د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اختر په تړاو د پښتو د مشهورو لنډيو ليسټ

احمدولي اڅکزی 19.08.2012 14:23

خپلو ټولو هيوادوالو ته د کوچني اخترمبارکي وايم. الله دي زموږ تاسو ټولې هغې دعاوي چي د روژې په مبارکه مياشته او په همدې ډول د اختر په لمونځ کي کړي دي، قبولي کړي. الله دي ډېر ژر پر موږ د سولي، وروگلوۍ او اتحاد اختر هم راولي. آمين

يوه همکار ژورنالست راڅخه د پښتو د لنډيو د ليسټ جوړولو هيله کړې وه چي غوښتل يې د اختر په ځانگړي راډيويي خپرونو کي ورڅخه کار واخلي. غواړم دغه ليسټ ستاسو قدرمنو لوستونکو سره هم شریک کړم. هيله لرم چي زما په شان زيات نور هغه ورونه او خوېندي چي د هيواد او کور څخه ليري دي، د پښتو په دغو ښايسته او لرغونو شفاعي ادبي ملغلرو د هيواد او د هيوادوالو لپاره خپله تنده تر يوې کچي ماته کړلای سي.

په مينه

احمد ولي اڅکزی، المان


٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭


اختر پرون تير شو عالمه د بغداد دو کوترو نن راغله سيلونه

اختر پرون و پرون تير شو دا د امان کوترو نن سره کړه لاسونه

اختر په وخت د گلو راغی زما نازک زړگی نه خيژی فريادونه

اختر په ورځ دی ځان سينگار کړ څوک دی په زړه دی که ډډه وهی ټالونه

اختر په ټوکو ټوکو راغی نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه

اختر ته ځکه خوشاليږم چې مرور جانان به ما پخلا کوينه

اختر ته ډيره خوشحاليږم زما د يار وعده اختر ده را به شينه

اختر چی تير شي بيا به راشي دا دځوانۍ عمر په بير ته نه راځينه

اختر خو راغی يار می نشته د خندا ډکه خوله به چا له ورکومه

اختر د جونو مبارک شه زنړۍ د بل وطن مرغان دی لاړ به شينه

اختر د واړو مبارک شه زه به خپل سره لاسونه يار ته ورکومه

اختر دی تا ته مبارک شی چی لاس و پښې دې بی حنا اور لگوينه

اختر زما په نصيب نشته زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه

اختر له تاسره ښائيږی نور خلک خوشی د اختر هوس کوينه

اختر نژدی دی روژه لاړه ليلی به چاته سرې منگولې ښکاروينه

اختر نژدی دی ياره راشه مبارکی به يو و بل ته ورکوونه

اختر يوه لويه خوشالی وی چې زړونه اخلی پری د عمر پيوندونه

اول روژه وي بيا اختر وی په بيلتانه پسې وصال دی را به شينه

پر ما هغه ورځ د اختر ده چې شرين يار مې د ډولۍ په مخ کې ځينه

په سين کې زربېړۍ لاهو که اختر دی د خپل يار سلام له ځمه

په هغو خلکو به اختر وي څوک چې جانان سره يو ځای کوی خوبونه

پيزوانه زيری می درباندې سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

پېزوانه خانده هوسېږه سبا اختر دی پاس په شونډو به دې وړمه

پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

ته د اختر په سبا راشه زه به دروزم تورې سترگې سره لاسونه

چی اختر راشی موزی پټ شی چی اختر تير شی موزی بيا راښکاره شينه

چی مازيگر شی ښکته لمر شي په چا اختر شی څوک دغم ژړا کوينه

خاونده ژر تر ژر اختر کړې چې د عاشقو سره وشی ديدنونه

خلک اختر له جامې مينځی زه په گولو ويشتلی زړه ټکورومه

خلک اختر له کالی مينځی زما جامې ديار په بوی نه يې مينځمه

خلک به وايی چی اختر دی پر ما خو نه دی چې له ياره جدا يمه

خلک د اختر په ورځ ديدن کړی زما قلم کاغذ په لاس بيديا ته ځمه

خلک کالی کوی اختر دی زه د شهيد جامې په خوا کې گرځومه

خلکه زما به څه اختر وي چې بېلتانه په سر سر تور تړلی يمه

خلکه زما په څه اختر دی چې بېلتانه راته خېمې وهلی دينه

خلکه زما په څه اختر وی انار غمونه بېلتانه راکړی دينه

د اختر شپه دهغې زار شه په کومه شپه چې سر د يار په څنگل ږدمه

د اختر ورځ دخوشحالۍ ده يار مې مېلمه دی دزړه غوښې ورته ږدمه

د روژې هر ماښام اختر دی ټوټې ټوټې د پېشلمی د لاسه يمه

د زړه پر هر می بيا تازه شو چې د اختر جامې می واغوستی مينه

د غم اختر د غم سيلونه د غم بازار دغم سودا پکیک ومه

دا لمر ژيړی وخت مازيگر دی په چا اختر دی څوک دغم ژړا کوينه

دا نمر زيړی وخت مازيگر دی په چا اختر دی څوک دغم ژړا کوينه

زلفې مې دوه دي ما څلور کړې دوه مې د خيال دوه مې د لوی اختر ټالونه

زما اختر به څه اختر وي په داسې ورځ چې زه جداله ياره يمه

زما په خواښې سلام وايه خلک اختر کړی زه زاړه پيوندومه

زما د زړه ارامه راشه په تمامی جهان اختر پر ما غمونه

سالو يې دوه رنگه په سر کړو په چا يې اختر کړو چاله يې ورکړل ډير غمونه

سبا اختر دی خوشالی ده زه به بی ياره خوشالی څه کړم مينه

سبا اختر دی يار مې نه شته د گاڼې ډکه به د چا غيږی ته ورځمه

سبا اختر مبارکی ده ليلی به سرې منگولې يارته ورکوينه

سبا به دا مهال اختر وی زما زړگی ته به دغم جرگې راځينه

شپه د اختر وه که د قدر چی د اشنا سره می وشو ديدنونه

عالم اختر کا جامې وينځي زه به هاله اختر کوم چې يار له ځمه

غمونه ورک ورځ د اختر ده د خوشحالۍ يوه ته غيږې ورکوينه

که د اختر په شپه رانغلی نصيب دې مه شه د لنډۍ زنې خالونه

گودر کې هره ورځ اختر وي منگی په سر ورته راځی جونه سيلونه

ما له په ورځ د اختر راشه زه به درووځم تورې سترگې سره لاسونه

ما ويل ځان ته به زما يی د اختر ټال يې هر سړی دې زنگوينه

مخ دې قمر شغلې د لمر کا پر چا اختر کا څوک د غم سودا کوينه

مياشت د اختر ښکلې ښکاره شوه ربه اوس تږې د جانان د ديدن يمه

نن په تمام جهان اختر دی په ما به هغه ورځ اختر وی چې يار وينه

نن په ملکونو کې اختر دی د شهيدانو ارواحان اسمان ته ځينه

نن مې پر کور باندې اختر دی چې په نظر می د اشنا نښې راځينه

نن مې په کور باندې اختر دی چې مرور جانان راليږی سلامونه

هر مازيگر دې روغ اختر وي گودره ! ځکه دې صفت هر ځای کومه

هغه ساعت د اختر ورځ ده چی د څلورو سترگو وشي ديدنونه

ورځ د اختر ده نور څه نه دي په سره جوړه کې راته شنه د خندا شينه

ياره گيله مې شوه درباندې پر نورو خلکو دی اختر پر ما غمونه

يو د اختر په سبا راشه زه به دروځم تورې سترگې سره لاسونه

ځه اختر په سبا راشه زه به درووځم تورې سترگې سره لاسونه


ماخذ: د پښتو لنډۍ، د علومو اکاډمي کابل، 1984م کال