د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شريفانو د بهرنيو سفرونو موخه

مجاهد ((پښتون)) 08.11.2014 14:15

سعودي عربستان او چين ته د ولسمشر اشرف غني سفر له هر اړخه ښه ارزول کېدای شي، که څه هم اشرف غني سعودي ته خپل سفر د عمرې د اداء په موخه باله، خو هلته يې سياسي خبرې اترې هم درلودې، او شک نه شته چې د افغانستان د امنيت، طالبانو سره د پاکستان د اړيکو او سعودي واکمنو څخه د افغانستان د غوښتنو په اړه هم خبرې شوې دي.
چين بيا که څه هم د طالبانو سره نژدې اړيکې نه لري، خو دا چې د پاکستان سره يې دوستي کلکه ده، او په غير مستقيمه توګه د افغانستان په امنيت کې رول درلودلای شي، اشرف غني د چينايي چارواکو سره هم د افغانستان د سولې په اړه وغږيدو.
که د سياسي اب و هوا سره بلد يو څوک د افغانستان اړتياوو ته وګوري، او بيا د اشرف غني دغه دواړه سفرونه وارزوي، نو بې له شکه چې د اهميت وړ به يې وبولي، د اشرف غني لپاره دغه سفرونه ښه پيل دی، او په ځانګړې توګه له دې کبله به لا مهم وي، که هغه د سعودي او چينايي مسئولينو سره تر ټولو زياتې خبرې د افغانستان پر امنيت کړې وي، ځکه چې د افغانستان لومړۍ اړتيا امنيت دی، امنيت د طالبانو پورې تړلی دی، او افغان حکومت دا ګومان کوي، چې طالبان د پاکستان په موټي کې بند دی، پاکستان د سعودي عربستان او چين سره ښې اړيکې لري.
نو باور دا دی چې د سعودي او چين سره د افغانستان د امنيت په اړه د اشرف غني د بحث علت هم دا دی، چې نه غواړي نيغ په نيغه د پاکستان سره خبرې وکړي، بلکې لومړی د پاکستان ملګري په اعتماد کې اخلي، او بيا پاکستان ته خپله غوښتنې په مخ کې ږدي، که يې پاکستان ونه مني، نو د هغه په باور نژدې ملګري (سعود، چين) به يې پرې ومني، يا لږ تر لږه په موضوع کې به د افغانستان په طرف کې ودريږي.
ولسمشر غني د واک له تر لاسه کولو سره سم له پيله چټک مزل پيل کړ، علت يې چې هر څه وي، خلک يې د هغه پوهه او پر هيواد مينتوب بولي، خو پوښتنه دا ده چې تر کومه حده به بريالی شي.
زما په باور په هغو برخو کې چې اشرف غني اقدامات کړي، امنيت، فساد، سوله، او نړيوالې اړيکې نو دا ټول تر بهرنيانو پورې اړه لري، اشرف غني په يو صورت کې اويا سلنه د برياليتوب چانس لري، او هغه دا که نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امريکا ډاډ ورکړی وي، چې نور د روانې لوبې ختمول غواړي، او هر ډول مرسته ورسره کوي، دا ځکه چې امريکا خپله د بې امنۍ، فساد او اختلاف لامل دی، همدا شان د افغانستان سره د نړيوالو د اړيکو په جوړولو او ويجاړولو کې هم مهمه ونډه لري.
که چېرې داسې نه وي، او اشرف غني په يواځې ځان غواړي هيواد له امنيتي، اقتصادي او سياسي بحرانه وباسي، په خپله پنځه کلنه دوره کې هيواد په خپلو پښو ودروي، او پر نورو له تکيه وژغورل شي، نو بيا دېرش سلنه هم د برياليتوب چانس نه لري، ځکه هغه څوک به يې پښې ووهي چې دا يې نړيوال دوستان بولي، او پنځه کاله وروسته به هم افغانستان په همدې ځای ولاړ پاتې شي، چې دولت به يې د خپلو مامورينو معاشونه هم نه شي ورکولای.
په دې منډو ترړو کې د افغانستان لپاره د پاکستان پاليسي، او فعاليتونه له نظره نه شي غورځول کېدای، عموماً افغانانو کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز جنرال راحيل شريف سفر د پاکستان تنازل، د اشرف غني ځيرکتيا، او د افغان دولت په پياوړتيا تعبير کړل، او په سرسري تبصرو يې زړه خوشحاله کړ، خو دې ته يې پام نه و چې د همدې هيواد يو بل شريف (لومړی وزير نواز شريف) له کابله د راحيل شريف په ورستنيدو سمدستي وروسته چين ته ولاړ!
څومره چې زه په حالاتو نظر لرم، نو سل په سلو کې په دې باوري يم چې کابل ته د راحيل شريف راتګ هيڅکله هم د همکارۍ د ډاډ ورکولو لپاره نه و، بلکې دا يو مطالعوي سفر و، راحيل شريف به د خپل پلاوي په رديف کې هر ډول ماهران درلودل، او په کابل کې يې پر اشرف غني سربېره د لوړ پوړو چارواکو سره وکتل، زه باور لرم چې راحيل شريف او د پلاوي د سفر موخه يې کابل ته په دقيقه توګه د اشرف غني، افغان چارواکو، او عموم کې د افغان دولت نظر معلومول او مطالعه کول و.
دې کې هيڅ شک نه شته چې راحيل شريف او ملګري پلاوي به يې له کابله ډير څه اسلام اباد ته نقل کړي، او د دوهم شريف (نواز شريف) په ميز ايښي وي، نواز شريف به پرې پوره کورنۍ دنده کړې وي، او د بشپړو معلوماتو، سياست، او پروګرام سره به چين ته تللی وي.
تر يو حده چين ته د نواز شريف سفر هم مطالعوي بللای شو، خو په څنګ کې بيا پاکستان دا کوښښ هم کوي، چې چين ته خپله دوستي ورياده کړي، پاکستان د چين سره ستره سوداګري، قراردادونه او معاملې لري، او که د افغانستان او هندوستان، بيا د هندوستان او چين اړيکو ته وګورو، نو هم باور کېدای شي، چې نواز شريف به وتوانيږي، په چين کې هغه څه زيانمن کړي، چې اشرف غني جوړ کړي دي.
د دواړو شريفانو (راحيل شريف او نواز شريف) د سفرونو موخه اسلام اباد ته د کابل او بيجنګ د وضعيت انتقال دی، او کله چې پاکستان دغه دواړه ذهنيتونه مطالعه کړي، نو ايله به د پاکستان له سره اسلام اباد ته د اشرف غني د تګ وېره ووځي، او په اسانۍ سره به وکولای شي سفر يې بې معنی کړي، پاکستان به وکولای شي، په اسانۍ سره اشرف غني تير باسي، يا يې د پروګرام په وړاندې داسې موضوعات، او نکات کيږدي، چې افغان ولسمشر ګنګس کړي، او که پاکستان ته د اشرف غني لومړی سفر ناکام شو، تش لاس راستون شو، نو بايد وپوهيږو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څير به د ده راتلونکي نولس سفرونه هم بې ګټې وي.
دوهم اړخ ته سعودي عربستان دی، که پوښتنه دا وي چې چين او افغانستان ته د (شريفانو) د سفرونو موخه د افغانستان په اړه ځان ته ملاتړ راجلبول دي، نو سعودي عربستان ته ولې کوم پاکستانی چارواکی نه ولاړ؟ نو دوه خبرې دي، لومړی دا چې سعودي عربستان د افغانستان په موضوع کې دومره اهميت نه لري، څومره چې ورته د افغانستان حکومت او خلک قايل دی، هغه له افغانستانه لرې پروت هيواد دی، او د  افغانستان خلک دا ګومان کوي چې طالبان د جهاد غږ پورته کوي، نو خامخا پرې د سعودي اثر شته، ځکه چې هغه د اسلام مرکز دی.
دوهم دا چې د پاکستان او سعودي عربستان اړيکې ډېرې ښي دي، نواز شريف په سعودي عربستان کې څه کم لس کاله د جلا وطنۍ ژوند کړی، د سعودي د شاهي کورنۍ سره يې خيښي کړی، پاکستان کولای شي په اسانۍ سره د سعودي شيخانو ملاتړ تر لاسه کړي.
دا خو منلې خبره ده چې هرڅوک د کمزوري ملګري مرسته غواړي، خو هيڅکله هم ځواکمن ملګری په کمزوري ملګري نه بدلوي، په دې ټوله پروسه کې به افغانستان د سعودي عربستان او چين په تمه وي، خو د کار په ځای کې به دغه هيوادونه سياست کوي، او داسې سياست چې يا خو به ناپييلتوب وي، او يا د پاکستان په ګټه.
ښه نو اشرف غني ته څه کول پکار دي؟
اول: هماغه څه چې پاکستان يې کوي، (مطالعه او سياست عيارول)، او په خپل سفر کې له پاکستانه د سولې په برخه کې مرسته ونه غواړي، ځکه دا به پاکستان نور هم په خپلو سترګو کې غټ کړي.
دوهم: که  اشرف غني دغه تنده منډه د نړيوالې ټولنې په ډاډ اخلي ښه، که نه نو بيا بايد د هيچا لمن هم ونه نيسي، او پيل د افغانستان له داخل څخه وکړي، له سعودي، چين او پاکستانه نه.