د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټوکو حکومت!

مجاهد ((پښتون)) 07.02.2013 00:21

ما چې کله هم د  افغانستان د اوسني حکومت جوړښت او فعاليتونو ته کتلي نو د تل له پاره راته ټوکې ښکاره شوي، او په تېرو نژدې دولسو کلونو کې د حکومت هېڅ داسې يو کار په نظر نه دى راغلى چې زما زړه پرې قانع شوى، او د کابل حکومت راته د نړۍ پر مخ د نورو هيوادونو په څېر رښتينى واکمن ښکاره شوى وى، که څه هم يو ډېر غريب، کمزوري او ناتوانه وي.

د حکومت په داخل کې خبرې خورا زياتې دي، خو که د ملت استازو پارلمان (مشرانو جرګه، وولسي جرګه) ته وګورو نو هم دا حالت روان دى، يعنى هغوى د حکومت په وړاندې د وولس د استازو دنده نه تر سره کوي، داسې نه دي چې د خلکو او حکومت تر منځ د يو تړونکي مزي په توګه کار وکړي، او د وولس د رفاه له پاره د حکومت سره وجنګيږي، بلکې په خپله د خپل ځان استازي دي، د وکيلانو ډرامې او ټوکې د وزيرانو په استيضاح، استجواب، سلب اعتماد او د اعتماد د رايې ورکولو په شکلونو کې وينو.

ولايتي شورى ګانې په ټوله معنى پارلمان ته ورته دي، د ننګرهار د پخواني والي حاجي دين محمد د زوى نصرت الله، او د همدې پخواني والي د ترور شوي ورور چې تر هغه هم پخوانى والي دى حاجي عبد القدير د زوى جمال د ننګرهار ولايتي شورى ته د نوماندۍ پر مهال او بريالي کيدو وروسته نخرې مو ولېدې، او بيا کله چې استازي شول نو د والي ګل اغا شيرزي سره د هغوى د پهلوانۍ ميدان ګرم شو، يوازې ننګرهار نه، افغانستان يې په پرزولو او پاڅېدلو خبر دى.

نن مې د خبريال په ويبپاڼه يو بل خبر وليد چې ليکلي يې و (په ننګرهار کې د نورستان د ولايتې شورا ټاکنې ترسره شوې)، فکر کوم چې د خبر د سرليک ليدل به يوازې زما له پاره نه، بلکې د هر چا له پاره په زړه پورې او جاذب وي، دې ته به يې راکاږي چې ټول خبر وګوري.

ولى د نورستان د ولايتي شورى ټاکنې په ننګرهار کې کيږي؟ خبريال ويبپاڼې د نورستان د ولايتي شورى د رئيس عنايت الله مذهبيار دليل داسې را اخستى دى (د کونړ په ګوسلک سيمه کې د وسلوالو شتون د دې لامل شوې ، چې دولتې کسان دغه ولايت ته نه شې ورتللې، نو ځکه يې ټاکنې د نورستان پر ځای په ننګرهار کې ترسره کړي).

دا نو ټوکې نه دي څه دي؟ د ملت پر سر لوبې نه دي څه دي؟ د خلکو غولول نه دي نو څه دي؟ د نانځکو لوبې ته ورته د کورګي، واده، او د ټوټو په شاوو او ناوې ګډا نه ده نو څه دي؟.............

چې د يو ولايتي استازي خپل ولايت ته سفر نه شي کولاى نو هغوى له کومې لارې د هغې ولايت اوسيدونکو د خپلو استازو په توګه وټاکل؟ چې دولت د خلکو يوازې نهو استازو ته مصئونيت نه شي ورکولاى نو دېرش ميليونه نفوس ته به يې څه ډول ورکړي؟ همدغه استازي چې تر ټولو لومړې د دولت څخه د امنيت د ټينګولو غوښتنه نه کوي، نو د نورو پرمختيايي کارونو غوښتنه به څنګه وکړي؟ استازي چې وولس سره ونه ګوري نو له ستونزو به يې څه خبر شي؟ او چې له ستونزو يې نه خبريږي نو بيا استازيتوب څه معنى لري؟ او ولايتي شورى د څه له پاره ده؟

خو په دې هېڅ پوه نه شوم چې د نورستان سره نژدې ولايت کونړ دى، که په بل ولايت کې ټاکنې کېدلاى، نو ښه دا وه چې په اسعداباد کې شوې وې، په ننګرهار کې يې مطلب څه؟ يوازې همدا دليل شته چې د نورستان د ولايتي شورى غړي يا په ننګرهار کې ژوند کوي او همدلته راغونډ شوي، او يا په کابل کي دي چې تر جلال اباده يې ځانونه را رسولي او بس.