د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان او قوم ته ستر پيغور مه جوړوه

احمدولي اڅکزی 27.11.2013 23:27

بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمن رئيس صاحب محترمه
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
 
د يو مسلمان پر بل مسلمان ورور دا حق وي چي د بدو څخه يې راوګرځوي او ښو ته يې امر کړي. که څه چي زه ستاسو د حکومت او نظام د دوستانو او ليوالانو څخه نه يم، خو بيا هم غواړم چي د يو مسلمان په توګه تاسو ته د ورورګلوۍ يوه مشوره درکړم.
زما مشوره دا ده چي تاسو لطفا په خپلو ټولو مشاويرينو کي وګورئ، که هغه رسمي مشاويرين دي او که غېر رسمي دي، بيا ورڅخه د هغو کسانو نومان پر يو کاغذ وليکئ چي ستاسو د رياست پر وخت يې خپل مال تر افغانستان او افغانانو قربان کړی وي. د هغو کسانو نومان وليکئ چي خپل د پلار او نيکه شتمنۍ يې ستاسو په نوي نظام کي د عامه ګټي لپاره او بېله خپل غرضه مصرف کړي وي. تاسو د هغو کسانو نومان مه ليکئ چي په تيرو دولسو کالو کي يې شتمنۍ او اثر و رسوخ زيات سوی وي. بلکه تاسو په خپلو ټولو وزيرانو، واليانو او رئيسانو کي د هغو کسانو نومان پر يو کاغذ وليکئ چي په تيرو دولسو کلنو کي يې د ځان او خپلي کورنۍ غم نه وي کړی بلکه د ملت په غم کي کړېدلي او تاواني سوي وي.
د هغه وروسته تاسو په خپله کورنۍ کي دننه وګورئ او ورڅخه د داسو کسانو نومان پر يو کاغذ وليکئ چي د تيرو دولسو کلنو په جريان کي يې ستاسو د رياست څخه اقتصادي او نوري ګټي نه وي پورته کړي. تاسو بيا په خپلو دولتي ملايانو او عالمانو کي وګورئ او د هغو کسانو نومان پر يو کاغذ وليکئ چي پر سنتو برابر وي او د اصحابو ژوند کوي.
که ستاسو پر کاغذ حد اقل يو نوم هم وليکل سو، نو بيا د يادو ټولو کسانو پر هغه مشوره عمل وکړئ چي د واشنګټن سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو په تړاو يې تاسو ته درکړې ده. که ستاسو پر کاغذ يو نوم هم ليکل سوی وي نو بيا ستاسو لخوا د رابلل سوي لويي جرګې او د هغې د رئيس مشوره ومنئ او پر تړون په عجله سره امضا وکړئ.
خو که ستاسو کاغذ سپين پاته سوی وي نو بيا د خپل دغه ورور مشوره واورئ او ورباندي عمل وکړئ. زما مشوره درته دا ده چي هيڅکله هم د امنيتي تړون په نوم و امریکايانو او نورو بهرنيانو ته په افغانستان کي اډې مه ورکوئ. د لسو کالو لپاره نه بلکه د يوې ثانيې لپاره لا هم اجازه مه ورکوئ. دا چي ولي تاسو بايد دغه تړون امضا نه کړئ په دليل کي يې د قرآن پاک لاندني آيتونو ته ستاسو توجه را اړوم:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
سورت المايده ـ آيت نمر 51
ترجمه: اى مؤمنانو! يهوديان او عيسائيان خپل ملګري مه نيسئ ، دوى په خپلو مينځو كښې سره ملګري دي. او كه له تاسې نه څوك هغوى خپل ملګري نيسي نو بيا هغه هم په هماغو كښې شمېرل كېږي، په دې كښې شك نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې كوي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
سورت المايده ـ آيت نمبر 57
ترجمه: اى مؤمنانو! له تاسې نه د مخكېنېو اهل كتابو كومو خلكو چې ستاسې دين د ټوكو او ساعت تېرۍ مورد ګرځولى دى، هغوى او نور كافران خپل دوستان او ملګري مه نيسئ له الله نه ووېرېږئ كه مؤمنان ياست.
الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا
سورت النسا -  آيت نمبر 139
ترجمه: هغه كسان چې مومنان پرېږدى، له كافرانو سره ددوستى اړيكى ټينګوى ايا دا خلك د عزت لاس ته راوړلو له پاره هغو ته ورځي؟ په داسې حال كښې چې هر راز عزت يوازې د الله له پاره دى.
په يادو مبارکو آيتونو کي په شخصي توګه د مسيحيانو او يهوديانو سره د ملګرۍ ممانعت ندی سوی بلکه د هغوی د ډلو سره د ټلوالې ممانعت سوی دی. يعني پکښي ستاسو د امنيتي تړون په څېر معاهدو د لاسليکولو څخه مسلمانان راګرځول سوي دي. د دې تر څنګ زښت زيات نور آيتونه او ګڼ شمېر صحيح احاديث موجوده دي چي پکښي د الله تعالی څخه علاوه د بل چا څخه کومک او نصرت غوښتل منع سوي دي. په زياته بيا د داسي چا څخه نصرت غوښتل د شرک او کفر حدودو ته داخيليدل دي چي هغه د مسلمانانو ښکاره دښمن وي. دا فيصله زه اوس ستاسو ايمان ته پرېږدم چي تاسو د قرآن پاک يادو آيتونو ته زیات ارزښت ورکوئ او که د خپلو په اداري فساد ککړو او غوړه مال ملايانو او عالمانو فتواوو ته.
که تاسو قدرمن زما مشوره منئ نو د خپلو ټولو غوړه مالانو او مشاويرينو او کرايي ملايانا مشورې او فتواوي رد کړئ. تاسو لطفا خپل ځان، خپله کورنۍ، خپل قوم او خپله سيمه د امنيتي تړون په نه امضا کولو سره د لويي او ابدي رُسوايي او پيغور څخه وساتئ.
قدرمن رئيس صاحبه، د غلامۍ د تړون په امضا کولو سره د خپلو مشرانو د خدمتونو او درنو نومونو توحين مه کوئ. لطفا پر خپلو راتلونکو نسلونو ورحمېږۍ. و مرويس جان ته داسي لوی پيغور مه پرېږدئ.
هغه امريکايان چي ستاسو د وطن او سيمي په کلو کي يې ستاسو د (ظاهري) اخطارونو او خبرداريو باوجوده د مسلمانانو او پښتنو پر کورونو تيري وکړل، ماشومان او ښځي يې ور شهيداني کړې او د ناني بچيانو نازکو او ښايسته جسدونو ته يې اور واچاوه، لطفا هغوی ته د دغه ډول کړنو د تر سره کولو لپاره نور ميعاد مه ورکوئ.
د اسلام د مبارک دين د احکامو، د افغاني پښتني او کندهاري ارزښتونو له مخي تاسو بايد نه یوازي چي دغه مردود تړون امضا نه کړئ بلکه ستاسو د رياست وروسته په راتلونکي وخت کي يې هم بايد د نه امضا کېدلو خبره يقيني کړئ.
که غواړئ چي تاسو د افغانستان په تاريخ کي د يو ريښتوني خدمتګار په توګه ياد سئ نو ستاسو د رياست په پاتو څو مياشتو کي افغانانو ته سوله او آرامي راولئ. تاسو دا سوله يوازي د هغو کسانو په مرسته راوستلای سئ چي ايمانونه، لاسونه او لمني يې پاکي وي.
وما علينا الا البلاغ المبين
ستاسو يو هيوادوال