د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبه خدای که به باچا شې

مجاهد ((پښتون)) 23.08.2015 16:37

د طالبانو تحريک د افغانستان په نوي تاريخ کې هغه حرکت او پاڅون و که څوک يې ښېګڼې له ياده باسي هم نه يې شي ايستلی، ځکه چې  افغان ولس ته يې هغه څه ورکړل چې په هغه وخت کې يې ورته شديده اړتيا درلودله، او ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان هغه څېره ده، چې د زمان هيڅ ډول توپان يې د تاريخ له پاڼو نه شي محوه کولای، ملا محمد عمر ستاينه د هغه په زړورتيا، کلک ايمان، او هغه ملي دريځ کوو چې د خپلې پاچاهۍ پر مهال يې وښودل.
د ملا عمر د سلطنت له سقوط وروسته به د هغه حال د هغه سره نژدې پاتې شويو کسانو ته که يې هغه ملګري وي، که يې دوښمنان وي او که يې دوکه کوونکي وي، او يو الله ته معلوم وي خو موږ په دې باور و، چې ملا عمر په خپل ذهن او فکر سره وياړمند ژوند کړی او په هماغه باور چې پنځلس کاله مخکې يې درلود مړ شوی دی.
خو د سقوط يا شاتګ څخه وروسته بيا (اسلامي امارت) هغه شان پاتې نه شو چې پرې زېږېدلی او پنځيدلی و پر هغه لاره يې يون ونه کړ چې ملا عمر ورته جوړه  کړې وه او ورته ژمن و او له ملا عمر راښکته ډير کم مشران د يوازې افغانستان او اسلام ته ژمن پاتې شول.
طالبانو سترې سترې تېروتنې وکړې دې کې شک نه شته له هغه وروسته چې امريکايي يرغل پر ضد يو ځل بيا سره منظم شول مرکزيت يې په پاکستان کې و، مشران يې ټول پاکستان ته کوچيدلي او هلته ځای پر ځای شوي وو په افغانستان کې فعاليت د طالبانو مشرانو نه دی پيل کړی بلکې هغو سپيڅلو مجاهدينو پيل کړ چې له يرغل وروسته هم همدلته پټ شول او د دوښمن په وړاندې يې مبازه پيل کړه.
همدې مجاهدينو چې يو شمير مشران طالبان هم پکې وو په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره اړيکې پيدا کړې د طالبانو مسئولين چې ځينې يې تښتيدلي ځينې يې  له نيول کيدو وروسته بيرته خوشي شوي او سر وېره ورسره وه وپوهېدل چې کولای شي پخوانۍ پاچاهي تر لاسه کړي، دغه جريان د په ځانګړې توګه د پاکستان او په عموم کې د نړۍ له استخباراتو پټ نه و پاکستان په دوی کې نفوز وکړ او له همدې لارې يې هم د طالبانو او هم د نړيوالو سره ډبل ګيم پيل کړ.
ډبل ګيم يا دومخي په دی معنی چې په ظاهر کې يې د طالبانو دوښمني څرګندوله او له نړيوالو يې امتيازات اخيستل خو په پټه يې بيا د نړيوالو سره لاس يو و او هغه دا چې د طالبانو د ملاتړ له لارې نړيوال نيواک ته لار برابروله پر افغنستان مسلط پاتې شي.
همدا راز يې په ښکاره طالبانو ته ويل چې موږ له تاسې سره ولاړ يو، خو په پټه يې بيا نيول، وژل، او پر امريکايانو خرڅول او خپل دې عمل ته يې د مجبورتيا په دليل جواز پيدا کولو.
د طالبانو تېروتنه دا وه چې په دې هر څه د پوهېدو سره سره يې مرکزيت افغانستان ته انتقال نه کړ باوجوديکه طالبانو د هيواد په داخل کې پراخه سيمې نيولې وې، او هلته خوندي کېدای شول، دا زه نه وايم، دا طالبان وايي ځکه هغوی وايي چې ملا عمر له هيواده نه دی وتلی نو چې هغه هلته پاتېدای شو ملا منصور ملا برادراد ملا عبيدالله ملا رحماني ملا رزاق ملا فلان او علان هم پاتېدای شول، او جهاد ته يې ادامه ورکولای شوه.
د طالبانو دوهمه ستره تېروتنه پاکستان ته په خاصه توګه او نورو هيوادونو لکه ترکيه ترکمنستان، ايران، سعودي عربستان، قطر، جرمني، برتانيې، چين، روسيې او حتی امريکا ته په خپلو چارو د لاسوهنو لار برابرول، هغوی ته اجازه ورکول، او د استخباراتي شبکو سره د ځينو لوړ پوړو طالب مشرانو په اړيکو او کار کولو غلې پاتې کېدل و.
طالبانو په دې کار سره هم ځان ته تاوان ورسولو هم ملت ته او هم يې د شهيدانو، کونډو او يتيمانو سره خيانت وکړ.
د طالبانو درېيمه ستره تېروتنه جهاد سياسي کول او منحصر کول و هغوی نه په افغانستان کې د حکومت څښتنان وو او نه دا ممکنه وه چې د يو حکومت په څېر دی عمل وکړي خو هغوی خپلو افرادو ته داسې ښودله چې يو حکومت يې روان کړی دی د يوې سيمې مجاهدين بلې سيمې ته استول، د يو نابلده مجاهد له خپلې سيمې څخه چرته چې ښه بريالی و له دې وېرې چې د امارت په وړاندې خنډ جوړ نه کړی پر يوې داسې سيمې د امير په توګه مقررول چې د هغه ځای د خلکو په ژبه هم نه پوهيږي، او نه يې په ولس کې نفوذ لری او نه يې د مجاهدينو سره بلدتيا.
دغه راز له جهاده سياسي ګټه پورته کول د خبرو د اوازو پر مهال بريدونه کول ولو که عامو خلکو ته يې زيان رسيږي د انتخاباتو او نورو دغسې مواردو پر مهال عام خلک ځورول، وژل، تښتول او وېرول، په يوه سيمه په دې موخه فشار راوړل چې امنتيازات تر لاسه کړي نه د جهاد په موخه، له نورو دولتونو، ادارو او اشخاصو څخه په شرطونو تمويل تر لاسه کول او بيا د هيواد په داخل کې دهغوی به خوښه فعاليت کول او داسې نور.
په قطر کې دفتر پرانيستل، د امريکا سره د يو بندي امريکايي پر سر خسيسه معامله کول، د روسيې سره په دې اړه چې چيچنيايی مجاهدين به افغانستان کې ځپي او د امريکا مخه به د روسيې لپاره نيسي اړيکې جوړول، د ملا معتصم او خبرو په برخه کې د ترکيې شرطونه منل او سره له دې چې هغوی په افغانستان د يرغلګرو کلک ملاتړ کاوه پر ترکي ځواکونو بريدونه نه کول، د سعودي د شيخانو پر لارښوونو عمل کول، د امريکايي استخباراتو سره د خپلو ملګرو پر اړيکو چوپ پاتې کېدل، خپله د ملي امنيت په موټرو کې ګرځېدل په هوټلونو کې شپې تېرول او تلفوني او انټرنيټي اړيکې ورسره نيول خو يو عام افغان صرف د هغوی سره په کار کولو يا خپلوۍ وژل، د افغانستان شتمنۍ پاکستان ته انتقالول، پاکستان ته په افغانستان کې د هر ډول کړنې واک ورکول، او داسې نور هغه دلايل دی چې طالب يې له خپل مسيره بې لارې کړ.
طالبان اوس هم په پوهې يا ناپوهۍ سره په همدې لار روان دي د سپيڅلو مجاهدينو د وينو سره لوبې کوي، د پاک زړو ځوانانو له جذباتو ناوړه ګټه پورته کوي، بهرني مجاهدين چې په ټوله نړۍ کې د اسلامي شريعت د نفاذ لپاره کار کوي طالبان يې په خپله نفع کاروي، د اړتيا په صورت کې يې له منځه وړي، د پاکستان حکومت  پوځي او استخباراتي ادارې خو د طالبانو خپل کور دی.
طالبان اوس هم د ګمراهۍ پر لار روان دي د ملا محمد عمر مجاهد په شهادت رسول يا مرګ او بيا يې مرګ پټ ساتل، او له هغې وروسته د ملا منصور ټاکل هغه څه دي چې طالبان به يوازې او يوازې ناکامۍ ته سوق کړي.
د طالبانو تر منځ اختلافات، په پاکستان کې د هغوی غونډې پاکستانيانو ته د خپلې پرېکړې او فيصلې وړل او علاوه پر دې د طالبانو تر منځ نورې نوې نابلدې، د طالبانو د زوال اشارې دي.
د طالبانو مشرانو خپله په لومړيو کې وويل چې ملا منصور ځينو خلکو ته پيسې ورکړي، ځينو ته يې موټر ورکړي او ځينو نورو ته يې نور رشوتونه ورکړي، تر څو د هغه ملاتړ وکړي، ويل کيږي چې ملا منصور خپل يو مرستيال ملا هيبت الله ته شا او خوا پنځه سوه لکه پاکستانۍ روپۍ ورکړی چې د ده د مشرتابه فيصله وکړي، ځکه هغه د ډېرو طالبانو استاد دی، او دعزت په سترګه ورته کتل کيږي، نو څوک به يې خبره رد نه کړي.
همدا راز يو بل طالب ملا عبد الحکيم چې د طالبانو په حکومت کې د محکمې مشر و، هغه هم رشوت اخيستی دی.
د طالبانو په تحريک کې ډېر طالب مشران په دې باور دي چې ملا منصور په تېرو څو کلونو کې ګڼ طالب مشران يا وژلي او يا يې په پاکستان او امريکا نيولي دي، او ځينې نور يې بيا په کور کينولي دي تر څو ده ته ميدان خالي وي، دغه ملا چې د نړيوالو استخباراتو سره له پخوا څخه اړيکې ساتي، او څو کاله وړاندې يې برتانيايي استخباراتو ورسره د ارتباط دردلو اعلان هم وکړ، او بيا يې د (ټر په پر) پټولو لپاره هغه د کويټې دوکاندار معرفي کړ، اوس د امريکا سره هم پوخ قراردادي دی، او دا مريکا ده چې ملا منصور د طالبانو د مشر په توګه ګوري.
نور داسې ډېر څه شته چې د ثابتوي طالب اوس له جهادي سپيڅلتيا څخه راوتلي، د قدرت په جګړه کې ښکېل دی، او د وولس وينې زبيښي، البته د تحريک په سطحه د عادي قرباني ورکوونکي مجاهد په کچه نه.
نو هر کله چې حالت داسې دی طالب دی يو ځل بيا پر افغانستان د حکومت کولو خوب نه ويني طالب نور له هغه دړکې وتلی چې امريکا او اروپا ته يې کوله او په ځانګړي ډول د ملا محمد عمر له مرګ وروسته، اوس داسې څوک نه دی پاتې چې د هيواد او اسلام دوښمن ته په سترګو کې سترګې واچوي، او د جنګ ډګر ورسره ګرم وساتي.
اوس د طالبانو ماتې حتمي ده او  بايت ورته وويل شي چې:
طالبه خدای که به باچا شې
......................................
ته چې نوم د جهاد اخلې خو مقصد دې چوکۍ ده، ته چې د هيواد د ازادۍ چغې وهې خو د يو سرسخته دوښمن په غېږ کې يې اچوې، ته چې افغانان خپل ملاتړي بولي ملا عمر د هغوی امير المؤمنين بولې خو مرګ يې ترې دوه نيم کاله پټ ساتې، او بالاخره ته چې ځان افغان بولې خو امير المؤمنين دې په کوېټه کې ساتې، ته بيا څنګه د ملت سره د ملت د مشر او استازي په توګه سترګې مخ کې، دغه وروستی اقدام مو درته بايد شرم ودريږي او انتحار وکړئ.