د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ارزي که نه په ارزي؟

احمدولي اڅکزی 05.03.2014 13:59

په ارزي که نه په ارزي؟


يوه ورځ په يوه ښـار کي
د اختر د شپې بـازار کي
په سودا پسي د خپل خان
سو راپېښ يو صحرايي ځوان
د دې ښار ښکلا حيران کړ
پر خپل حال يې پرېشان کړ
چي هر لور ته يې کتله
خوله يې نوره خلاصېدله
د دنيا جهان مالونه
بيا بې شمېره دکانونه
هري خوا ته رش او شور ؤ
پاک مينځلی ځوان او زوړ ؤ
هم بويان يې نامانوس ول
د دې ښار خلک لږ لوڅ ول
بس همدا ؤ چي يې سترګي
د حيرته لوی سوې غبرګي
د ګُلانو پر دُکان
ورڅه ورک سو نور خپل ځان
تکه سپينه چاغه شلنډه
پوزه جګه زنه لنډه
سرې جامې يې وې په ځان
نرۍ شونډې سور پېزوان
پيغله نه وه يو طوفان ؤ
لوڅ مړوند يې بې ورېښتان ؤ
پر مين صحرايي ځوان سو
په پښتو ورته ګويان سو
ويل زه به دي غلام سم
شپه او ورځ به په سلام سم
که مېرمنه زما د کور سې
بيا زما د بچو مور سې
تکه سپينه سوه حیرانه
لږ پرېشانه لږ مسکانه

ويل:

آی اېم سوري آی ډونټ نو
هاو ټو انسر اين پښتو

پدې حال کي دُکاندار
سو رامخ ته په ګفتار
ويل ځوانه دا ته څه کړې؟
و خپل ځان ته څاه کينده کړې
زه هم ستا په شان يو ځوان وم
له ښارۍ ميني پرېشان وم
په زاريو په جګيو
هم په اوښکو په سلګيو
د ښارۍ ميني سړی سوم
د خپل کلي څه پردی سوم
پر ناموس باندي په بېره
هم پښتو راڅخه هېره
د ښارۍ ښځي په کور کي
لکه مړی سوم په ګور کي
د حيا څخه آزاد سول
اولادونه مي برباد سول
اوس چي هر څه پښېماني کړم
په څپېړه پېشاني کړم
نه راګرځي بيا وختونه
ورڅه واخله ته پندونه
نه په ارزي دا ښاريان
که هم وي دوی ښاپېريان
که پکار دي سوکالي ده
هم د دين هم دنياوي ده


د پښـــــــــــتو مېرمنه غواړه
د پــــــــــــردو مېرمنه غواړه



احمد ولي اڅکزی، آلمان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ http://ahmadwali.achakzai.com څخه