د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کي د مرحوم ژوند د جنازې خبرتيا

احمدولي اڅکزی 06.05.2013 21:24

د المان د ميونشن ګلاډباخ د هجرت مسجد ټولنه ټولو افغانو او مسلمانانو ورونو ته خبر ورکوي چي د خدای بخښلي محمد قاسم ژوند (يا محمد قسيم ژوند) جنازه د 2013م مېلادي کال د می مياشتي په 7 مه نېټه د سه شنبې په ورځ د سهار په 11 بجو په ميونشن ګلاډباخ ښار کي خاورو ته سپارل کيږي.

د  56 کلن مرحوم ژوند مړی د اپريل مياشتې په 25 نېټه د المان د دوسلدورف په ښار کي د هغه په اپارتمان کي موندل سوی و، چيري چي هغه يوازي ژوند کاوه. د زياتو هڅو او اعلانونو باوجوده د جرمني افغانان پدې ونه توانېدل چي د مرحوم ژوند خپلوان پيدا کړي. مرحوم په کندهار کي ږېږېدلی او د اڅکزو د قوم سره يې تړاو درلودی. هغه په روسيه کي د بيالوژۍ لوړي زدکړي کړي وې او د تقريبا ديرشو کلنو راهيسي په المان کي اوسېدی. نوموړي د خپل ژوند تقريبا دوه کاله په بريتانيه کي هم تېر کړي ول. داسي ويل کيږي چي د هغه د اکا يو زوی يا د اکا زامن د امريکا په متحده ايالاتو کي اوسيږي خو په هکله يې نور معلومات نسته.

که څوک د مرحوم خپلوان پېژني يا يې په هکله نور معلومات لري نو دي لطفا زموږ سره تماس ونيسي.

د مرحوم ژوند د جنازې لمونځ به انشالله د سه شنبې په ورځ په يولسو بجو پر لاندني ادرس تر سره سي. الله دي د مرحوم مغفرت وکړي او د نورو ټولو مرحومينو په شمول دي ورته د جنت دروازې خلاصي کړي. آمين

انا لله وانا اليه راجعون

د جنازې لمونځ:
د سه شنبې ورځ (د می 7 مه نېټه) د سهار 11 بجې


پته:

Hauptfriedhof Mönchengladbach
Viersenerstrasse 292
41063 Mönchengladbach

 

تماس:


مسباح الله نادر، ميونشن ګلاډباخ، هجرت مسجد (00491731611917)
احمدولي اڅکزی، زولنګن ښار (00491627489953)
عزيز صافي، بوخوم ښار (00491718238137)