د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرنټ، افغان ليکوال او د بلا ژبه

احمدولي اڅکزی 02.08.2012 02:24

بسم الله الرحمن الرحيم

د اخلاقو او مسلمانۍ يوه مهمه تقاضا دا ده، چي څوک بايد د بل چا په وړاندي ناوړه ژبه ونه کاروي. هغه انسانان د درناوي او احترام وړ دي چي عمل او خبري يې پر اخلاقو برابري وي. په قرآن پاک کي يو شمېر آيتونه سته چي انسانان د ناوړه ژبي د استعمال څخه راګرځوي. په همدې ډول يو شمېر احاديث سته چي د ناوړه ژبي د استعمال څخه يې ممانعت او خبرداری کړی دی.

د يوه صحيح حديث له مخي حضرت محمد ص ويلي چي الله هغه انسانان نه خوښوي چي د بدې ژبي څخه کار اخلي. د يوه بل حديث له مخي هغه څوک مؤمن نه سي کېدلای چي و نورو ته ښکنځل کوي او ناولې ژبه کاروي.

دا د خوشالۍ او شکر ځای دی چي يو شمېر داسي وېب پاڼي سته چي افغانان يې پر مخ بيايي او د خبرونو او تودو موضوعاتو تر څنګ د دين ادب او روزنې او ښوونې موضوعات هم پکښي خپريږي. خو له بده مرغه بعضي وخت پدغو وېب پاڼو کي داسي مقالې هم خپريږي چي د هر ډول اخلاقي او اسلامي اصولو سره برابري نه وي.

پدې کي هيڅ شک نسته چي يو شمېر افغان ليکوالان د بعضو هيوادونو څخه ګيلې او شکوې لري او ښايي شکوې يې پر ځای هم وي، خو د دې مانا دا نده چي څوک د دغو هيوادونو، ملتونو، قومونو، دينونو يا مذهبونو په وړاندي د ناوړه ژبي څخه کار واخلي. د دې ډول ژبي کارونه د دغو هيوادونو يا قومونو هيڅ په تاوان نه تماميږي بلکه يوازي د ليکوال پر ناپوهۍ، بې فکرۍ او تاريکفکرۍ دلالت کوي.

دا چي نه غواړم دغه ليکنه مي خدای ناخواسته د يوه يا بل افغان «ليکوال» ورور د زړه ازارۍ سبب وګرځي نو نه د چا نوم اخلم او نه هم د ليکنو سرليکونه د بېلګي په توګه راولم. يوازي به پدې کفايت وکړم چي جنرلايزېشن يا په عمومي توګه يوه ټبر، قوم، ملت، ژبي، دين يا مذهب ته منفي خصلت منصوبول يا ورته بده ژبه کارول د ليکوالۍ، اخلاقو، انسانيت او مسلمانۍ د ټولو اصولو نفي کار دی. د بېلګي په توګه د هغه چا د ليکوالۍ د وړتيا په هکله چا ته شک ورپيدا کيږي که په خپله ليکنه کي وايي چي فلانکی ژړمخی يا تور مخی يا ټپين مخی قوم داسي او داسي دی او يا هم داسي او داسي کوي. حال دا چي په هر قوم کي ښه او بد وي. بله دا چي د بد عمل په توګه پر يو چا نيوکه کول يوه خبره ده ليکن د پوستکي د رنګ له وجې د يو چا څخه کرکه کول راسيزم او توکمپالنه ده چي په اسلام کي يې هم په سخته توګه ممانعت سوی دی.

د يوه حديث له مخي د مسلمانانو تر منځ نفاق راوستل د هغوی په وړاندي تر په توره جنګېدلو څخه لا لويه دُښمني ده. نو که يو مسلمان راولاړيږي او د مخ د پوستکي د رنګ، ژبي، د خوراکي عاداتو، جامو او يا هم طابعت پر اساس پر بل مسلمان بد وايي او ځان تر هغه اصيل بولي، نو دا به ښه کار نه وي.

هيڅ څوک دا نه وايي چي د يوه هيواد پر سياسي پاليسيو او يا هم ناوړه کړنو دي څوک نيوکي نه کوي. بلکه برعکس د ليکوالانو خو بايد همدغه دنده وي چي د قلم په څوکه و ظلم او ظالم ته اشاره وکړي او د ظالمانو څهرې بربنډي کړي. خو په ټوليزه توګه يو هيواد، ملت يا قوم ته بد ويل سم کار ندی او بايد ورڅخه اجتناب وسي. د ښکنځلو او جنرلايزېشن پر ځای بايد ليکوال دلايل او حقايق بيان کړي. بله خبره دا چي څوک د ښيښې په کور کي ناست وي نو بايد پر نورو ډبري ونه اوروي. په زیاته بيا د افغانو لیکوالو څخه هيله کيږي چي داسي ليکنې وکړي چي بلاوي ليري کړي او نه دا چي نوي بلاوي وږېږوي.