د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالب د خپل عمل په اينه کې

مجاهد ((پښتون)) 19.04.2013 21:18

زه چې کله هم د افغانستان په خاوره کې فعالو ډلو ټپلو ته ګورم نو په نسبي ډول راته طالبان يا د بهرنيانو پر ضد په سنګرونو کې ناست مجاهدين ښه بريښي، او د طالبانو د اسلامي دريځ له کبله، د دوى پلوى يم، که نورې خواوې څومره هم وطندوستې او هيوادملې شي، خو د اسلامي احکامو چندان پروا نه ساتي نو بايد پلوى يې ونه شي.

خو دلته يوه بله موضوع هم شته چې هغه زموږ ګران هيواد افغانستان دى، يعنى افغانستان هم موږ ته ارزښت لري او بايد ساتنه يې وکړو، په دې نظر کې دى طالب يا مجاهد دا نه وايي چې د هيوادپالنې نظريه د نيشنليستۍ اسلام ضد مفکوره ده او هغوى پرې باور نه لري، ځکه چې طالبانو د خپل امارت پر مهال هم يوازې د افغانستان په جغرافيوي حدودو کې اسلام عملي کړى و او د نړيوال اسلامي دولت د رامنځته کولو چغه يې نه وه پورته کړې، او له امريکايي نيواک وروسته هم طالبانو يوازې په افغانستان کې فعاليت پيل کړ، تر اوسه پورې دعوه کوي چې په افغانستان کې بهرني جنګيالي نه شته، حال دا چې يوازې دګاونډي هيواد پاکستان سلګونه بلکې زرګونه طالبان په افغانستان کې په جګړه اخته دي.

په دې ليکنه کې دوه موضوعاتو ته لنډه اشاره کوم، که طالبان يې د ځان لپاره نصيحت بولي، يادونه يې ګڼي او که د اعتراض يا نيوکې نوم ورکوي.

لومړۍ موضوع:

څو ورځې دمخه د فيس بوک په انټرنيټي پاڼه يوه ويډيو خپره شوه کومه کې چې د افغان امنيتي ځواکوو درې تنه منسوبينو د څو تنو طالب شکله کسانو څخه په وار وار سره وهل کيږي، او داسې ښکاري چې دغه وهل بې له کوم دليل او محاکمې تر سره کيږي، تر اوسه پورې په سلګونو کسانو دغه ويډيو کتلې او تبصرې يې پرې ليکلي دي، په دې تبصرو کې طالبان او مجاهدين وحشيان بلل شوي، هغه څوک چې د انسان کرامت يې تر پښو لاندې کړى دى، او په بې رحمۍ سره خپل بنديان وهي، همدا راز ويل کيږي چې په ويډيو کې ښکاريدونکي کسان پاکستانيان دي، چې د ملي اردو يو عسکر محض د افغان په نوم وهي او ځوروي.

په هر حال، د هر چا خپل نظر خو بايد طالبان په دې ويډيو کې خپل ځان وويني او که يې نه ويني نو زه يې ورته د ايني په توګه مخ ته نيسي او ورڅخه پوښتم چې ايا د يو بندي سره همدا ډول معامله کيږي؟

طالبانو په وار وار بهرنيان او د افغانستان حکومت تورن کړى چې د بنديانو سره ناوړه چال چلند کوي، وهي يې، ځوروي يې، د بريښنا شارتونه ورکوي، په کوټه قلفيو کې يې اچوي، ډول ډول شکنجې ورکوي، او په زور ورڅخه اعتراف اخلي، که دغه اعمال د يو بندي په حق کې ظلم وي نو طالبان هم بايد ورڅخه لاس واخلي، او د يو بندي سره د اسلامي طريقي سره سم سلوک وکړي؟؟

تر اوسه پورې د طالبانو په اړه يوازې په چاړه سره د بنديانو د حلالولو ثبوت وو، کېدلاى شي چې په چاړه د بندي د مرۍ د پرې کولو په اړه هم ډول ډول نظرونه موجود وي که يو څوک مجرم وپېژندل شي، محکمه پرې د مرګ پرېکړه وکړي، نو وژل يې د اسلامي شريعت په رڼا کې روا دي، بيا هم شونې ده چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د دې حديث په رڼا کې چې فرمايلي دي  (فاذا قتلتم فاحسنوا القتلة-او کما قال عليه السلام) د طالبانو دغه ډول وژنې ناسمې وبلل شي خو له دې کبله مو څه نه ويل چې يوازې وژل ثبوت نه شو کېدلاى.

اوس چې طالبان هم د پاکستاني پوليسو په څېر يو يو بندي له پنجرې راباسي او په وار وار يې يو د بل پسې په اوسپنيزو ډنډو او د بدن سوزوونکو دورو وهي، بيا له دوى پوښتنه کوم چې د خپلو بنديانو په وړاندې د دا ډول عمل د کېدو پر مهال ولې ګېله کوئ؟ که دليل دا وي چې بندي خپل حقوق لري نو د طالبانو سره بنديان هم خپل حقوق لري!!!

د حکومت په بنديخانو او توقيفځايونو کې د بنديانو سره همدغه ډول عمل کيږي لکه په نشر شوې ويډيو کې يې چې طالبان د افغان ځواکونو  د درې کسو منسوبينو سره کوي، او هغوى همدا چيغې وهي چې (زه بې ګناه يم مولوي صاحب! او پرې مې ږده).

طالبانو ته د توصيې په توګه وايم که غواړي چې په رښتيا سره د اسلام مدافعين او د افغانستان د خلکو ممثلين وبلل شي نو د دغه ډول کارونو څخه دې لاس په سر شي، که نه نو په ټولنه کې به بدنام او د جهاد بريالى مزل به يې د ماتې منزل ته ورسيږي، که غواړي چې ملت يې تر شا ودريږي نو ملت ته دې خپله صفايي ورکړي، ملت دې له ځانه راضي کړي، دغه ډول کسانو ته دې سزاوې ورکړي او بيا دې يې په ډاګه اعلان کړي، نه داسې لکه څو ورځې مخکې چې طالبانو په کونړ کې خپل دوه کسه ملګري د قتل په تور قصاص کړل او تر اوسه پورې يې رسمي نه ده اعلان کړې، اوس د خلکو سره پوښتنې راولاړې شوي دي، چې کېدلاى شي د دې وژنو تر شا نور عوامل پراته وي، که داسې نه وي نو په اعلان کې يې څه بدي ده؟ او ذبيح الله مجاهد ولى چوپه خوله دى، دا خو يو ښه صفت دى، چې څوک د اسلامي شريعت په رڼا کې د خپل او پردي توپير ونه کړي او په ټولو يو شان عدالت جاري کړي.

دوهمه موضوع:

د  اسلامي امارت د حکومت تر ړنګيدو په عمومي توګه او په دې وروستيو څو کلونو کې په خصوصي توګه د ډيورنډ د کرښې موضوع زور اخستى، د افغانستان حکومت يوازې خبرې کوي خو په عمل کې يې هېڅ نه دي کړي، په دې اړه د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومتي ارګانونو هر ډول څرګندونې ردوي خو عملاً يې د افغانستان ډېره خاوره لاندې کړې ده، د ډورنډ په پوله ډېر ور اوښتي دي، خپلې پوستې او پوځيان يې د افغانستان په خاوره کې ميشته کړي دي.

د افغانستان په خاوره تېرې زموږ د هيواد د ارضي تماميت موضوع ده، د افغانستان د حدودو څخه سرغړونه د اسلام او کفر پورې اړه نه لري، او دا ځکه چې دغه قانون يا موضوع تر افغانستان پورې خاص نه ده، که د افغانستان  خاورې ته د حرم شريف څخه راپورته شوى پوځ هم راننوځي، او په افغانستان کې د يو ملي او مشروع حکومت خوښه ورسره نه وي نو د افغانستان ملت به يې مخالفت کوي، د يو غاصب په سترګه به ورته ګوري او ورسره به په مېړانه جنګيږي، همدا راز د اوسنيو نړيوالو قوانينو په رڼا کې چې طالبان يې هم مني که يو اسلامي ملک بې له کوم مجوز څخه په غير اسلامي هيواد بريد وکړي نو ملاتړ به يې نه شي کولاى، خو په دې موضوع کې ديني بحث علماوو ته پرېږدم.

پاکستان د افغانستان په خاوره دوه ډوله تېرې کړى او دا دواړه ډولونه د طالبانو سره ارتباط ساتي، که نېغ په نېغه نه وي نو طالبان په دې دواړو ډولونو کې مسئوليت لري چې په يو کې سل په سلو مسئول دي او په بل ډول کې پنځوس په  سلو کې بايد  خپل مسئوليت اداء کړي.

لومړى ډول د پاکستان حکومتي مداخله ده، ټولو افغانانو ته څرګنده ده چې د پاکستان پوځ د ډيورنډ له پولې اوښتې او د افغانستان خاورې ته ننوتلې دې، دغه تېرې يې د کونړ، خوست، پکتيا او پکتيکا په ولايتونو کې کړى دى، خو تر ټولو توده موضوع د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه پر پوله پوځي تاسيسات او دروازه جوړول دي.

وروستي راپورونه څرګندوي چې د پاکستان تاسيسات په داسې يو ځاى کې دي چې د افغان ځواکونو پوستې يې شاته پاتې شوي دي، يعنى افغان سرتيري به د پاکستان د پوستو څخه تيريږي او خپلو پوستو ته به ځان رسوي.

يو وروستي راپور کې وويل شول چې  په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازي  ظاهر قدير ويلي  افغان حکومت د يوې معاملې له مخې څو کيلو متره ځمکه په ګوشته کې پاکستان ته ورپرېښې ده او د ډيورنډ  د کرښې د رسمي کېدو کوښښ کيږي.

په دې ځاى کې بايد طالبان خپل مسئوليت وپېژني او تر سره يې کړي، امريکا او اروپا که بريد کړى نو طالبانو يې پر ضد وسله پورته کړې، نور هيوادونه که څه کوي ملت يې هم ورسره مني او طالبان هم پر لفظي غندلو سربېره وسله واله مبارزه کوي، خو چې پاکستان زموږ په ګران هيواد تېرى کړى نو طالبان صاحبان چې ځانونه د افغانستان ممثلين بولي غلي ناست دي.

په لومړي سر کې د پنځوس په سلو کې مسئولت څخه زما مطلب دا دى چې موږ پوهيږو طالبان په واک کې نه دي، او د کابل اداره ګوډاګۍ ده خو لږ تر لږه دومره خو کولاى شي چې د يوې خبر پاڼې په څېر دغه کار وغندي او لکه چې امريکا ته اختارونه ورکوي، نو پاکستان ته هم د خپل دې ناوړه عمل د بدو عواقبو ګواښ وکړي.

خو نه! افسوس چې طالبان غلي دي، او همدا چوپتيا به يې د افغان ملت له پاره د ډېرو دليل وي چې د دې ځواک ملاتړ به نه کوي بلکې مخالفت به يې کوي، له دوى پوښتنه کوو دا څنګه افغانان يئ چې هيواد مو درڅخه ګاونډى نيسي او تاسې ورته هېڅ نه وايئ؟ که دليل دا وي چې تاسې په پاکستان کې ژوند کوئ نو بايد وپوهېږئ چې د بې غيرتۍ له سل کاله ژوند څخه د غيرت د يو ساعت ژوند غوره دى.

د پاکستان دوهم ډول تېرې په نيمچه حکومتي کچه دى، او هغه داسې چې پاکستان افغان طالبانو ته اجازه ورکوي چې له پولې واوړي او د کرزي د حکومت او بهرنيانو پر ضد وجنګيږي، په دغو کې پاکستاني طالبانو ته هم اجازه ورکړل شوې ده چې په افغانستان کې جګړه وکړي، او دا ټولو ته څرګنده ده چې د پاکستاني طالبانو په منځ کې د پاکستان دحکومت خلک شته، چې په افغانستان کې جهاد نه، بلکې د افغانستان د ورانۍ او په افغانستان کې د پاکستان د اهدافو له پاره کار کوي.

د دې ښه مثال په يو شمير سيمو کې د پاکستاني طالبانو له خوا د عامو افغانانو ځورول دي لکه په هلمند، غزني، وردګ، لوګر، کونړ او ننګرهار کې، په دې وروستيو کې د تورخم او جلال اباد په لويه لار د طالبانو فعاليتونه زيات شوي دي، د دې سيمو اوسيدونکي وايي چې ډېرې طالبان پاکستانيان دي، او نه يوازې پښتانه بلکې پنجابيان هم په کې شته، عام خلک ځوروي، په زور ورڅخه خوراک څښاک کوي، کورونو ته يې ورځي، تالاشيانې کوي، او داسې نور.

د ننګرهار ولايت د کانال د رياست يو کار کوونکى وايي پاکستان کوښښ کوي چې په دې سيمو کې د کرل شويو زيتونو ونې له منځه يوسي، حاصلات يې ختم کړي، زراعتي ځمکې له کاره وغورځوي، پاکستان وکولاى شي په ننګرهار کې چې څه وغواړي په اسانۍ سره يې تر سره کړي او کانال فلج کړي.

نو: طالبان صاحبان بايد دې ته هم متوجه وي چې هيواد يې يوازې د اشغال د خطر سره نه بلکې د يو ناځوانه او دوښمن ګاونډي له خوا هم د خطر سره مخ دى، ولې چوپه خوله کيني، ولې خپل صفونه نه تصفيه کوي؟؟ يوازې دې ته خوشحاله دي چې پاکستانيان ورته جګړه کوي او بس! خو د هيواد ارضي تماميت او بشپړتيا ته هم بايد پاملرنه وشي او د طالبانو په ليکو کې دغه کار خپله طالبان ښه کولاى شي.

د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي، او په دې هيواد کې به د تل لپاره اسلام حاکم وي، همدغه غيور ملت و چې انګريزان يې مات کړل، ورپسې يې روسان مات کړل او دا دې اوس د امريکا د ټوټه ټوټه کوله لپاره د وينو ويالې بهوي، خو د دې تر څنګ يو روغ، جوړ، ودان، پرختللى، مستقل، له ځمکنۍ او سياسي بشپړتيا برخمن افغانستان هم غواړي، ځکه که افغانستان نه وي، نو دوى هم نيشت دى، که افغانستان نه وي نو د دوى پېژندګلو هم نه شته، دغه وياړلى هيواد زموږ کور دى، زموږ مور ده او زموږ افتخارات ورپورې تړلي دي.

که اوس د جهاد يا ازادۍ سالاري د طالبانو په لاس کې ده نو نه بايد چې افغانستان له ياده وباسي، نه يوازې دا چې د امريکا او انګلستان د تيري په وړاندې غږ پورته کوي نو د پاکستان د تيري پر ضد دې هم پورته کړي، او ملت ته دې ثابته کړي چې دوى د ملت له منځه راوتلي، او افغانستان په غم غمژن دي.

طالبان دې لږ تر لږه د خپلو دې دوه عملونو په اينه کې خپل ځان ته وګوري او پرېکړه دې وکړي چې ملي دي که يه؟