د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا د «اسلام نقد» دی که ترهګري؟

احمدولي اڅکزی 14.09.2012 20:41

په تيرو وختونو کي د بيان د آزادۍ په نوم د نړۍ د تر ټولو لويي ديني ډلې ياني مسلمانانو او د هغوی د مقدساتو پر ضد د بريدونو او توحينونو د پيښو شمېر زيات سوی دی. هغه کسان او ډلې چي د دغو سپکونو تر شا يې لاس وي هغوی په ښکاره د اسلام او مسلمانو څخه کرکه څرګندوي. دوی په خپلو دغه کړونو سره د نړۍ د اکثريت ډلې په منځ کي تره او وېره او غوسه رامنځ ته کوي. حال دا چي د بشريت او اخلاقو لومړنۍ تقاضا خو دا ده چي د عقيدې او يا رنګ و نسل پر اساس د يوې ډلې څخه نفرت پخپله د کرکي وړ کار دی. خو هغه کسان چي په مسلمانانو او د هغوی په مقدساتو رخشندونه وهي، وايي چي د بيان د آزادۍ د خپل حق څخه په ګټه پورته کولو سره جايز «نقد» کوي، حال دا چي ښکنځل، سپکاوی، بېځايه تورونه او بې احترامي هيڅکله د نقد اوزار نسي کېدلای.

په رشتيا هم د غربي نړۍ تقريبا ټوله هيوادونه په خپلو قوانينو کي داسي مادې لري چي د بيان او رسنيو د آزادۍ ګارنټي ورکوي. خو په تقريبا ټولو همدغو هيوادونو کي د يو کس د آزادۍ پوله تر هغه ځايه ټاکل سوې ده چيري چي د بل چا د حقونو پوله پېليږي. معنا دا چي که د يو چا په يو عمل يا څرګندونو د بل چا هغه حقوق چي قانون ورکړي دي مجروح کيږي، نو هلته هم د دغه عمل او هم د دا ډول څرګندونو پوله پای ته رسيږي.

د بېلګي په توګه د المان د جرايمو د قانون په کتاب کي يو شمېر داسي مادې سته چي د یوه کس، ډلې او يا هم مړ سوي کس د توحين يا سپکاوي لپاره د بند جزا تعينوي. پدې ترځ کي به د 130 مي مادې بېلګه راواخلو چي وايي:

§ 130 Strafgesetzbuch: Volksverhetzung (1985, Ergänzungen 1992, 2002 und 2005)
(1) Wer in einer Weise, die geeignet ist, den öffentlichen Frieden zu stören, 1. zum Haß gegen Teile der Bevölkerung aufstachelt oder zu Gewalt- oder Willkürmaßnahmen gegen sie auffordert oder 2. die Menschenwürde anderer dadurch angreift, daß er Teile der Bevölkerung beschimpft, böswillig verächtlich macht oder verleumdet, wird mit Freiheitsstrafe von drei Monaten bis zu fünf Jahren bestraft. (…)

ژباړه: د المان د جنايي قانون کتاب، 130 مه ماده 1985م کال سره د 1992م 2002م او 2005م کلنو د زياتونو، د ولسي پارونې موضوع، لومړۍ برخه
هغه چا ته د درو مياشتو څخه بيا تر پنځو کلنو پوري د بند سزا ورکول کيږي چي:
الف: د ولس د يوې ډلې پر ضد و تاوتريخوالي يا ورته کړنو ته بلنه ورکوي يا او ب: د نورو انسانانو پر کرامت د دې لاري بريد کوي چي يوې ډلي ته ښکنځل وکړي يا په مکارۍ سره ورباندي درواغ تورنه ولګوي.

د المان تر څنګ د نورو زياترو غربي هيوادونو په قوانينو کي هم ورته مادې سته. د دې تر څنګ که په المان کي يو څوک په ښکاره توګه د دې څخه انکار وکړي چي د هولوکاوسټ (د هټلر په واکمنۍ کي د يهوديانو سيسټماټيکه وژنه) رامنځ ته سوې وه نو ښايي د 130مي او نورو قانوني مادو له مخي د بند د سزا سره مخامخ سي. دا معلومه او څرګنده خبره ده چي دلته د بيان آزادي پای ته رسيږي، ولي چي پدې عمل سر د يهوديانو او المانيانو زړونه ازاريږي. په همدې ډول که يو څوک په المان کي په ښکاره توګه د نازيانو سمبول رسم کړي، پر جامو يې نقش کړي او يا هم د هټلر په ډول لاس پورته کړي (د هټلر ځانګړې سلامي وکړي) نو ښايي د بند د سزا سره مخامخ سي. حال دا چي کېدای سي چي د دغې کړنې مسؤل کس ووايي چي خپل نظر يې څرګند کړ. خو دغه نظر د نورو المانيانو احساسات او د هيواد قانون مجروح کوي او له همدې کبله دلته د بيان آزادي پای ته رسيږي.

دا اوس د هر لوېديځوال عام وګړي او سياستوالو لپاره روښانه سوې ده، چي د اسلام د سپکاوي پيښي د مسلمانانو احساسات مجروح کوي. تجربې ښودلې ده چي د هرې دا ډول پيښي په نتيجه کي په هر ځل تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دی او انسانانو خپل ژوندونونه له لاسه ورکړي دي. نو پوښتنه دا ده چي بيا هم ولي د دا ډول کړنو لپاره هغه انساني او قانوني اصول په کار نه اچول کيږي چي د نورو د سپکاوي او زړه آزاري پر ضد دي؟ په عمل کي داسي بريښي چي هغه کورني قوانين او اصول چي په لوېديځو هيوادونو کي د خپلو وګړو د ښېګني، حفاظت او آزادۍ لپاره جوړ کړل سوي دي، هغه په نړۍ واله توګه د مسلمانانو او د هغوی د حفاظت او د هغوی د احساساتو د درناوي لپاره په کار نه اچول کيږي. حتی دا استدلال لا هم کيږي چي «موږ غربيان پخپله د بيان و آزادۍ ته ژمن يو او که څوک زموږ پر ديني مقدساتو نقد وکړي نو موږ ورباندي داسي نه خفه کيږو.» ښايي دا خبره رښتيا وي چي لوېديځوالو ته خپل دين دومره مهمه نه دی، ليکن عمل ښودلې ده چي مسلمانان دا خبره جدي نيسي او د خپل دين سپکاوی نسي زغملای. نو بيا هم ولي د داسو کړونو مخه د قوانينو په جوړولو، په رسنيزو تبليغاتو، پوهاوي او يا ورته لارو نه نيول کيږي؟

پدې موضوع کي د غربي حکومتونو تر څنګ د غربي رسنيو رول هم زياتره وختونه غېرمتوازنه اوسېدلی دی. هغه غربي رسنۍ چي د دغو موضوعاتو په هکله معلومات خپروي نو يې زاويه دا وي چي دلته (په غرب کي) د بيان آزادي مطرح ده چي هغه د «بعضو» مسلمانانو (د ډلو) او د هغوی د دين (د دين د ځانګړي تفسير) لخوا د ګواښ سره مخامخ ده. دغه رسنۍ زياتره وخت دا تحليل کوي چي دغه تاوتريخوالی د مسلمانانو د «يو څو توندلارو ډلو» لخوا رامنځ ته کيږي. دغه رسنۍ پر دې سترګي پټوي چي د اسلام د دين او د اسلام د مقدساتو سپکاوی د ټولو مسلمانانو احساسات مجروح کوي، بېله توپيره چي هغه د کوم مذهب او کومي سياسي مفکورې يا کوم هيواد سره تړاو لري. دا چي هغه کسان چي د دا ډول کړونو په مرسته تاوتريخوالي ته لمنه وهي او په قصد سره د يو نيم مليارد (پنځلس سوه مليونه) انسانانو احساسات مجروح کوي، د هغوی سپکاوی کوي او يا دا چي د انسانانو ژوندونونه د ګواښ سره مخامخ کوي، د دغي زاويې څخه ډېر لږ او يا ګرد سره معلومات نه خپريږي. د دغو پيښو په کوريج (رسنيزو خپرونو) کي د مبصرينو د انتخاب څخه نيولې بيا د انځورونو تر انتخاب پوري هغه څه دي، چي يوه بېطرفه کس ته لا ښايي داسي شکونه ورپيدا کړي چي رسنۍ د موضوع په سړولو کي نه بلکه په لا تودولو کي دلچسپي لري. په مجموع کي د لوېديځه رسنيو د معلوماتو خپرونه د اسلام او مسلمانانو په هکله د يو اړخيز توب رنګ و بوی لري. د بېلګي په توګه که په لوېديځه نړۍ کي په يوه مسلمانه (کډواله) کورنۍ کي د تاوتريخوالي داسي پيښه رامنځ ته سي چي پکښي د کورنۍ يو غړی ووژل سي نو د رسنيو په سرليکونو کي ورته د « دين په نوم قتل» او يا د «غيرت په نوم قتل» خطاب کيږي. خو کله چي همدغه پېښه په يوه لوېديځواله کورنۍ کي رامنځ ته سي نو ورته د «کورنۍ غميزې يا فاجعې» خطاب کوي.

د اسلامي هيوادونو سياستوال او واکمنان هم پدې کي پاته راغلي دي چي د دغې ستونزي لپاره مناسبه حل وموندي. پخپله يو شمېر مسلمانان پر خپلو دغو واکمنانو او سياستوالو تور لګوي چي خپلي شخصي ګټي او د لوېديځ ګټي ورته تر خپلو خلکو تر ګټو مهمي دي. که څه هم دغه سياستوال دا ډول تورونه ردوي خو د دا ډول پيښو پر وخت د هغوی په غبرګون کي د همږغي نسته والی، د هغوی بې کفايتي او بېلوالی روښانه کوي. زيات مسلمانان دا پوښتنه کوي چي که لوېديځ د يوه مسلمان هيواد په وړاندي د داسي تورونو له مخي چي اثبات سوي لا هم نه وي بنديزونه لګولای سي، نو مسلمان هيوادونه ولي په ګډه سره د خپلو هيوادونو د اوسېدونکو د احساساتو او مقدساتو څخه ساتنه نه سي کولای؟ حتی که د ډيموکراسۍ خبره وي نو په نړۍ کي خو د مسلمانانو شمېر تر هرې بلي ډلې زيات دی. که د نړۍ يوه لږکۍ (غرب) پدې کي ستونزه نه ويني چي د يو چا دين ته دي سپکاوی وسي، خو مسلمانان چي په اکثريت کي دي دا لويه ستونزه بولي. که نړۍ يو هيواد وای او رايي اچول سوي وای نو اکثريت به دا ډول کړنې غېر قانوني او د سزا وړ بللي وای. چي داسي ده نو بيا د ډيموکراسۍ دعوی کوونکي ولي د اکثريت و نظر او احساساتو ته درناوی نه کوي.

تر کومه ځايه چي د راتلونکي خبره ده نو ښايي په آئنده کي دا ډول پيښي لا زياتي سي. يوه وجه يې انټرنټ او نوې معلوماتي ټيکنالوژي ده چي په مرسته يې د څو دقيقو په اوږدو کي په ټوله نړۍ کي معلومات خپرول کېدلای سي. د کوم فلم موضوع چي اوس مطرح ده، د ليدونکو د وينا له مخي د دغه فلم فلمي ارزښت صفر دی. ليدونکي وايي چي د فلم جوړونکو په ډېر غېر مسلکي توګه سره کېمره چلولې او يوازي پکښي سپکو سپورو او تورونو د د حقايقو ناسم ښودلو ته زيات پام سوی دی. بعضي څېړونکي دا وېره څرګندوي چي پداسي حال کي چي پر دا ډول فلم جوړولو او د «نقد» په نوم د کرکي رامنځ ته کولو پر سر په لوېديځو هيوادونو کي سزا نسته، نو ښايي د دې وروسته زیات نور د اسلام ضد کسان دې ته زړه ښه کړي چي دا ډول فلمونه او انځورونه خپاره کړي. که له يوې خوا يو شمېر لوېديځه کارپوهان دا اټکل کوي چي د دا ډول پيښو د زياتوالي سره به مسلمانان ستړي او غبرګونونه به يې د وخت سره پڅ سي، يو شمېر نور کارپوهان بيا وايي چي که دغي ستونزي ته د هوارۍ لاره پيدا نسي نو ښايي د لوېديځ او اسلامي نړۍ تر منځ د بې اعتبارۍ فضا دومره پياوړې سي، چي له کبله يې نه اټکل کېدونکي بدلونونه رامنځ ته کېدلای سي.

له بل اړخه يو شمېر اسلامي عالمان مسلمانانو ته دا مشوره ورکوي چي که غواړي د دې ډول پيښو مخه ونيسي نو بايد د لوېديځ سره سيالي وکړي. دوی مسلمانانو ته مشوره ورکوي چي اول په خپل دين ځان او خپل اولاد پوه کړي او بيا دغه دين په خپل ورځني ژوند کي عملي کړي. عالمان وايي چي د مسلمانانو سره د دا ډول پيښو تر شا پخپله د مسلمانانو د خپل دين څخه ليري کېدنه او اختلافات هم رول لري. د دوی په وينا مسلمانان بايد په پوهه او تخنيک، اقتصاد او دفاع، سياست او ټولنيزو چارو کي تر داسي مقامه ځان ورسوي چي د پدې ټولو ډګرونو کي د غرب سيالان سي. عالمان وايي چي کله چي مسلمانان و دا ډول اتحاد او اتفاق ته ورسېدل، د رغنده سياست له لاري يې د «لوېديځپالو او ځانپالو مشرانو» څخه ځانونه خلاص کړل، کورنيو جګړو ته يې د پای ټکی کښېښودی، د خپلو خامو موادو چور يې ختم او ورڅخه يې لوړ کفايت لرونکي مصنوعات جوړول پېل کړل او د ځان څخه د دفاع جوګه سول، نو ښايي هغه وخت د دې ډول پيښو د رامنځ ته کېدلو مخه ونیولای سي. عالمان وايي چي هغه وخت به بيا مسلمانان د دې جوګه و اوسي چي پر لوېديځ داسي فشارونه راوړي چي خپل قوانين داسي بدل کړي چي دا ډول پيښي ناممکنه وي او کوم لوېديځ هيواد که د هغه څخه سرغړونه کوي، نو هغه به د بنديزونو او اسلامي اتحاديې لخوا د مجازاتو سره مخامخ کيږي.

په رښتيا هم تاريخ ښودلې ده چي تر کومه وخته چي مسلمانان پر خپل دين ټينګ ولاړ او متحد ول، هغوی پر نړۍ حکومت کاوه. ښايي په رشتيا هم مسلمانان چي په نړۍ کي يې د نورو اديانو د پېرويانو په تناسب اکثريت دی، يوازي هغه وخت ځان د نقد په نوم تره ګرۍ څخه وساتلای سي چي يو ځل بيا په ځان کي د اسلافو عقيده، خواص او عادات راژوندي کړي او د عمل نه کوونکو «عالمانو»، بې رحمه واکمنانو، او نفس پر ځای هغه څوک بېرته خپل اصلي رهبر ورګرځوي چي د مسلمانانو په عقيده « رحمة للعالمين، صاحب الشفاعه، مفتاح الجنه او خاتم النبيين ص » دی. د دې تر څنګ د مسلمانانو لپاره دا هم يوه مهمه او اړينه دنده ده چي اسلام د ځان سره ونه ساتي بلکه د دغه دين د ښېګڼو څخه لوېديځوال او نور ټول غېر مسلمانان خبر کړي او هغوی و دغه دين ته راوبولي.

احمد و لي اڅکزی
قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com
اسلام لکم ټکی کام www.islamlacom.com