د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو سياست که د خپلې مفکروې سره خيانت!!

مجاهد ((پښتون)) 07.04.2013 12:52

د طالبانو اسلامي خوځښت (د افغانستان اسلامي امارت) تر ډېره بريده نظرياتي حرکت دى، له همدې کبله يې د افغانستان په کچه غړي تر يو سمت، قوم، قشر يا ژبې او پخوانيو جهادي تنظيمي بېلتونونو ته په کتنې سره تر يو لوري پورې نه دي محدود، تر دې چې په هغوى کې د افغانستان شيعه مذهب لاروي هم شامل دي چې په دې وروستيو کې د داى کندي د ولايت يو تن اوسيدونکي پخواني جهادي قوماندان چې شيعه دى د طالبانو سره د الحاق اعلان وکړ.

زما په نظر که د نولس سوه او اتيا په لسيزه کې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان ولس پاڅون، مقاومت او جهاد د نړۍ ډېرو اشغال شويو او محکومو ملتونو ته د مقاومت درس او د ازادۍ پيغام ورکړ، خو دې کې هم شک نه شته چې له دوه زرم ميلادي کال څخه وروسته د اسلامي نړۍ پر ضد د پيل شوې جګړې، او د مستبدو حکمرانانو په وړاندې را ولاړ شوي پاڅونونه هم د امريکايي اتحاد په وړاندې د طالبانو د کلک دريځ او يوې لسيزې اوږدې ستړې کوونکې جګړې څخه الهام اخلي، زما په آند د عربي نړۍ، افريقايي هيوادونو، قفقاز، يو شميير نورو اسيايي هيوادونو او د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د روان مزاحمت او مقاومت معنوي سرچينه د طالبانو مقاومت او مزاحمت دى، حتى چې په فلسطين کې هم يوې ډلې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد خپل مشر وباله او په نوموړي هيواد کې يې د اسرائيلو پر ضد د جهاد علمبردار همدا د افغانستان (ملا) ونومولو.

د افغانستان د ملت په مرسته او د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کې د بهرني نيواک په وړاندې دغه له يوې لسيزې زيات مقاومت رښتيا هم افغانانو ته سرلوړي ورپه برخه کړه، که څوک يې ومني او که يې ونه مني، نو تاريخ به دې دريځ او سرښيندنې ته يو لوړ مقام ورکوي، افغانان به پېړۍ پېړۍ وروسته په ښه نوم ياديږي، او د افغان د دښمن دا دسيسه به د ناکامۍ سره مخ کيږي چې غواړي په افغانستان کې د کفارو سره جګړه د يو داخلي جنګ په توګه تعبير کړي، يا يې تروريزم ونوموي، خو دا چې د افغانستان د حکومت سره جګړه کول، يا د دې حکومت کار کوونکي وژل چاته څه ډول ښکاري؟؟ زما په فکر په يو ډول د بهرنيانو سره د جهاد څخه بله معنى لري.

په دې اړه به هر د نظر او عقل خاوند خپل نظر ولري خو زما په فکر وخت په وخت د طالبانو دريځونه او څرګندونې د اسلامي او افغاني احکامو او ارزښتونو سره برابرې وې، مجاهدين مخ په برياليتوب روان وو، عقلاً او سياستاً هم د (اسلامي امارت) موقف د ستاينې وړ و، اما وروستۍ پېښې د ډاډ وړ او اطمئنان بښوونکې نه بريښي.

ما (ليکوال) د تېر ميلادي کال ديسمبر د مياشتې په نهمه نېټه د  (نوې لوبه، طالبان ښوييږي) تر سرليک لاندې دې ته اشاره کړې وه چې په مرموزه توګه د امريکا سره د طالبانو د خبرو پيل او د خپل دفتر له پاره د قطر انتخاب د طالبانو تېروتنه ده چې هېڅ به ورڅخه تر لاسه نه کړي، دغه راز د قطر د دفتر او مذاکراتو په اړه وخت په وخت نوى نظر وړاندې کول، او د پردې شاته سياست کول هم راته ښه نه ايسېدل او دا راته د طالبانو يوه منفي نقطه ښکارېده او ښکاري.

ځکه د امريکا سره د خبرو له پاره بايد يوازې او يوزاې افغانستان ټاکل شوى واى، او يا داسې يو هيواد چې د امريکا ورسره هومره ژورې اړيکې نه وې لکه د قطر سره يې چې دي، نه يوازې دا چې قطر د امريکا سره ښې اړيکې لري، په منځني ختيځ کې د امريکا ترټولو ستر او قوي پوځي مرکز په قطر کې دى، د الجزيره عربي کانال چې ويل کيږي د تاو تريخوالي سياستونه په يو خبر اړوي را اړوي په قطر کې دى، قطر دى چې د منځني ختيځ د نورو هيوادونو په پرتله د لويديځ ګټې زياتې خوندي کوي، قطر دى چې د اسرائيلو سره يو ډول سفارتي او ديپلوماتيکي اړيکې لري، او داسې نور...

د طالبانو سياسي سفر د امريکا سره د نيغ په نيغه مذاکراتو او خبرو اعتراف څخه وروسته پېل شوې، د قطر په اړه خبرې او اوازې د دوه زره او يوولسم کال په نيمايي کې پېل شوې، لومړى طالبانو په کلکه ردکړې، وروسته يې وويل په دې اړه فکر کوي، بيا يې وويل د قطر سره يې اړيکې نيولې، د دوه زره او دولسم ميلادي کال په لومړيو کې يې اعتراف وکړ چې قطر ته يې خپل استازي ليږلي دي، او وروسته خبره تر دې ورسېده چې جاپان او پاريس ته يې استازي واستول او (اسلامي امارت) په افغانستان کې د يو سوچه جهادي حرکت تر څنګ د يو سياسي خوځښت په توګه هم راڅرګند شو چې معاملې کولاى شي.

دا د اعراض ځاى نه دى چې طالبان دې د افغانستان د استقلال له پاره د امريکا يا بل کوم هيواد او لوري سره خبرې وکړي، خو طالبان په داسې يو ځاى کې قرار لري چې نه بايد محض واکمنۍ ته د رسيدو خپله يوازينۍ موخه تر لاسه کړي، بلکې بايد پام وکړي چې په لوى لاس په خپل منځ کې درز پيدا نه کړي، د راتلونکي له پاره له خپله منځه خپل حريفان ونه زيږوي، او داسې نه شي چې په سياسي کږلېچ کې ورک او له خپل مسير څخه بې لارې  شي.

جاپان او فرانسې ته د طالبانو د استازو له تګ وړاندې ايران، خليجي هيوادونو، او يو شمير اروپايي هيوادونو ته هم د طالبانو د تللو راپورونه خپاره شوي وو، او دا هم بې څه نه ده چې ملا عبد السلام ضعيف، مولوي وکل احمد متوکل، اکبر اغا، او يو شمېر نور لوړ پوړي پخواني طالبان چې اوس په کابل او نورو ځايونو کې د ارام ژوند تېروي په يو ډول د طالبانو د جنګي (جناح) سياسي اړخ دى، چې دغه خلک تر ډېره بريده د امريکا او کرزي د حکومت له خوا د ډاډ څخه وروسته را پيدا شوي، او د منځګړيتوب کوښښونه کوي، خو د دې سره سره د طالبانو د تحريک د دريځ څخه نه تيريږي، په دې معنى چې د دې طالب مشرانو خبرې د طالبانو د ټوپک څخه وتلې مرمۍ، او د طالبانو خبر پاڼې سره ورته دي خو الفاظ او تعبيرونه بدل دي.

سياسي ډنډ ته د کوزېدو څخه وروسته طالبان د ماتې په لور روان بريښي، تر ټولو دمخه د قطر د دفتر څخه او په اړه اختلافات راپورته شول، څو تنه تللي؟ چا ټاکلي؟ له کوم هيواده تللي؟ د کوم هيواد په پاسپورټ تللي؟ د خپلو مشرانو سره د خبرو له پاره کوم هيواد ته ستنيږي؟ مصارف يې څوک ورکوي؟ خبرې تر کومه بريده رسيدلي دي؟ دا چې له څو مياشتو راهيسې خبرې درېدلې دي نو کله به پيل کيږي؟ طالبانو څه تر لاسه کړل؟ او اختلافات دا چې ويل کيږي د قطر د دفتر مشر طيب اغا د (اسلامي امارت) د مشرانو سره اختلافات لري، طيب اغا په خپل پروګرام تګ غواړي، او طالب مشران په خپل پروګرام، چې له همدې امله خبرې هم دريدلي دي، او تر ټولو غټه خبره دا چې په هيواد کې د ټيټ رتبه طالبانو ذهنيتونه خرابه شول او پوښتنې ورسره پيدا شوې.

د سياست ډنډ ته له ورښکته کېدلو وروسته حالات داسې ښيي چې په سياسي ډګر کې طالبان د ناکامۍ په لور روان دي، طالبان تر يو بريده وتوانيدل چې په هيواد کې د جنګيدونکو طالبانو ذهنيتونه بېرته پخواني حالت ته راولي او د مذاکراتو موضوع ورته روښانه کړي، خو په نړيواله او ملي کچه داسې ښکاري چې د طالبانو دغه لار (ترکستان) ته تللې.

د مذاکراتو د اعلان څخه په يو نيم کال تېرېدو چا؟ او څه تر لاسه کړل؟ څو اړخيز او څو برخيز ځواب لري.

يو نظر دا دى چې طالبانو د مذاکراتو له پيل، په قطر کې د مرکز نيولو، جاپان او پاريس ته د سفرونو څخه ډېر څه تر لاسه کړل، په دې معنى چې پر نظامي ډګر سربېره په سياسي ميدان کې يې هم خپل مخالف ته ماتې ورکړه، او وتوانېدل چې د افغانستان په سياسي صحنه هم راڅرګند شي.

طالبانو هم د مذاکراتو پيل يو ستر برى وبللو، په خپلو بيانونو، خبر پاڼو، ليکنو او تبصرو کې يې دغه کار خپله يوه ستره لاسته راوړنه وښودله.

دوهم نظر چې زه يې هم پلوى يم دا دى چې طالبانو خپل سياسي سفر له يوې مضبوطې هډې او پياوړي مرکز څخه پيل نه کړ، په دې معنى چې قطر يو ښه انتخاب نه دى، او هلته سفرونه به يې په خپله خوښه او په اسانۍ سره نه تر سره کيږي، بلکې ځانونه يې په خپل سياسي ډګر کې د يو بل چا محتاج کړل چې کېداى شي پاکستان، يا خپله امريکا او اروپا، او يا بل هيواد وي چې د دوى طرفدارې کوي لکه جاپان، نو په دې معنى طالبان هغو کمو روانو اوبو ته ورته شول چې دهقان يې په کوم لښتي کې غواړي په اسانۍ سره ورته بند اچوي او بل لور ته ورته ورخ پرېږدي، او په خپله خوښه يې بيايي.

د بېګلې په توګه طالبان جاپان ته وبلل شول او بيا پاريس ته، که طالبانو دغه دعوت نه منلو او د هغوى په ګټه نه و، نو د مجبوريت له امله به يې منلو، ځکه دا هغوى ته لومړى وړانديز و، که يې انکار کړى واى نو مقابل لوري پرې اعتراض کولاى شو چې تاسې (طالبان) نه غواړئ د سياست پر لاره ولاړ شئ، خو کله چې دې دواړو هيوادونو ته ولاړل او په دې بهانه چې خپل نظر څرګندوي، هلته يې خبرې وکړې، نه يوازې دا چې د هغوى په مقصد دنياوالو ځان ونه پوهولو، نړيوالو ته يې د طالبانو او د افغانستان د مجاهدينو مدعا روښانه نه کړه، د هغوى خبرې يې کټ مټ خلکو ته ونه رسولې، بلکې هېڅ اهميت يې ورنه کړ، يوازې د طالبانو اصليت او ذهنيت يې خپله مطالعه کړ او بس.

له همدې دوه سفرونو وروسته د امريکا او طالبانو خبرې په ټپه ودرېدې، او په طالبانو سړې اوبه توى شوې، اوس د بيا پيل کولو ابتکار د طالبانو په لاس کې نه، بلکې د امريکا او اشغالګرو په لاس کى دى، زما په اند  د طالبانو دا اعلان چې خبرې دوى درولې سمې نه دي، بلکې د دوى سره مقابل لورې خبرو ته ورځي نه، دوى يې په دوحه کې بنديان کړي، هېڅ لور ته نه شي تللې، غږ نه شي پورته کولاى، رسنيو سره نه شي کتلاى، په اسانۍ د خپلو مشرانو سره اړيکې نه شي نيولاى، او د دوحې د سياسي دفتر اعلاميې هم د افغانستان د نظامي مرکز څخه د ذبيح الله مجاهد له لورې خپريږي چې دا خپله يوه ناکامي ده.

خو د طالبانو حريفان (امريکا او ملګري يې) بيا وتوانيدل هغوى يو ډول رام کړي، يا لږ تر لږه په يو ډګر کې يې تر لاس راندې راولي چې هغه سياسي ډګر دى، په دې سره امريکا کولاى شي چې له افغانستانه د وتلو پر مهال په اسانۍ سره د طالبانو سره معامله وکړي، ځکه چې له يوې خوا د طالبانو مشران د هغوى په بند کې دي، او له بلې خوا يې نېغ په نېغه د طالبانو سره اړيکې پيدا شوي دي.

يوه ډله څارونکي فکر کوي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه د کرزي او د هغه د ادارې له خوا رامنځته شوې سولې شورى تريخ دريځ او تندې څرګندونې يوه داسې دسيسه ده چې کوښښ کيږي طالبان وهڅول شي څو د امريکا سره په خپل دريځ ټينګ پاتې شي، او په دې سره به امريکا وکولاى شي طالبانو ته سينه وډبوي چې په حکومت کې ځاى درکوو، د کابل د ادارې د هر ډول مخالفت مو ذمه وار يو، د دې په مقابل کې زموږ دا او دا!! غوښتنې ومنئ.

دغه ځاى دى چې طالبان به د خپلې مفکورې سره خيانت کوي،  له خپل مسيره به کږيږي، او د خپلو شهيدانو د وينو سره به غداري کوي.

افغانان د اوږدې جګړې حوصله لري لکه چې په تېرو درې نيمو لسيزو کې يې ثابته هم کړه، د روسانو په وړاندې جهاد خورا ښې پايلې درلودلې، افغانان بريالي او روسان يې مات کړل، د هغوى پاتې شوني يې هم پسې واخستل او هيواد د مجاهدينو لاس ته پريوت، خو له هغې وروسته افغانان د يوې سترې غميزې سره مخ شول، که اوس د هغه وخت حالات مطالعه کړو، د تنظيمونو دريځونو او پريکړو ته وګورو نو وبه پوهېږو چې بدمرغي د ناسم سياست له امله رامنځته شوه.

د سياست ټول مرکزيت له هيواده بهر او د نورو په لاس کې و، افغانستان يوازې د جګړې ډګر وو، هغه کسان چې په اسلام اباد کې د روغې جوړې، مشورې او شورى، امنيت او حکومت جوړولو په هدف او بهانه سره راټولېدل په افغانستان کې يې د يو بل وينې څښلې، زه باور لرم که هماغه مشران په کابل او چهار اسياب، يا په مزار او پنجشير، په جلال اباد او يا ګرديز کې سره راټول شوې او ناست واى نو هېڅکله به افغانانو دا ورځ نه ليدله، په جهادي مشرانو به لعنت نه واى ويل شوى، وولس به د مجاهدينو د ورکېدو سوالونه نه کول، او داسې به څوک نه واى پيدا شوې چې د روسانو ارمان يې کړې واى او يا اوس د امريکايانو سره يو ځاى شوى واى.

که طالبان خپل سياسي بهير له هيواده بهر او همداسې د نورو په غېږ کې پر مخ بوځي نو د افغانستان د واکمنۍ تمه دې نه لري، د ابادۍ غورې دې نه وهي بلکې د دې انتظار دې باسي چې په ډلو ډلو ووېشل شي، او هيواد يو ځل بيا د انارشيزم ښکار شي، چې همدا داشغالګرو پروګرام هم دى.

د طالبانو دغه سياست د خپلې مفکورې او عالمي جهادي دريځ سره خيانت دى، د همدې نتيجې سر لا له اوسه راڅرګند شوى دى، ډېرې طالبان او حتى قوماندانان يې هم د (اسلام امارت) په مشرانو شکمن شوي، يا خو له جګړې څخه تر ډېره بريده په شا شوي، او يا د يوې بلې لارې، بل ګوند او بل مشر په لټه کې شوي دي.

د طالبانو دغه سياست په لوى لاس او يا غير شعوري توګه خپلو لښکريانو ته د سولې لار وښوده، هغه سوله چې د لس کلن جهاد مېوه خوسا کوي، يعنى کوم جنګيالى چې تر اوسه پورې يې ځان مجاهد باله او په يوه سپيڅلې اسلامي عقيده يې سنګر ساتلو، که نن د (دولت) يا امريکايانو د سولې د پروسې سره يو ځاى کيږي، نو د هغه په ذهن کې دغه مفکوره د طالبانو د سياست زېږنده ده،  که طالبان په دې پايله پوهېدل نو دا د (اسلام امارت) د مفکورې او دريځ سره څرګند او شعوري خيانت دى، او که طالبان په دې نه پوهيږي، نو دا بيا غير شعوري خيانت او غداري ده، چې طالبان بايد ورته متوجه شي او ځواب وواي.

که يې تېرو لسو کلونو وژنې په حقه کړي وي نو اوس د يو جعلي سياست او د قضيې د اصلي لوري (امريکا) سره د خبرو تر پوښښ لاندې ولې سوله او خبرې کوي، او که يې په حق وژل نو بايد جهاد دوام ولري، او سياست د افغانستان له مرکزونو وشي، ځکه طالبان د هيواد له نيمايي څخه په ډېرې برخې د واکمنۍ دعوه لري، او کولاى شي له همدې ځايونو څخه د خپل سياسي دفتر په توګه کار واخلي، لکه څرنګه چې د خپلې ويبپاڼې، مجلو، اخبارونو، ويډيو اډيو خپرونو، او روزنيزو مرکزونو د چلولو له پاره ورڅخه کار واخلي.

زما په نظر د طالبانو د قطر سياست ناکام او د همدوى په ماتې او مخ تورۍ تماميږي.