د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شرعي فتوى د چا شخصي ملکيت نه دى

مجاهد ((پښتون)) 02.03.2013 18:23

په دې ورځو کې د پاکستان د ديني عالمانو د يو مشر طاهر اشرفي د يو لړ څرګندونو موضوع خورا ګرمه ده، مولانا طاهر اشرفي په افغانستان کې (انتحاري) بريدونه روا بللي او افغانستان يې يو اشغال شوى هيواد.

طاهر اشرفي په دې موضوع کې په لومړي ځل اسلام اباد ته د سولې د عالي شورى او عالمانو د شورى د استازو له سفرونو وروسته د رسنيو پر مخ راڅرګند شو، د تېرې فبرورۍ د مياشتې په لسمه نېټه د افغانستان د علماوو د شورى د مشر مولانا قيام الدين کشاف په مشرۍ يو هيئت اسلام اباد ته سفر وکړ او د دې هيواد د عالمانو سره يې خبرې وکړې، رسنيو د افغانستان د علماوو د شورى د غړيو په حواله وويل چې پاکستاني عالمانو په دې ليدنو کې په کابل کې د ديني عالمانو د کنفرانس د جوړېدو او د هغوى د ګډون سره موافقه وکړه، خو وروسته د پاکستاني عالمانو مشر طاهر اشرفي وويل چې په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه سم نه دي، د افغانستان د علماوو څرګندونې غلطې دې او په ملاقاتونو کې هغه څه نه دي ويل شوي چې دوى يې وايي.

دغه راز نوموړي افغانستان اشغال شوى هيواد وبللو او په دې وروستيو کې يې په افغانستان کې (ځانوژونکي) بريدونه هم روا او جايز وبلل.

د اشرفي همدې څرګندونو ډېرې افغانان راپارولي او په خپلو ليکنو، مرکو او څرګندونو کې د اشرفي په خبرو کلک غبرګونونه څرګندوي، سربېره پر دې د اشرفي يو لړ انځورونه هم خپاره شول، او اوس داسې هم ويل کيږي چې د اشرفي په خوله کې خپله ژبه نه ښوځيږي.

زه وايم راځئ د يو افغان او مسلمان په توګه د اشرفي څرګندونې يو لور ته او د (انتحاري) بريدونو د جواز او حرمت فتوى بل لور ته په خپل ځاى پرېږدو، او د دې پر ځاى دا د خپل هيواد عالمان چې په شورى کې يې لسګونه تنه راټول شوي، غټ غټ پټکي يې له سرونو تاو کړي، اوږدې اوږدې ږيرې يې پرېښې دي، د خپل جهاد او مبارزې په سر په هر ځاى کې غورې وهي، له سره د الف با کتاب زده کړې ته کېنوو.

وګورئ کنه! ويل کيږي چې د سعودي عربستان د عرفات د خطبې لوستونکي امام عالم دين د همدې ډول بريدونو پر ضد فتوى ورکړې ده، د لبنان د حزب الله د ګوند يو غړي په سوريه کې د بشار الاسد پر ضد جنګيدونکي کسان دوزخيان بللي دي، د ايران اخوندان د اعدامونو او وژنو فتواوى صادروي، د مصر اخوان المسلمين، او دغه راز د الازهر علماء خپلې فتوى وې ورکوي لکه چې په دې وروستيو کې يو تن ازهري ملا د ږېرې په اړه يو لړ څرګندونې کړي دي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ عالمان د شريعت په رڼا کې دخپلې پوهې تر مخې شرعي احکام خلکو ته روښانه کوي او عوامو ته يې اوروي.

ايا دې عالمانو د بل هيواد د عالمانو سره په مشوره فتواوې ورکړي دي؟ نورو هيوادونو ته ورغلي او د هغوى له دار الافتاوو يې په ليکلي بڼه او له مشورو وروسته د خپلو غوښتنو له پاره شرعي دلايل غوښتي؟ داسې خو مو هېچرته هم ونه ليدل!

نو زموږ د علماوو د شورى په غړيو څه شوي چې د علم سره سره بيا هم د اسلام اباد او رياض چکرې وهي، او د ورسره علم له پاره د يو بل چا څخه تصديق غواړي؟

دوى خو هغه کسان دي چې تر شا به يې کتار کتار خلک روان وو، او د افغانستان په غرونو کې به يې د هغوى په يوه وړه خبره خپل سرونه پرې کول، او خپلې وينې به يې تلولې.

اوس پرې څه شوي چې زموږ پوهان او عالمان د نړيوالو په وړاندې د يو بل هيواد د يو عالم له خوا درواغجن وبلل شول او وويل شول چې هغوى د کتنو پر مهال شوې موافقې غلطې اعلان کړي، که چرته همداسې وي نو زموږ علماء څه شي درواغو ته مجبور کړي؟ او که داسې نه وي نو د اويا تنو غړيو د درلودونکې شورى د هر غړي په خوله ولې د چوپتيا مهر لګيدلى او لکه د ګونګيانو په څېر غلي ناست دي؟

ولې داسې نه کوي چې په اسلام اباد کې تېر شوى ټول جريان لږ تر لږه د افغانستان خلکو ته خو وړاندې کړي، څو د هغوى باور خو پرې کلک شي؟ که نوره نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان يې ورسره نه مني نو د افغانستان ملت خو دې په دې قانع کړي چې هغوى په حقه دي، هغه کوم مجبوريت دى چې د اسلام اباد په ماڼيو کې د شوي ملاقات حزئيات ټکې په ټکې نه د کشاف په خوله راځي او نه د بل کوم (عالم!)؟

پښتانه وايي (پکه دا دې لا بله سپکه) موږ دا هيله درلوده چې د افغانستان د عالمانو د شورى يو غړى به د طاهر اشرفي غاښ ماتوونکى ځواب ووايي، خبر شو چې په وولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د سولې د عالي شورى غړي مولوي شهزاده شاهد بله ببولاله وغږوله.

ښاغلي شاهد په يوه مرکه کې ويلي ( که اړتيا وليدل شي نو د طاهر اشرفي د څرګندونو په غبرګون کې به د افغانستان د علماوو شورى يوه لويه غونډه جوړه کړي او د قرآني اياتونو او احاديثو په رڼا کې به يې ځواب ووايي.

افرين په دې علم چې تاسې کړى، او صد افرين په دې عقل چې تاسې يې لرئ، که همدا حال وي نو په دې غم لړلي هيواد کې د ارامۍ خوب ليدل هم ګران دي، کم تر کمه زموږ د مشرانو څرګندونې خو د همدې وړاندوينه کوي.

په پاکستان کې يو سړي ژبه وښوځوله، په يوه تلويزيوني مرکه کې يې يو څه وويل، نه افتاء شته او نه استفتاء د افغانستان امي او عالم راغلو د هغه په خبرو يې د فتوى نوم کېښود، ولې؟

بيا که دغه عالم فتوى ورکولاى شي، تاسې چې دغه بريدونه په خپله حرام بولئ،  په کومو دلايلو يې حرام بولئ؟ هغه ولې د اشرفي په مقابل کې ډاګيز کوئ نه؟

ښاغلى شهزاده د يو بل هيواد د يو عالم يوې تلويزيوني مرکې ته هم د عالمانو ستره غونډه رابلي، د حيرانتيا ځاى نه دى؟ د طالبانو په وړاندې خو وخت ناوخته همدا فتواوې ورکوئ، هېڅکله مو غونډې ونه کړې، او نه مو کوم دليل وړاندې کړ، د دې خپل رښتيني حريف په وړاندې درباندې څه شوي دي؟ چې په نړيواله کچه يې درواجن او غلامان معرفي کړئ، ښاغلى رسول سياف خو (انتحاريان) او د هغوى مرستندويان د کابل په دروازو کې راځړوي، د دې  (ښاغلي) پروفيسر ملا طاهر اشرفي ته ولې خوله ماته او ملا کړوپه ده؟

زه وايم چې دا شرعي فتوى ورکول خو د يو چا ځانګړى شخصي ملکيت نه دى، چې د نورو هيوادونو چکرې وهئ او په سوال يې غواړي.

د امريکا له بريد وړاندې طالبانو په کابل کې له پنځلس سوه د زياتو عالمانو غونډه وکړه، د جهاد فتوى يې ورکړه، او دا دى تر نن ورځې د هماغې فتوى پر اساس په جګړه اخته دي، که هغه وخت د طالبانو حکومت و، د حامد کرزي خو هم اوس حکومت دى، هغه کومه ستره اړتيا ده چې د افغانستان عالمان يې بل هيواد ته د استفتاء له پاره مجبور کړي دي.

که رښتيا او واقعاً هم د يادو بريدونو د حرمت په اړه قرآني او نبوي دلايل موجود وي، نو خپله يې رابهر کړئ، د هيوادوالو او نړيوالو په مخ کې يې کېږدئ او ګرده اسلامي نړۍ وننګوئ، بيا نور علماء پوه شه او ستاسې د فتوى ځواب ويل.

د هيواد په داخل کې خپله د افغانانو عالمانو د غونډې جوړېدل او د (انتحاري) بريدونو د حرمت ځواب ورکول له کومه ډاره نه تر سره کيږي؟

زه وايم د علماوو د شورى جوړول او بيا په دې حساسو شيبو کې پاکستان ته استول د اسلام دښمنه او افغانستان دښمنه عناصرو او ځواکونو دسيسه ده، چې د افغانستان سپين ږيري او عالمان يې په کې راښکېل کړي، او شرموي يې.

يوناما وايي چې په افغانستان کې (انتحاري) بريدونه بلکې په ټوله کې د طالبانو حملې کمې شوي دي، له دوه زره او څوارلسم کال وروسته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د هيواد دډېرو سيمو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، او هغوى توان لري چې د هيواد ساتنه وکړي، طالبان په سياسي پروسه کې داخل شوي، او............نو په تېرو دولسو کلونو کې چې د وينو ويالې بهېدې هغه مهال د داسې يوې فتوى اړتيا ولې نه لېدل کېده؟ چې اوس يې په اړه ګرم ګرم بحثونه کيږي، او نورو هيوادونو ته سفرونه تر سره کيږي.

زما په نظر دلته يوه بله موضوع هم د پام وړ ده، چې ډېرې هيوادوال پرې بحث نه کوي، يا يې ورته پام نه دى، او يا پرې پوهېږي نه، هغه دا که ومنو چې (انتحاري) بريدونه حرام دي، او تر سره کوونکى يې دوزخي دى، د دى معنى دا شوه چې طالبانو ته وايئ (انتحاري) بريدونه مه کوئ، او له دې پرته نورې جګړې ته دوام ورکړئ؟

که دا نه وي نو يوازې د (انتحاريانو) پر برخه ليک ولې د افغانستان د علماوو زړه سوزي، د هغوى غم کوي چې نور په ځانونو پورې بمونه ونه تړي، او بې ځايه ځانونه مړه نه کړي؟ که غم کيږي نو د ټولې جګړې د بندېدو دى وشي، مطلب دا چې داسې فتوى ورکول په کار دي چې په افغانستان کې جهاد ناروا دى، نه په وسله، نه په بم، نه په (انتحاري) نه په توپ، توپک او بل څه، او که جهاد روا وي، نو پرېږدئ چې (انتحاريان) هم په کې خپله ونډه واخلي، او جنت او دوزخ يې پاک رب ته وسپارئ.

زما په اند طاهر اشرفي به هر څه وايي، د افغانستان واکمنانو، عالمانو، د واک پر ګدۍ ناستو، او مسئولو لورو ته د اسلام او سياست زده کړه په کار ده، او که دوى شرعي فتواوى هم له بله ځايه راوړي، نو کله به د امريکا غلامان وي، او کله د پاکستان، بيا دې نو افغانان د ارامۍ تمه نه لري، او دوى برړې ته ورته دي لکه چې پښتانه متل کوي (وه تورې برړې سر دې مه خلاصېږه له تورې لړې)، د افغانانو هيواد به تل د نا امنۍ او جګړې تورې لړې نيولې وي.