغامونه استوي چي په ښکاره يا په کاغذ کي پېچلې د اسلامي دريځه پر لوېديځ تنقيد کوي. دغه اجنټان ځان و دغو ليکوالانو ته مسلمان معرفي کوي او هڅه کوي چي د دغو کسانو سره ملګري او د دې لاري د پيغامونو لېږد رالېږد پېل کړي. دغه اجنټان دومره مسلکي وي چي ښايي حتی د هغه چا سره چي يې تماس نيولی وي، د هغه د سيمي په لهجه او ژبه خبري ورسره وکړي او د سيمي په حالاتو او په اسلامي احکامو او نواهيو خبر وي. لنډه دا چي پېژندل يې آسان نه وي.
 
پدغه لاره په زياته بيا د هغو ځوانانو د اعتبار او اعتماد د تر لاسه کولو هڅه کيږي چي په انټرنټ کي يې په غربي اصطلاح مشکوکه يا «اسلامپاله» اندونه خپاره کړي وي او يا يې د «توندلارو» يا «توندلاريتوب» سره لېوالتيا ښودلې وي. هغه کسان هم د جاسوسو ادارو د دلچسپۍ وړ ګرځېدلای سي چي يو وخت يې د يو داسي چا سره ټليفوني يا انټرنټي تماس نيولی وي چي هغه يا پخپله تر څار يا شک لاندي وي او يا يې يو وخت د بل مشکوکه کس سره تماس درلودلی وي.
 
انټرنټ کاروونکی همېشه لوڅ وي
دا چي دغه کار څنګه ممکنه دی، د ايدورد سنودن نومي پخواني امريکايي جاسوس د بربنډولو وروسته لا زيات روښانه سوې ده. ياني هغه څوک چي انټرنټ او يا د تماس بله اليکترونيکي وسيله کاروي، هغه بايد پدې پوه وي چي ايميل يې لوستل کېدلای او تليفوني خبري يې ثبتېدلای سي. پدې خبره خو بايد اوس هر څوک پوه وي چي په مخفي توګه د انټرنټ کارول ناممکنه دي. هر هغه څوک چي انټرنټ کاروي پته او د اوسېدو ځای معلومول يې د ماشومانو لوبه ده.
 
د مشکوکو کسانو په ليسټ کي د راتللو لپاره حتی دغه لا کفايت کوي چي تصادفا د چا ايميل ادرس د يوه بل مشکوک کس و برېښناليک ته رسېدلی وي او يا يې د په فيسبوک کي «غلط» کس ملګری وي او يا يې ليکنه ورته لايک کړې وي. د بېلګي په توګه زیاتره افغانان بېله دې چي چا ورڅخه هيله کړې وي خپلي ليکنې يا نظرونه ټولو هغو کسانو ته په يوه وار لېږدوي، چي ادرسونه يې ورسره ثبت وي. دا هم پداسي توګه چي دغه ايميل تر لاسه کوونکی هر کس نور ټول برېښناليک ادرسونه ليدلای او کاپي کولای سي. پدې توګه ښايي يو څوک هيڅ خبر لا هم نه وي خو د برېښناليک پته يې د سلګونو زرو انسانانو سره ثبت وي. که پدغو ډيرو کسانو کي يو داسي څوک وي چي مشکوکه وي نو ښايي بېله دې چي څوک په خبر وي پخپله د مشکوکه کسانو په ليسټ کي داخل سي.
 
د دغه ميتود له مخي ښايي څوک د بېپلوټه الوتکو د وژونکي بريد ښکار سي او يا يې پر کور چاپه ووهله سي. هغه بېله دې چي يو وخت يې د وسله والو سره تماس درلودلی وي، خو تصادفا په غلط وخت کي په غلطه سيمه (لکه د پاکستان قبايلي سيمه يا افغانستان...) کي واقع سي.
 
توندلاری ؤ که جوړ کړل سو؟
هغه ځوانان چي افکار او ذهنونه يې لا نه وي پاخه ښايي د دغو جاسوسانو لخوا و بريدونو ته وهڅول سي. خو کله چي يې سر خلاصيږي نو ورباندي ډېر ناوخته وي او په هکله يې زيات ثبتونه ثبت سوي وي او د جعلي ملګرو لخوا اصلي زندانونو ته ولېږدول سي. د دې لپاره زياتي بېګلي موجودي دي چي پخپله په امريکا کي جاسوسانو ځانونه مسلمان ځوانانو ته اول اسلامپال معرفي کړي او بيا يې په امريکا کي دننه بريدونو ته هڅولي دي. دغو جاسوسانو حتی د بريد لپاره جعلي پلانونه هم جوړ کړي او وروسته يې دغه ځوانان د تره ګرۍ په تور نيولي دي. د همدې کبله په لوېديځ کي بعضي تنقيد کوونکي دا پوښتنه کوي چي ايا د تماس نيونې څخه تر مخه هم دغه ځوانان «ترهګر» ول او که استخباراتي ادارو په خپلو هڅوونو د هغوی څخه «ترهګر» جوړ کړل.
خبري ډيري خو سر يې يو دی او هغه دا چي هر چيري چي يو تر څار لاندي يو.
 
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه
 
د ليکوال سپارښتنه: پدغه ليکنه کي د يادو سوو تخنيکي موضوعاتو په هکله د لا زياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د لاندنيو ليکنو د لوستلو سپارښتنه درته کيږي.
 
http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/80-weblog-category/internet/323-خپل-ناموس-د-انټرنټ-څخه-وساتئ
 
http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/83-weblog-category/science-technology/342-نوې-ټيکنالوژي-او-لوڅ-افغانستان
 
http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/80-weblog-category/internet/300-لطفا-د-برېښناليک-اخلاقي-اصول-مراعت-کړئ
 
 
http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/80-weblog-category/internet/330-2013-06-26-15-45-12