د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاتل امریکایی زما د ژوندانه ټوله ګټه (۱.۵ ملیونه ډالر) یوړه

انجنیر سید احمد شاه سادات 20.03.2012 21:30

د ای بي سي د راپور پر اساس چه نن ورځ یی خپور کړی دی داسی لیکی چه هغه د افغانانو قاتل امریکایی د اوهایو ایالا ت د یوه ډیر عمر متقاعد امریکایی چه ګیری لیبسچنر نومیږی څخه په فریبکارۍ ۱.۵ ملیونه ډالر وهلي دي.
ګیری لیبسچنر په لاندی عکس کی لیدل کیږي.


ګیري لیبسچنر وایی چه بیلس زما د ژوندانه ټوله ګټه را څخه لوټلی ده. ګیری وایی چه محکمی حکم کړی وو چه بیلس او د هغه شریکی ملګری باید ماته ۱،۲۷۴۰۰۰ ملیونه ډالر واپس راکړي مګر دوی دا پیسی تر اوسه پوری نه دي راکړی او له ما څخه یی ځان پټ کړی وو.

 په قاتل امریکایی بیلس په ۲۰۰۳ میلادی کال کی د فریبکاري، فساد، بی اعتمادي،  ناقانونه تجارت او نا قانونه پانګی اچونی تورونه هم دي.
ګیری لیبسچنر وایی چه مونږ ته دا معلومات نه وو چه بیلس به چیرته وی او چا به ویل چه بهاما ایالات کی دی او چا به بل ځای ښودلو. ګیری وایی چه ماته اوس معلومات وشو چه کله می ددی خبر په میډیا کی ولید چه ۱۶ عام وګړي افغانان یی وژلی دي او د عکس نه می وپیژنده، او اوس به مانه هم خلاص نه شي. دی همدا راز وایی چه بلیس د خولی نرم انسان دی، او چه کله ورته وویل شول چه مکار دی نو ګیری وویل چه بلکل فریبکاره او مکار انسان دی.
والسلام