د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنجاب په چوپړ کې

مجاهد ((پښتون)) 22.10.2013 17:42

افغانستان هغه هيواد دى چې له دوستانو دوښمنان زيات لري، حتي هغه هيوادونه چې په ښکاره د افغانستان  د ابادولو او افغانانو د ژغورلو چغې وي، او دلته يې زرګونه سرتيري را استولي دي، هم د افغانستان سره دوستي نه، بلکه دوښمني پالي، او له بده مرغه چې ګاونډيان يې د دوښمنانو په سر کې ځاى لري، يو هم له هغوى څخه پاکستان دى.
دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان يو ودان او روغ افغانستان نه غواړي، د افغانستان په پرمختګ او ارامۍ کې د پاکستان ستونزې پرتې دي، پاکستان  کوښښ نه کوي خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي، بلکې د ګاونډي په ويجاړۍ کې يې پروت حل لټوي او پسې نښتى دى، خو خپله د هغه هيواد په داخل کې بيا پنجاب هغه يو دى چې نه غواړي مشري له لاسه ورکړي، پنجاب خپله د پاکستان په جغرافيا کې پښتانه د لاس لاندې نيولي، بلوڅان يې ډبولي او ذليل کړي، او سنديانو سره هم تر يو بريده د غلامانو په څېر سلوک کوي، نو د داسې يو چا څخه افغانستان بايد د خېر تمه ونه لري.
دا يو څرګند حقيقت دى چې د هيوادونو په کچه هر يو په هر څه کې خپله ګټه لټوي، او هيڅ هېواد به داسې نه وي چې د خپلو ګټو په لار کې د بل زيان ته وګوري، له دې کبله چې بل ته زيان ونه رسيږي، خپلې ګټې هم له لاسه ورکړي، يعني د بل هيواد د ژغورلو په موخه قرباني ورکړي، دا د لويو هيوادونو په لويه کچه پاليسي ده، او د وړو هيوادونو په وړه کچه، نو په همدې اساس پاکستان چې د افغانستان يو ګاونډى هيواد دى، مذهب يې ورسره شريک دى، او په ځينو برخو کې يې ورسره کلتور او ژبه هم شريکه ده، هېڅکله نه خوښوي چې د افغانستان د منفعت په خاطر له خپلو منافعو تېر شي، دا تمه دى افغانان نه لري، چې پاکستان به ورسره لکه د يو مسلمان ورور په څېر رويه وکړي.
د افغانستان او پاکستان دوښمني په څه، ولې، او کله پيل شوه؟؟؟ د څه او ولې ځواب خو به يې تش همدا وي، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي، او حتى هغه ګټې هم تر لاسه کړي، چې افغانستان ته پکې زيان رسيږي، سربېره پر دې کوښښ کوي چې افغانستان د خپلې يوې مستعمرې په توګه وساتي، افغانستان ورسره مخالفت څرګندوي، او د مشرانو تر منځ يې داوې دنګلې روانې دي.
خو دا چې کله پيل شوه، هر يو به يې په اړه خپل نظر لري، زما په نظر د پاکستان سره د دوښمنۍ زړى افغانستان کرلى دى، چې بايد داسې يې نه واى کړي.
افغانستان يوازينى هغه هيواد و چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان د غړيتوب سره د يو داسې قوي دليل پر اساس مخالفت څرګند کړ، چې وروسته پرې ټينګ ونه درېد، په دى معنى چې ډيورنډ کرښه يې ونه منله، خو په سمه توګه يې تعقيب هم نه کړه، د پاکستان سره يې د جبر د همدې کرښې پر سر دوښمني هم پيل کړه، او وروسته يې د پاکستان سره ديپلوماتيکي اړيکې هم وساتلې.
افغانستان ته پکار وه، چې هغه مهال يې په ګاونډ کې د يو نوي هيواد د زېږېدو اهميت درک کړې واى، او دغه هيواد يې په سيمه کې تر خپلې ولکې لاندې راوستې واى، که داسې نه واى، نو بيا خو لازمه دا وه چې افغانستان په خپله غوښتنه او دليل دريدلې واى، او تر نن پورې يې د پاکستان سره مخالفت څرګند کړې واى، نن به افغانستان د پاکستان په وړاندې د هر اقدام او هر ګام پورته کولو په برخه کې نړيوالې ټولنې ته هېڅ راز مسئوليت نه درلود، او شونې وه چې په تېرو شپږ نيمو لسيزو کې خپلې موخې ته هم رسيدلاى واى.
دغه راز د افغانستان د وخت حکومت د پاکستان له جوړېدو دمخه په هندوستان کې د پښتون ملتپالو ملاتړ کاوه، د هندوستان له تقسيم وروسته يې هم د پښتنو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړ، او د وخت په تېرېدو سره د پښتونستان له مسئلې يوه غټه ستونزه پيل شوه، خو افغان حکومت په دې بسنه ونه کړه، بلکې بلوڅ بيلتون غوښتونکو ته يې هم غېږه خلاصه کړه، ګوندې د پاکستان په وړاندې يې د غليمۍ يو نوې محاذ پرانيست.
په داسې حال کې چې افغان حکومتونو هيواد د يوې نړيوالې دوښمنۍ ګرداب ته غورځولى و، د سياست په ډګر کې دومره خام وو، چې نه يې بلوڅان هومره تمويل، او وروزل چې يوه لويشت ځمکه هم خپله کړي، او نه يې د پاکستان پښتانه ملتپال دومره پياوړي کړل چې د پنجاب په وړاندې حتى په خپلو سيمو کې پر خپلو معادنو هم واک وچلولاى شي.
دا په داسې حال کې چې افغان حکومتونه د بې موره او پلاره سياست په ډګر کې هم پښتانه پاتې شول، او د دوښمن ګاونډي سره يې هم پاللـه، کله چې د هندوستان او پاکستان تر منځ جګړه رامنځته شوه، نو افغانستان پاکستان ډاډه کړ چې له دې خوا به ورته ګواښ نه متوجه کيږي، نتيجه دا شوه، چې پاکستاني حکومتونو د افغانستان سياسي کمزوري درک کړه، او د روسانو له يرغل ډېر پخوا يې د هيواد په زړه کابل کې خلک پيدا کړل، د روسانو د اشغال پر مهال يې مجاهدينو ته ځاى ورکړ، او کله چې يې د طالبانو د حکومت څخه تمه پرې شوه، نو په رسميت پيژندلي حکومت د نسکولو لپاره يې امريکا ته ټول امکانات برابر کړل.
په داسې يوه زمانه کې چې د نړۍ پر مخ اتل افغانستان د کمزورۍ پر لور روان و، حکمرانان يې د غفلت په خوب ويده وو، خو نوى زېږېدلى پاکستان د تقويې پر لور مزل واهه، د زمانې په داسې يو دور کې چې پکار وه يو بالغ يو نابلغه په خپله ولکه کې روستې واى، بالغ افغانستان د کمزورۍ او زړښت دور ته ځان تسليماوه، او ماشوم پاکستان د ځوانۍ په حلقه کې داخلېده.
اوس چې مړ ژواندي افغانستان يو ځل بيا ساه اخيستې، او يو ځل بيا د پورته کېدلو په حال کې دى، هغه کسان چې د سياست واګي يې په لاس کې دي، له يوې خوا پکې د وطندوسته او هيواد پاله مشرانو کمى دى، له بلې خوا ځينې يې د خپلو اسلافو پر پل قدم ږدي او د سياسي کمعقلۍ يا بې عقلۍ مظاهره کوي، او له درېيمه پلوه زموږ يوې پوهې يا لوستې طبقې يا خو خپل حواس بايللي او يا د نورو په لاس خرڅ شوي دي، مطلب دا چې يا په شعوري توګه  د نورو په ګټه فعاليت کوي، او يا په غير شعوري توګه خپل ځان ته په زيان رسولو بوخت دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ناندريو تاريخي شاليد په خپل ځاى، خو اوس چې افغانستان بايد د نړيوالو سره په يو صف کې ودريږي، او پر مخ ولاړ شي، افغانستان بايد د ګاونډيو په وړاندې خورا محتاط وي، خبره مو د پاکستان او په ځانګړي توګه د پنجاب کوله، چې د افغانستان په وړاندې ناولې او کثيفه پاليسي لري، موږ په انټرنيټي پاڼو، د حجرې په مجلسونو، لارو کوڅو په ليدنو کتنو، ناستو پاستو، دفترونو کې د ځوانانو تر منځ د سياسي بحثونو، د دولت کار کوونکو او ازادو فعالينو تر منځ يوه طبقه خلک مومو چې د پاکستان په خلاف څرګندونې کوي.
زما په آند د افغانستان غټ او وړوکى ټول د افغانستان په وړاندې د پاکستان په نيت او پاليسۍ خبر دي، هغه څه چې روښانه دي، هغه خو ټول ويني، خو هغه چې پاکستان په تخرګ کې پټ نيولي هم افغانانو ته د لمر په څېر څرګند دي، نو د دوښمنۍ د اور بڅرو ته پوکي ورکول زما په فکر د افغانستان په نفع نه، بلکې په زيان او تاوان دي.
زه پاکستان ضد څرګندونو ته له حده د اوښتو له کبله له يوې بلې زاويې ګورم، د بېلګې په توګه يو ليکوال ورور د پاکستان لخوا په خپلو توغنديو د غوري، ابدالي او غزنوي نومونو پر کېښودلو د اعتراض په ترڅ کې ليکلي دي، چې پاکستان د خپلو لوټمارانو نومونه  خپلو وسلو ته غوره کړي، پر هغه چا يې وياړ کړى چې دوى يې چور کړي، غلامان او وينځي کړي، او د دوى حکومتونه يې ورړنګ کړي دي.
اوس خبره دا ده چې د ښاغلي ليکوال د دې څرګندونو زيات زيان افغان ته ورسيد که پنجابي ته، حتى په دې هم اعتراض نه شي کېداى چې پاکستان ولې خپلو وسلو ته دغه نومونه ايښودلي دي، ځکه له يوې خوا افغانانو په خپل هيواد کې همدا کار کړى دى لکه په مزار کې يو واټ د ايراني ديپلوماتانو په نوم نومول، دغه راز دا د افغانانو لپاره وياړ دى، چې اتلان يې ياد شي، البته که دلته د پاکستان له دې نومونو څخه هندوستان ته يوه اشاره ورکول وي، نو بيا هم دا د هند او پاکستان تر منځ موضوع ده، افغانستان بايد په لوى لاس په دې برخه کې هېڅ راز ګوتوهنه ونه کړي.
موږ غزنوي، ابدالي او غوري پاچاهان فاتحين او امپراتوران بولو، دوى د افغانستان وياړونه، او تاريخ جوړوونکي څېرې دي، دا يوه منلې خبره ده که محمد بن قاسم د سند له لارې لوى هندوستان ته د اسلام مبين دين را رسولې، سلطان محمود غزنوي ورته د افغانستان له لارې رسولې او ننويستى دى، هغه په ورته وخت کې يو اسلامي فاتح او د اسلام مبلغ هم و، اوس يو افغان ولې هغه ته د لوټمار او چپاولګر نوم ورکړي؟
احمد شاه ابدالي، پر هندوستان هغه مهال يرغل يووړ چې د هندوستان مسلمانانو له هغه غوښتنه وکړه، چې د هندوانو له ظلم او جبر څخه يې وژغوري، ويل کيږي چې د هندوستان د علماوو ليک اوس هم په کوم موزيم کې خوندي دى.
نو موږ د پوره علم سره سره بيا هم دومره ناپوهه شو، چې خپل تاريخ ته کنځلې وکړو او خپل مشران د نورو په وړاندې سپک وښيو؟
دغه راز ځينې مبصرين او ليکوالان د پاکستان او په ځانګړې توګه د پنجاب څخه يوه بلا جوړه کړي، او دومره يې ستر کړي، چې انسان په فکر کولو مجبوروي، د بېلګې په توګه زموږ همدغه پوهه او د پاکستان پر ضد مبارزه کوونکې ډله د شام چيچنيا او يمن جګړې هم د پاکستان ابتکار او نقشه بولي، او حتى د افريقا په لويه وچه کې روان تاو تريخوالى هم د پنجاب د پروګرامونو برخه بولي.
دوى وايي چې دنړۍ په هر ځاى کې شورش سر راپورته کوي، د پاکستان د استخباراتي شبکې لاس پکې وي، د دوى په آند پنجاب په ټولې نړۍ منګول راچاپېره کړې او يو ځاى هم ځينې په ارام نه دى پاتې، که عرب دي که عجم، که مسلمان دي که کافر پاکستان پکې لاسوهنه کوي، او خپله نفع ترې اخلي.
زموږ د هيواد دغه ملتپاله مبارزين وايي چې د تورخم څخه نيولې تر تور غونډۍ او اسلام کلا، د واخان څخه نيولې تر چهار برجک او چغانسور، د ګومل او برمل څخه نيولې تر حيرتانو او شيرخان پورې ټول افغانستان پنجاب لاندې کړى دى، پنجاب دى چې دې سيمو کې بمونه چوي، حملې تر سره کوي، خلک وژني، د فصل عشر او زکات ټولوي، خلک سره جنګوي، د افغانستان د حکومت په وړاندې مشکلات پيدا کوي، او د افغانستان په تاوان لاس پښې وهي.
زموږ دغه پوهه ځيرکه، مبارزه او فعاله طبقه ځوانان موږ ته دا را تلقينوي  چې، پاکستان هر څه کولاى شي، پنجاب نيمايي کونړ نيولى، له نيمايي پر زيات ننګرهار واکمني کوي، لوګر ته خو يې خپل جنرالان د واليانو او امنيه قوماندانانو په توګه ټاکلي دي، او اوس کوښښ کوي چې تر ټولو سرسخته دوښمنانو په ځالو يعنى بدخشان، تخار او پروان کې هم مرکزونه جوړ کړي.
له حالاتو دغو خبرو خلکو او د هغوى په فکر ازادو او خپلواکو فکرونو پاکستان او په ځانګړې توګه پنجاب د خدايي حد ته رسولى دى، او په يوه خوله همدا چيغې وهي، چې پاکستان د خلکو ذهنونه وينځي، ځوانان تربيه کوي، ځانمرګي راليږي، هغوى ته وايي چې همدا مو جنت دى، همدا مو د خداى رضا ده او بيا پرې په ودونو، جنازو، اخترونو، غونډو، پر عامو خلکو، امنيتي ځواکونو او دولتي مسئولينو، غمونو او ښاديو کې بريدونه تر سره کوي.
دوى په دې فکر دي او نورو ته هم دا فکر ورکوي چې پاکستان آن د خلکو په زړونو، ذهنونو او عقلونو هم حکومت کولاى شي، په لسګونو زره خلک يې غولولي، او په جګړه يې اخته کړي دي، دا يې داسې د خپل ځان بنده ګان کړي، چې په تېرو دولسو کلونو کې يې يو ځل هم د ازادۍ سوچ نه دى کړى، او کله چې په مرګ پسې راووځي، نو هېڅکله د دې موقع په لاس نه ورځي چې په خپل ځان يو ځل بيا سوچ وکړي.
دوى خلکو ته  پاکستان، پنجاب او اى اس اى د يو داسې اسطوري او افسانوي ځواک په توګه ورپيژني چې هېڅکله ماتې نه خوري، هېڅکله يې پروګرام نه شنډ کيږي، هېڅکله ناکاميږي نه، هېڅکله ستړى کېږي نه، هېڅکله له خپله هدفه په شا کيږي نه، او بالاخره هيڅوک داسې نه شته چې مخې ته يې ودريږي.
دوى موږته وايي که مرو نو هم مو پاکستان وژني، که ژوندي کيږو هم مو پنجاب ژوندي کوي، که خوراک کوو هم يې پنجاب راکوي، که لوږه ده هم له پنجابه راروانه ده، که افت دى هم پاکستان رانازل کړى دى، که رحمت دى هم پنجاب يې لامل دى، که خوښي ده هم د هغوى لخوا ده، او که بدمرغي ده هم دهغوى لخوا ده.
که دوه ورونه جنګ وکړي، نو هم زموږ د هيواد يوه ډله خلک پکې د پاکستان لاس بولي، که انجونې د پښتني رواج او د پنځه زره کلن افغاني جهالت له کبله ښوونځي ته نه ځي هم د پاکستان لاس پکى دى، که اقتصاد مو خرابيږي هم پنجاب يې خرابوي، که هيواد مو له منځه ځي، او که شخصيت مو ويجاړيږي، دا ټول پنجاب کوي.
د دوى په آند ګوندې زموږ تقدير ليکونکى پاکستان او پنجاب دى او بس.
زه داسې فکر لرم چې د يو چا د بدي بيانولو هم يوه طريقه وي، د افغانستان هغو نالوستو خلکو ته چې تاسې پاکستان او پنجاب دومره ستر معرفي کړئ چې د نړۍ په شرق او غرب کې هر څه وغواړي، کولاى يې شي، نو هغه بيا ليونى دى چې حامد کرزي په څېر د يو کمزوري مشر او رهبر ملا وروتړي، په داسې حال کې چې خېر او شر يې ټول د پنجاب لخوا وي، حامد کرزى يې د امريکايي او انګريز په لاس د شهيد شوي، شيرخور بچي پوښتنه هم نه شي کولاى، او پاکستان يې د مرګ او ژند پريکړې کوي؟
ته چې وايي پاکستان د افغانستان د شمال او جنوب په نا امنۍ کې پراخه لاس لري، په ورته وخت کې د خپل حکومت د کمزورۍ خبره هم کوې، ته چې وايي پاکستان د افغانستان خاوره نيولې، د خپل ملت پر بې غيرتۍ هم مهر وهې، ته چې دا اعلانوې چې پاکستان ځانمرګي او وسله وال را استوي، په عين حال کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو او مسئولينو  بې کفايتي او کمزوري  هم  په ډاګه کوې.....
ماته د پاکستان يا بالخصوص د پنجاب او افغانستان د جګړې حقيقت روښانه دى، او که په کومه ځانګړې موضوع کې راته نه وي پوښتنه يې کوم، خپله پلټنه او مطالعه کوم، او ځواب پيدا کوم، خو د ډېرو سره به دا سوچ هم وي، دا څنګه پنجاب دى، چې هم زما د وزير په مرۍ سپور دى، هم د رئيس، هم د پوځي او پوليس په مرۍ سپور دى چې پر بهرنيانو بريدونه کوي، يا وسلې له ځانه سره اخلي او طالب ته ورځي، چې هغه بيا د پنجاب بچى دى نو معنى همدا چې مستقيم زما په اردو او پوليس ځواک واک لري، په يو کم عمره بچي مې هم وکمني کوي، ځکه چې د هغه په امر انتحاري ته چمتو کيږي، زما په ملا هم حکومت کوي، ځکه چې د خپل حکومت پر ضد تبليغات کوي، او انجونې ښوونځي ته نه پريږدي؟؟؟
زموږ د ږيرور او مټور ځوان عقل يې هم په لاس کې دى، ځکه چې دولس کاله کيږي، په غره کې ناست دى نه راښکته کيږي، زموږ د پارلمان په وکيل هم د دوى لاس بر دى، ځکه چې خپله د پارلمان غړي دا خبره کوي، واليان هم دهغوى په لاس کې دي، شېرزى يې ښه بېلګه ده، مجاهد يې هم په لاس کې دى ملا عمر او حقاني ته وګورئ، خلقي يې هم په لاس کى دى تڼي ته وګورئ او...نو پوښتنه دا ده چې په دې منځ کې افغانستان، د افغانستان حکومت او د افغانستان ملت څه شول؟؟؟
نو د دغه ډول سوچ درلودونکو ته خو طبعا پاکستان د لاس نيوي وړ ښکاره شو!!! زه په دې باور يم چې د پاکستان او پنجاب څخه وېره همدې خلکو خپره کړې ده.
هغه څوک چې د پاکستان په دې انداز کې بد وايي هغه په ورته وخت کې پاکستان غټ او ستر معرفي کوي، د پاکستان د حيثيت ونې ته اوبه ورکوي، او لا وده ورکوي، پنجاب يو داسې له عقل، فکر، سياسي شعور او پوهې څخه ډک راښيي چې بايد هرڅه ورڅخه زده شي، او ډېر څه يې ومنل شي.
زه په دې پوره باوري يم چې په عامه توګه د دغو خلکو څرګندونې او احساسات د پاکستان په ګټه او د افغانستان په تاوان دي، خو دوى له دوه حالاتو څخه خالي نه دي.
اول:
يا خو دا ده چې دوى په شعوري توګه د غندنې په جامه کې د پاکستان ستاينه کوي، له پاکستانه داسې يو ستر، پياوړى، پرمخ تللى، ځواکمن او په هر څه کې رسيدلى هيواد راښيي چې بايد ورڅخه وېره وکړو، او ډېر څه يې ومنو، سر ورته ښکته کړو، او هېڅکله يې هم د مقابلې په سوچ کې نه شو.
په دې حالت کې بيا دغې ډلې خلکو ته د پنجاب لخوا همدا پروژه ورکړل شوې ده، او داسې ورته طرحه ريزي شوې، چې خلک يې په سپينه څېره ونه غوليږي، د هغوى پر مخ يې د پاکستان د دوښمنۍ نقاب غوړولى دى، خو له پردې شا بيا همدوى د پاکستان او پنجاب اصلي غلامان دي، دوى ته داسې نقشې ورکول شوي دي، چې ډېر په اسانۍ سره يې د فعاليتونو درک نه شي کيداى، او دوى زموږ له دولتي ادارو، او حساسو مناصبو څخه دپنجاب په چوپړ کې دي.
عبد الرحمن بابا وايي:
دين يې دام دى د دنيا په لار کې ايښى
پرې را اړوي وحشيان د مخلوقاتو
دغه بيت که پر پاکستان سم راځي، نو د دې لومړۍ طبقې د خلکو په اړه به بيا داسې تفسير کړو، چې د پنجاب غندنه يې د پنجاب د لويې يا د افغان د سپکاوي وسله او وسيله ګرځولې ده.
دوهم:
يا دا ده چې دوى په غير شعوري توګه د پنجاب لپاره خدمت کوي، دوى نه پوهيږي چې که د پاکستان او پنجاب يوه بدي بيانوي؛ نو لکه د محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي موضوع  ته مو چې اشاره وکړه، د هغې يوې بدۍ تر څنګ لس بديانې خپلې هم يادوي، د پښتنو خبره (خپله لمن خپله پر سر رااړوي).
هماغه کار چې د لومړي حالت کسان يې په خپله خوښه، د پيسو په بدل کې يا د کوم بل امتياز په مقابل کې په شعوري توګه کوي، دوى يې بې د کوم عوض او حق الزحمې څخه بلا عوضه، ويړيا خو په غير شعوري توګه کوي.
دغه کسان که له يوې خوا ځينې خلک روان حالت ته متوجه کوي، خو په لويه کچه د افغانستان په داخلي دوښمنانو کې شمېرل کيږي، او د پنجاب په چوپړ کې دي، زه ټول لوستونکي دې ته رابولم چې د يوې ټاکلې مودې لپاره دې د مسئولو کسانو، او پر دلايلو ولاړو څرګندونو پرته د ارزه برزه، اخوا ديخوا، او د ځوانې وينې د مستو ځوانانو څرګندونې دې تر جدي څار او مطالعې لاندې ونيسي، چې د پنجاب د دسايسو د څرګندلو تر څنګ وياړلي افغان ته څومره زيان رسوي، او بيا دې پرېکړه وکړي چې دوى د پنجاب په چوپړ کې دي او که نه؟