د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو فرانسوي سيند آنلاين سو

احمدولي اڅکزی 21.02.2013 21:00

بسم الله الرحمن الرحيم
 
قاموسونه ټکی کام په ډېره خوښۍ سره خپلو کتونکو او د پښتو مينه والو ته زيری ورکوي چي د پښتو فرانسوي سيند د 2013م  کال د فرورۍ په 21 مه نېټه د مورنيو ژبو د نړۍ والې ورځي په مناسبت آنلاين سو.
پدغه قاموس کي څه باندي څلوېښت زره پښتو لغتونه په څه باندي يو لکو فرانسوي لغتونو ژباړل سوي دي. د پښتو د نوموړي قاموس ليکونکي ډاکټر محمد اکبر وردګ پر دغه قاموس په کلنو کلنو کار کړی او د دغه قاموس په بشپړه کولو سره يې پښتو ژبي ته يوه داسي ډالۍ وړاندي کړې چي ساری نه لري. د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ دغه نوی قاموس د پښتو لغتونو يا پانګې د راټولولو په لاره يې يوه لويه لاس ته راړونه ده. هغه پدې دليل چي ډاکټر صاحب ګڼ شمېر داسي پښتو لغتونه په خپل قاموس کي راوړي چي په نورو زیاتو پښتو قاموسونو کي ورته ځای نه ؤ ورکول سوی. د قاموس ليکنه يوه ډېره ستونزمنه او ستړې کوونکې پروسه ده چي عموما د دغه کار بار د يوې لويي کاري ډلې د زياتو غړو پر اوږو وېشل سوی وي. خو ډاکټر صاحب په يوازي سر دغه دروند پېټی تر ځايه رسولی چي احسان يې پښتانه نسي هېرولای.
 
د ټولو کتونکو څخه هيله کيږي چي د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ د دغه تاريخي خدمت په بدل کي و ډاکټرصاحب او د هغه ټولې کورنۍ ته د دنيا او آخرت د اجرونو دعا وکړي. الله دي ډاکټر صاحب او نورو ټولو هغو کسانو ته چي د پښتو لپاره په اخلاص کار کوي، د مصرف سوې هرې دقيقې داسي اجرونه ورکړي، لکه په غزوه بدر کي چي د اصحابو تر څنګ جنګېدلي وي. آمين
 
د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه www.qamosona.com  تاسو يو شمېر نور پښتو قاموسونه هم موندلای او په وړيا توګه انلاين کارولای سئ. نوموړې پروژه د تيرو دولسو کلنو راهيسي پښتو قاموسونه ډيجټل او د وړيا کار اخيستنې لپاره آنلاين کوي. د دغې پروژې په ترڅ کي نه يوازي دا چي پخواني قاموسونه ډيجيټل سوي بلکه يو شمېر نوي قاموسونه هم لیکل سوي دي. په ټوليزه توګه پر قاموسونه ټکی کام څه باندي اوه لکه لغتونه د معناؤ سره موجوده دي.
 
قاموسونه ټکی کام د پښتو ژبي د لهجوي لغتونو يا پانګې د راټولولو لپاره هم هوډ کړی دی. هر هغه څوک چي پدغه پروژه کي په عملي توګه برخه اخيستل غواړي کولای سي چي د قاموسونه ټکی کام د وېبپاڼي له لاري د پروژې د مسؤلينو سره تماس ونيسي.
احمدولي اڅکزی/ قاموسونه ټکی کام
 
د قاموس د ليکوال څو څرګندونې:
« ... وختونه بدل شوي . د اوسنۍ زمانې اتلان هغه دي چې نورو ته پوهنه ور انتقالوي . ښاغلی احمد ولي اڅکزي د خپل ژوند خوږې شېبې دغې موخې ته د رسېدو له پاره وقف کړې . نو دا سیند ور ته ډالۍ کوم .
پوره دوولس کاله مخکې مې له کبیر حبیب سره په ګډه یو پښتو فرانسوي قاموس خپور کړ . د دې قاموس د کلمو شمېر لږ ؤ . ډېر ځله داسې پېښېدل چې لوستونکي دې ځینې لغتونه پکې پیدا نه کړي . نو دې ته اړشوم چې دا سیند ولیکم . په دې سیند کې له څلوېښتو زرو نه ډېر لغتونه راغلي . د پښتو کلمو تلفظ مې لیکلی ،وروسته مې د کلمې ګرامري ځانګړنې او پای کې مې فرانسوي معناګانې راوړې او یا مې تعریف کړې دي .
 
دلغتونو په انتخاب کې مې له سپما نه کار اخیستی ؛که ډېره اړتیا نه وه ،د یوې کلمې د ټولو مشتقاتو له لیکلومې ډډه کړې . په دې سیند کې دوه نوښتونه شته : لومړی یې دا دئ چې ګڼ شمېر اصطلاحګانې مې ،چې په نورو سیندونو کې لږ لیدل کېږي ،پکې اچولې او دوهم دا چې د فرانسوي نومونو وروسته ،مې د لیندکیو تر منځ ، د هغوی جنسیت لیکلی .
ښاغلي الحاج احمد ولي اڅکزي د دي سیند په لیکلو کې بېدرېغه مرسته را سره کړې .که د ده کومکونه نه وای ما به په خپل کار کې ډېر کړاوونه ګاللي وو . ویدا اکبر سیند سر تر پایه ولوست اوانتقادي نظریې پرې واچاوه . د دوی دواړو منندوی یم ،کور یې دې ودان وي .
 
 
محمد اکبر وردګ»