د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانه خاوره بايد د ايران پر ضد ونه کارول سي

احمدولي اڅکزی 04.03.2012 00:18

بحث پر هو يا يا نه بلکه پر کله دی

د ايران د اټومي پروگرام د لانجې پر سر د لوېديځ په لهجه کي نه يوازي دا چي توندوالی راغلی دی بلکه اوس د ايران پر ضد د پوځي گام د پورته کولو د مهال وېش په هکله پټي خبري رواني دي. د کتونکو په وينا نور بحث پر دې ندی چي ايا د ايران پر ضد پوځي بريد تر سره سي که نه بلکه بحث پر دې دی چي دغه بريد څه وخت تر سره کړل سي.

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د کاناډا په سفر دی او د دوشنبې په ورځ به و واشنگټن ته ولاړ سي. په کاناډا کي د خبرو اترو تر څنگ هغه رسنيو ته وويل: « اسرائيل د بل هر هيواد په څېر د داسي هيواد پر ضد د ځان د دفاع حق لري چي د اسرائيل د له منځه وړلو لپاره هوډمن دی او د دغه موخي لپاره کار کوي.»

د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما د اټلانټيک نومي مجلې سره په خبرو کي ويلي دي چي که ايران په سمه نه پوهيږي نو امريکا به يې د اټومي پروگرام پر ضد د زور څخه کار واخلي، خو دا به هغه وروستۍ لاره وي. اوباما زياته کړې ده چي « زه لفظي اخطار نه ورکوم.... هر څه ممکنه دي.»

اسرائيل پر ايران د بريد لپاره چمتو والی نيسي

امريکا د ايران پر ضد د اسرائيلو د دريځ يوازنی ملاتړی هيواد ندی. د لوېديځي نړۍ ټوله پياوړي هيوادونه لکه المان، کاناډا او يو شمېر نور هيوادونه هم د ايران د اټومي پروگرام څخه ناخوښه دي. پدې ترځ کي د اروپايي ټولني لخوا و اروپا ته د ايراني تيلو د مصنوعاتو پر واردولو د بنديز پرېکړه حتی د دې سبب گرځېدلې وه چي ايران د هرمز د تنگي سمندري لاري د بندولو گواښ کړی ؤ. امريکا د دغه گواښ په غبرگون کي سيمي ته خپلي جنگي الوتکي وړونکي بېړۍ لېږدولي وې.

تېره اونۍ د اټومي انرژۍ د څار د نړۍ والې ادارې تازه راپور خپور سو چي پکښي راغلي ول چي ايران د يورانيمو د غني کولو په خپله وړتيا کي څو ځله زياتوالی او چټکوالی راوستلی دی. پداسي حال کي چي ايران اوس په آساني سره په لوړه کچه يورانيم تر 20 فيصدو غني کوي، د غنې کولو دغه پروسه ښايي ډېر ژر تر 90 فيصدو ورسيږي. د يادولو وړ ده چي د 90 فيصده غني سوؤ يورانيمو څخه اټومي وسلې جوړېدلای سي.

يو شمېر عربي هيوادونه چي د لوېديځ سره ښې اړيکي لري هم د ايران د اټومي پروگرام څخه ځان ته گواښ احساسوي. دوی هم د لوېديځ په څېر د ايران دا ادعاوي نه مني چي اټومي پروگرام يې د سوليزو او ملکي موخو لپاره دی. د دې تر څنگ د سیمي يو شمېر هيوادونه د سوريې د ملاتړ له کبله هم د ايران څخه خوابدي دي او ښايي پر ايران د اسرائيلي يا امريکايي بريد په صورت کي چپه خوله پاته سي.

د ايران ممکنه جگړه به پر افغانستان څه اغېزې ولري؟

پوښتنه دا ده چي که پر ايران بريد وسي او پدې توگه سره په سيمه کي يوه بله جگړه رامنځ ته سي نو پر افغانستان به يې اغېز څه وي؟ که څه هم چي ايران د افغانستان د نورو گاونډیانو په څېر د افغانستان په وړاندي د ښه گاونډيتوب اصول تر پښو لاندي کړي دي، خو بيا هم ايران د افغانستان سره پر پوله پروت هيواد دی. پر ايران د لوېديځ د بريد په صورت کي افغانستان د نه اټکل کېدونکو نوؤ اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ کېدلای سي.

خو پر ايران د جگړې د پېل په صورت کي د افغانستان لپاره تر ټولو جدي او خطرناکه حالت دا کېدلای سي چي د ايران پر ضد د افغانستان د خاورې څخه گټه پورته کړل سي. دا کار هغه وخت زيات شونی دی که د ستراتيژيک تړون په نوم د ښکېلاکگرو ډرامې ته هغه ډول عملي جامه ور واغوستل سي لکه افغانان چي يې بېره لري.

پداسي حال کي چي موږ د يوه گاونډي د شره څخه ځان نه سو خلاصولای د بل گاونډي سره د مستقيمې جگړې پېل به د افغانستان او د افغانانو لپاره نه اټکل کېدونکي جدي او نوي غميزي رامنځ ته کړي. ايران په ډاگه دا اعلان کوي چي پر هغه هيواد به بېله ځنډه حمله وکړي چي خاوره يې د ايران پر ضد وکاروله سي.

په افغانستان کي د لوېديځ پرتې لښکري به تر آخرته په افغانستان کي نه وي. امريکا او لوېديځ هيوادونه د افغانستان څخه ډېر ليري دي او دوی به يو وخت په خپله لاره ځي او موږ او گاونډيان به سره پاته يو. تاريخ دا خبره ثابته کړې ده چي لوېديځ د افغانستان سره پر خپلو ژمنو هيڅکله ندی درېدلی او له همدې کبله د هغوی د ژمنو په بدل کي نوي دښمنۍ پېلول به هيڅکله د عقل کار نه وي.

موږ چي د ايران سره هر څومره په عذاب هم و اوسو خو د ايران او زموږ چاره نه سره کيږي. هيوادونه د خپلو گاونډيو سره د ستونزو په صورت کي سيمه نسي پرېښودلای او د يوه عام انسان په رنگه بل چيري کوچ نسي کولای. موږ مجبوره يو چي تر آخرته د ايران سره گاونډي واوسو. له همدې لپاره اړينه دا ده چي افغانستان د ايران سره ابدي دُښمني پېل نه کړي او هغه هم پداسي حال کي چي ايران په مدني، پوځي، اقتصادي، د مځکي د پراختيا او د نفوس د شمېر له مخي په څو ځله تر افغانستان پياوړی دی.

تر څو چي په افغانستان کي په صيحيح مانا سره سوله و ثبات، خپلواکي، ملي حاکميت، ملي يو والی، اقتصادي ټيکاو، ټولنيز عدالت او د خلکو په ژوند کي علمي او عملي پر مختگ نه وي رامنځ ته سوی، افغانان بايد د هر ډول داسي اقدام څخه ځان ليري وساتي چي له کبله يې پر پولو نوي ستونزي رامنځ ته کېدلای سي.

افغانستان چي د لسيزو راهيسي پر مځکه لوېدلی دی، في الحال نه سي کولای چي پر پښو د ولاړو گاونډيو هيوادونو سره ډغري ووهي. افغانستان نسي کولای چی د پاکستان، هندوستان او يا ايران په څېر د خپلې کلنۍ بوديجې زياتره برخه و دفاعي چارو او تر اندازې زيات پړسېدلي پوځ ته ځانگړې کړي. دغه ډول دفاعي بوديجه به افغانستان د همېشه لپاره د لوېديځ د قوتونو غلام وساتي. د خپلواکۍ په قيمت د دغسي دفاعي نظام درلودل به د افغانستان په گټه نه وي. نو د هوښيارۍ تقاضا همدا ده چي افغانستان له سره ځان پداسي لانجو کي داخل نه کړي چي بيا يې په يوازي سر تر عهده نسي وتلای.

افغانان بايد د امريکايانو او د خپل گوډاگي حکومت څخه په ډاگه او په ښکاره دا غوښتنه وکړي چي د افغانستان خاوره په هيڅ ډول د ايران يا بل گاونډي هيواد پر ضد ونه کاروي ولي چي د افغانستان گټه په بې پره والي کي ده.