د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مذاکرات او د (امير المؤمنين) برخليک

مجاهد ((پښتون)) 24.08.2013 12:31

د افغانستان د حکومت او امريکا سره د مذاکراتو خبرونه زما لپاره تجسس زېږوونکي وو، دغه خبرونه مې په ډېر دقت څارل، خو د طالبانو پټ او تر پردې لاندې دريځ هغه دى چې له څو ځانګړيو کړيو پرته هيچاته بشپړ معلومات نه ورکوي، او ملت ته چې دوى له هغوى دي او هغوى له دوى خو هېڅکله هم نه.
خو په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل بيا زما لپاره ټکان ورکوونکي و، دا ځکه چې زه په دې آند وم، طالبان غوليدلي دي، سياسي پختګي نه لري، چارې سرسري ارزوي، او بدې لوبې ته پريوتل، هماغه مهال مې د خپلو انديښنو څرګندونو ته نيت وکړ؛ خو له دې کبله چې د جګړې په ډګر کې يو بل ته مخامخ ډلې د خبرو په مېز کې سره مخامخېدل،  هيله پنځوونکي و، بيا مې هم په زړه کې د يوې روغې جوړې ډېره کم سلنه هيلې تاندې وې.
شپه لا نه وه تېره چې زمانې مې پر فکر د ريښتيا ولۍ مهر وواهه، د طالبانو بيرغ راښکته شو، پر دفتر د لګيدلې لوحې په ځاى کې يوازې د ايستلو مېخونو سوري پاتې وو، دفتر د دفتر په توګه لا څه چې د يوې کار وړ ودانۍ په څېر هم ونه کارېده، طالب مرکچيان خداى خبر چېرته ولاړل؟ د طالبانو د يو استازي سهيل شاهين ليکنې چې د دفتر له پرانيستلو سره پيل شوې وې هم د دفتر له تړلو سره وتړل شوې، له خلکو تري تم شول، تلفونونه يې بند کړل، رسنيو ته يې ځواب نه وايه، او لاره ځينې ورکه شوه، په ورته وخت کې ورپسې رسنيو خولې پرانيستلې، ځکه وخت يې غنيمت باله، د طالبانو وياند په اعلاميېو او د رسنيو د خبرونو په ترديد ستړى شو، پروسه شرموونکي پړاو ته داخله شوه؛ خو طالبانو دا هوښياري وکړه، چې دغه موضوع يې نور هېڅ ونه چېړله او چوپه خوله شول، که يې داسې نه واى کړي، نو د خارښت په څېر به طالبانو په ګرولو د تکليف د کمولو کوښښ کاوه، خو هغه به لا پسې زياتېده، او لکه اوس چې هر لسم دولسم خبر په همدې موضوع وي، بيا به هر خبر په همدې موضوع واى.
د افغانستان پېښې د ځنځير کړيو ته ورته دي، که د مذاکراتو پر ماتېدلو خبرې کوو، نو لومړى به يې په پيل غږيږو، که د مذاکراتو د پيل پوښتنه راولاړيږي، نو لامل به يې پيدا کول غواړي، که جګړه يې لامل وي، نو جګړه ولې پيل شوه؟ امريکا ولې بريد وکړ؟ او خبره به د طالبانو تر حکومت، د شهيد اسامه تر ملاتړ، د مجاهدينو تر خپلمنځي شخړو او ورپسې څو لسيزې شاته اوږده شي؛ نو له دې کبله د مذاکراتو اړوند يوازې يوې موضوع ته اشاره کول غواړم.
زما په باور مذاکرات د اسلامي امارت پر مشر (امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد) نېغ په نېغه اغيز لري، خو نه ده معلومه چې طالبانو به دغه اغيز سنجولى وي او که په دې برخه کې به هم دومره بې فکره او لرې پاتې وي، لکه د قطر د دفتر د پرانيستلو په موضوع کې يې چې د بنديدو څخه بې خبره ساتل شوي وو.
په حقيقت کې طالبان د ملا  محمد عمر له امارته نه تېريږي، او پکار هم ده، ځکه چې همدا شخص د طالبانو د يو والي او مقاومت سمبول دى، همدا مشر دى چې ټول طالبان پرې راټول دي، او د هغه پر وينا فداکارۍ او قربانۍ ته چمتو شوي دي، نه يوازې طالبان، بلکې په لويه کچه د نړۍ په ډېرو برخو کې هيڅوک داسې نه ليدل کيږي، چې د ملا عمر دريځ  وننګوي، او نه داسې څوک شته چې په (روان جهادي بهير) کې تر ملا محمد عمر بل څوک مخکې وګڼي، خو پوښتنه دا ده چې ايا د مذاکراتو په  نتيجه کې د ملا محمد عمر مقام، مشري، امارت او چوکۍ په خپل ځاى پاتې کېداى شي؟
د نړيوالو دريځونو، په افغانستان کې د اوسنۍ حاکمې طبقې نظر، فکر او عمل او په افغانستان کې تر لاسه لاندې پروګرامونو ته په کتنې سره خو داسې فکر کيږي، چې ټول او هره خوا به هېڅکله  د ملا محمد عمر مشرۍ ته سر ښکته نه کړي، او دغه اوسنى جوړښت به د طالبانو د حکومت سره په يو تار کې ونه پييل شي، زه د خپلې دې دعوې لپاره يوازې د دوه سترو لاملونو يادونه کوم:
لومړى دا چې: نه يوازې په تېرو دولسو کلونو کې دواړه خواوې سره جنګيدلي دي، بلکې تر هغې وړاندې هم سره يو بل ته ټوپک په لاس وو، په فکري لحاظ سره د دواړو خواوو تر منځ اوږد واټن موجود دى، دواړو يو بل د هيواد پر ضد، جګړه مار، تروريست، غاصب، د اشغالګر ګوډاګى، لاسپوڅى، د صليب ملاتړ، د پرديو مزدور او د هيواد د ګټو پر ضد بللى دى، نو دغسې څېرې او افکار سره په يو ځاى کې راغونډېدل ناشونې دي، او که راغونډ شي، نو بيا به ولې ټول د ملا عمر تابع کيږي؟ ولې به يې يو بل څوک مشر نه وي؟ که داسې وشول نو دا به د عصر اعجوبه او د زمانې معجزه وي.
دغه راز امريکا،د هغوى متحدين او ځينې مخالفين هم د ملا محمد عمر امارت سره موافقه نه لري، که بالفرض و التقدير امريکا موافقه وکړي، يا د خپل مصلحت پر بنياد ملا عمر ته بيا لاره خلاصه کړي، نو په دې ډګر کې به يوازې شي، دوښمنان به يې لا زيات شي، او سياسي مخالفينو ته به يې خلاف يو ښه سنګر په لاس ورشي.
دوهم دا چې: که مذاکرات بريالي شي، د طالبانو مشران د اوسني حکومت د غړو سره يوې پايلې ته ورسيږي، ګډ حکومت ته چمتو شي، او په يو ډول د ډولونو څخه د حکومت برخه شي، نو بيا به ملا محمد عمر امير المؤمنين پاتې نه شي، بيا به د هغه پلويان هم وويشل شي، په دې مذاکراتو کې به يوازې د معاملې برخه طالبان بريالي وبلل شي، خو په هيواد کې به ارامي او سوکالي رانه شي، د طالبانو هغه مشران او هغه جنګيالي به د خپلو مافوقانو څخه بغاوت وکړي، چې تر اوسه پورې يې لاسونه ورمچوي، او په دې دليل چې د اشغالګرو او دهغوى د لاسپوڅو سره يې لاس يو کړى، دغه خوځښت به هم سره ووېشل شي.
پوښتنه دا ده چې طالبانو به د امير المؤمنين د مقام لپاره څه ډول راتلونکې په نظر کې نيولې وي، زه وايم د دې پوښتنې دوه ډېر لنډ ځوابونه دي، لومړى دا چې طالبان په سياست کې سپين ږيري ماشومان دي، پايلې او عواقب نه سنجوي، هر اړخيز سوچ نه کوي، ما ته دغسې طالبان يا په ټوله کې دغسې خلک د يو لښتي اوبو ته ورته ښکاري چې مخې ته يې وړې وړې پولې اچوه، بل لور ته مخه کوي، طالبان هم په يو لور رهي شوي، په دې نه پوهيږي چې چا او ولې ورته خنډونه پيدا کړل؟ او ولې بايد له بل لوري څخه غافل شي.
دوهم ځواب يې دا کېداى شي چې طالبان په دانسته توګه د نورو لخوا لوبيږي، هغوى که څه هم په هر څه پوهيږي، بيا هم عاجز او بې وسه دي، د امير المؤمنين برخليک به هم بل څوک ټاکي، او د هغوى خپل برخليک هم، هغوى ته به پکې ډېر لږ څه په لاس ورشي.
فکر نه کيږي چې طالبان به د دومره اوږدې سياسي او نظامي مبارزې سره سره دومره ناپوهان وي، چې په دې هر څه نه پوهيږي، خو دا يې بيا ساده توب دى چې پر دوښمن يې اعتبار وکړ، هغه هم په يو مکار دوښمن، ما په يوه ليکنه کې په  قطر کې د دفتر سره مخالفت څرګند کړى و، د طالبانو لخوا خپريدونکى يوه مجله (مورچل) کې يوې ليکنې زه د طالبانو په منځ کې په اختلاف پيدا کولو تورن کړى وم، په هغه ليکنه کې د قطر خورا زيات صفتونه شوې و، چې دا يو بې پرې هيواد دى، خپلواک دى، امريکا پرې مطلق اغيز نه لري، طالبانو ته هلته امريکا څه نه شي ويلاى، هلته يې امنيت خوندي دى، او ...دا ....او ....دا......
هغې ليکوال ويلي چې کرزى خپله چغې وهي چې واک نه لري، زه هم منم چې کرزى ګوډاګى دى، لاسپوڅى دى، او واک نه لري، خو طالبان لا په قطر کې وو، چې د امريکا په امر د قطر امير واک خپل زوى ته وسپاره، هغه ليکوال ويلي چې قطر ته ډېر کم کسان لاړ دي، خو د کورنيو سره له دوه سوه تنو څخه زيات کسان د دفتر له پرانيستل کېدو وروسته ثابت شول، خو زه نه غواړم هغه باب يو ځل بيا پرانيزم، که څه هم ما په دې موضوع کې ډېر معلومات راټول کړل، هم د قطر په اړه او هم ......
که ريښتيا ووايم نو د قطر د دفتر په برخليک ځوريدلى يم، هم د سپيڅلي طالب او عالم له کبله او هم د ځوريدلي افغان ملت له کبله، خو په دې خوښ يم چې چا له قطره دفاع کوله، هغوى به پوهېدلي وي، چې د بګۍ مهار د چا په لاس کى دى، زما په فکر د لوبې په تخته اوس بادشاه (امير المؤمنين) کيشت شوى، او ډېر پاخه لوبغاړي يې بچ کولاى شي، خو که له ځيرکتيا کار وانخيستل شي، او نور هر څه له نظره وغورځوو نو يوه بده نتيجه يې دا حتمي ده چې جګړه به روانه وي.