د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان دې خپل ځان وژغوري

مجاهد ((پښتون)) 28.12.2015 13:10

د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د تحريک له پيل راهيسې د دوی شعار د وطن ساتل او شريعت نافذول دي. رښتيا هم هغه وخت چې ملا عمر راپاڅېد د همداسې يو چا اړتيا وه چې ولس د اختلاف له بدمرغۍ وژغوري له يو والي او امنيت وروسته د پرمختګ پر لور ګامزن شي.
د طالبانو تحريک د 1990 کليزو پر مهال خپل جنګ ته د شر او فسا پر ضد د مبارزې نوم  ورکاوه پخواني مجاهدين يې مفسدين بلل مرتدين يي ورته نه ويل خو طالبانو بايد هغه وخت هم خپل مخالفين په دوه ډلو ويشلي و ځکه د مجاهدينو په منځ کې د دوستم، مالک او ځينو نورو په څېر کمونستان هم وو چې ملايانو  پرې د ارتداد ټاپه لا پخوا لګولې وه.
کله چې د طالبانو حکومت نسکورېده او صليبي ځواکونو يرغل کاوه د طالبانو جګړه پر جهاد بدله شوه. دا يو حقيقي جهاد و چې تر اوسه هم روان دی.
خو بايد روان جهاد او د طالبانو تحريک سره جلا کړای شي دا ځکه چې د طالبانو خوځښت له افرادو جوړ دي، او هر وخت ممکنه ده چې افراد له خپله دريځه منحرف او د يو تحريک يا ډلې مشران دي غلطه پاليسي اختيار کړي.
تر هغه وخته چې د ملا عمر مرګ نه و رسوا شوی په ټولو طالبانو ښه ګومان کېده او داسې فکر کيده چې طالبان ټول په ټوله کې سپين بازان دي، خو د ملا عمر د مرګ اعلان د طالبانو له ډېرو ناسمو  کړنو او کړنلارو پرده پورته کړه.
 مونږ به پخوا اورېدل چې طالبانو دلته او هلته بې ګناه خلک ووژل له شتمنو يې پيسې واخستې او وسلې يې وغوښتې داسې خبرونه به مو هم له نظره تېرېدل چې د طالبانو تحريک ته منسوبو وسله والو څوک وتښتول او د خوشې کولو پر سر يې پيسې وغوښتې او داسې نور، خو دا به مو زړه ته نه لويدله چې د اسلام بيرغ پورته کوونکي دې داسې کارونه هم وکړي.
داسې هم ويل کېدل چې طالبان ځانمرګی اخلي او خرڅوي يې دا د دوی په منځ کې يو ډول تجارت هم دی.
په دې وروستيو کې له داسې پېښو هم خبر شوو چې د طالبانو قوماندانانو په زور د خلکو لوڼې ځانونو ته په نکاح کړي په کليوالو سيمو کې داسې هيښوونکي حوادث هم وشول چې همدغه کسان د ښځو سره په نا مشروع اړيکو ونيول شول، او د طالب او مجاهد په نوم وسله په اوږه يې د ځمکې او شتمنۍ د ميراث لپاره خپل خپلوان د اربکي مرتد کافر او حکومتي په نوم ووژل.
خو د طالبانو د تحريک د بنسټ ايښودونکي د مرګ اعلان د طالبانو تحريک نور هم رسوا کړ تحريک په دې معنی چې جهاد ته يې هيڅ زيان نه دی رسولی اونه يې رسولای شي خو د دغه تحريک په مشرتابه کې شته منحوسې څېرې يې افغان ملت ته لوڅې کړې.
خبره به نه اوږدوم خبره به نه اوږدوم پر طالبانو د بې اعتمادۍ لومړی علت بايد د ملا عمر د مرګ پټ ساتل وي، دا کوم حکمت و چی د دوه کلونو لپاره يې د هغه مرګ پټ وساته، او کاشکی بيا خو دهغه پر نوم اعلاميې نه خپرېدې .
همدا شان طالبانو د همدې اشغالګرو سره اړيکې ونيولې اود هغوی استادي يې ومنله يو مثال يې ورکوم:
او هغه دا چې څو مياشتې مخکې طالبان د ناروی حکومت وغوښتل او هلته يې ورته د سولې په اړه يو کورس ورکړ، دوی ته يې د سولې تر عنوان لاندې ورزده کړه چې جنګ څنګه کيږي په داسې حال کې چې ناروی په افغانستان کې فوجيان لري او لاسونه يې د افغان ملت په وينو سره دی، د افغانستان په اشغال کې عملاً ښکيل هيواد دی.
طالبانو د نورو کفري هيوادونو سره اړيکې ونيولې لکه فرانس جرمني برتانيه خپله امريکا او داسې نور د طالبانو د قطر د دفتر مشر اوس هم په فرانس يا جرمني کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
په دې وروستيو کې دا دی د روسيې سره هم د طالبانو اړيکې رسوا شوی او خپله د طالبانو له تحريک څخه دا خبره راووته چې طالبانو له روسيې څخه پيسې اخستي، څو امريکا او داعش وټکوي.
د پاکستان تر لاس لاندې او د دې هيواد د فوجي ملکي او استخباراتي مسئولينو سره ناستې ولاړې ميټينګونه او له هغوی څخه اوامر اخستل خو ډېره زړه خبره ده.
که دې هر څه ته دوی د سياست نوم ورکړي نو بالاخره خبره دې ته ورسېده چې طالبانو پر هغو خلکو د خپل توپک خوله راواړوله چې تر پرون پورې د دوی سره په يو صف کې جنګېدل او د دوی مخلص مجاهدين و دوی به يې پر فعاليتونو افتخار کاوه او قهرمانان به يې ګڼل، دی ته به د کوم سياست نوم  ورکړي.
که په ننګرهار کې خلک داعش او کار يې د اسلام سره په ټکر کې وګڼو په زابل کې بيا داعشيان د افغاني ښځو تښتوونکو او بې عزتي کوونکو ومنو (په داسې حال کې چې دا د طالبانو  د تحريک تشې ادعاوې دي، حقيقت به يا ولري يا نه خو د دوی په وينا يې که څوک بالفرض ومني) نو په هماغه زابل کې بيا ځينې نور خلک هم دوی له تيغ تير کړل يوازې په دې اساس چې د طالبانو د مشر خبره يې نه منله.
نو د هرات په شينډنډ او د فراه په خاک سفيد کې بيا څوک و چې طالبانو يې وينې مباح کړې او له منځه يې يوړل، دوی وايي چې په زابل کې داعشيانو افغانې مېرمنې وينځې کړې وې، خو هغه يې هېر دي چې د فراه په خاک سفيد او ګلستان کې يې د جګړو پر مهال د خپلو مخالفينو ښځې د وينځو په توګه ونيولې، د هغو عربانو ازبکانو او نورو ښځې او لوڼې چې ملا عمر يې پر سر ټول امارت قربان کړ ملا منصور يې پر ناموس لاس پورته کړ.
د طالبانو قساوت او وحشت دا نتيجه ورکړه چې د زابل څخه تښتيدلی ازبک کورنۍ په جلال اباد کې ونيول شوه نارينه يې زندانيان شول او ښځي يې له دې بېرې چې د ملی امنيت به زندان کې به د کوم زلت ژوند تېروي خپل ځان او خپل بچيان په بمونو والوزل. اختر منصوره ته يې قاتل يې.
د طالبانو تر مځ اختلافاتو بيا زموږ په شان عامو خلکو ته دا راوښودله چې د دوی مشران څومره په فساد غلا اختطافونو خپل منځي مخالفتونو قتلونو کې نښتي اود پرديو استخباراتي شبکو په ګرفت کې دي.
د طالبانو مشرانو او د يو او بل طرفدارانو بيا ميډيا سره داسې معلومات شريک کړل چې نور نو بايد دوی منحرفين وبلل شي او د جهاد افتخار ورته ونه ويل شي. د جهاد افتخار تحريک او مشران يې نه دی هغه دي چې سرونه يې نذرانه کړل او اوس هم په يوه سپيڅلې جذبه سنګرونه تاوده ساتي.
دې او دې ته ورته نورو دلايلو او حوادثو ته په کتلو سره يو ځل بيا دا وخت راغلی دی چې طالبان بايد لومړی خپل ځان وژغوري بيا دې د وطن د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.
طالبان دی لومړی شريعت پر خپل ځان عملي کړي او بيا دی په ټول هيواد د عملي کولو لپاره راپورته شي.
د طالبانو تحريکه ! تاسې نور د جهاد د مشرۍ له ادعا لاس واخلۍ ځکه چې ستاسې جهاد  به هم د پخوانيو مجاهدو مشرانو په څېر د کرکې لامل وګرځي.
تاسو نور انحراف کړی نور له تاسو سره د هيواد ژغورلو او شريعت نافذولو فکر نه شته تاسو سره نور د مشرۍ فکر دی تاسو په هوايي او خيالي چوکۍ دومره سره ووژل که د ارګ پسته چوکۍ په لاس درشي څه به کوۍ؟
خو لکه چې په سر کې مې ويلي وو څوک بايد په دې اشتباه کې ونه لويږي چې د تحريک انحراف به د مجاهد انتحراف وي او د مشرانو کږېدل به د دې معنی ولري چې جهاد بدنام يا نفی شي.