د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان كې له نورو هيوادونو سره د ايران رقابت

بريالى جلالزى 20.07.2011 17:47

ژباړن: بريالى جلالزى
لومړى برخه

افغانستان له يوې خوا د جغرافيي موقيعت او له بلې خوا د دېرش كلن ناورين له امله د سيمې، ګاونډيو او ان د لرو پرتو هيوادونو تر منځ د رقابت ډګر ګرځېدلى دى. دغه بحث يوه هڅه ده، چې په افغانستان كې له نورو هيوادونو سره د ايران له رقابته پرده پورته كړي.

د شلمې پېړۍ پيل:

د شلمې پېړۍ په پيل كې، چې د سيمې هيوادونو سرحدونو يو څه ثابته شوو، يوازې دوو قدرتونو په دغه سيمه كې رقابت كاوه. انګليس، چې پر هند يې حكومت كاوه او تزاري روس، چې هڅه يې كوله سهيلي سيمو ته خپله واكمني وغځوي. دغه رقابت په دې سيمې كې د دوو نظامي قدرتونو تر منځ په يو نظامي رقابت بدلېداى شواى. په عين حال كې كه چېرته روسانو غوښتلاى انګرېزانو ته يې په هند كې مزاحمت كولاى شواى؛ خو دواړه قدرتونه دې پايلې ته رسېدلي و، چې جګړه د دوى په ګټه نه ده. امير حبيب الله خان په دې اند و، چې له دغه رقابته د افغانستان په ګټه كار اخيستلاى شي. نوموړى په دې اند و، چې انګرېز ته په نږدېوالي سره، له ايرانه د افغانستان له لاسه وتي سيمه سيستان بېرته واخلي.
د شملې پېړۍ په پيل كې ايران له سترو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. كه د افغانستان په دربار كې انګرېزانو نفوذ درلوده، د ايران دربار د روسانو له خوا كنترولېده، په عين حال كې انګرېز د ايران د غوړېدلي دسترخوان له غنيمت څخه هم پوره ګټه اخيسته. هغوى د تنباكو په انحصارولو، په (كارون) كې د بېړۍ چلولو په امتياز او نورو امتيازونو په درلودلو، په دغه هيواد كې خپل نفوذ زيات كړى و. په هغه وخت كې د افغانستان او ايران ترمنځ سياسي اړيكې نه وې، ځكه دواړو هيوادونو بشپړه خپلواكې نه درلوده. د پاريس تړون له مخې، چې په ۱۸۵۷ زېږديز كې د ايران او انګرېزانو ترمنځ لاسليك شو، هر كله چې د ايران او افغانستان تر منځ ستونزه را پيدا شي، منځګړيتوب به انګرېزان كوي او وروستۍ پرېكړه به هم د دوى له خوا كېږي.
انګرېزان او روسان دې پرېكړې ته ورسېدل، چې د يوه بل د نفوذ په سيمو كې به مداخله نه كوي. د دې لپاره چې د دواړو قدرتونو تر منځ دغه ټكر را منځ ته نشي، دې پرېكړې ته ورسېدل، چې افغانستان دې د دواړو  قدرتونو تر منځ د عايق سيمې په توګه وي او دواړه قدرتونه به په افغانستان كې مداخله نه كوي.
دا كار ددې لامل شو، چې افغانستان د څو لسيزو لپاره با ثباته پاتې شي. ان تر دې، چې افغانستان په دواړو نړيوالو جګړو كې په امن كې پاتې شو.
د پاريس تړون له مخې، چې په Englo Persian مشهوره دى، په ښكاره توګه ويل شوي و، هركله چې د افغانستان او ايران ترمنځ اختلافات رامنځ ته كېږي، يوازې انګرېزان د منځګړيتوب حق لري. نو انګرېزانو كولاى شواى، چې د غير عادلانوو پرېكړو له لارې د دواړو هيوادونو ترمنځ ستونزې وزېږوي. لكه څنګه چې ګولد سمد F J Gold Smith په ۱۸۷۲ زيږديز كې د دواوړو هيوادونو ترمنځ د هلمند سيند د سرحد په توګه په ټاكلو او ايران ته د افغانستان د خاورې يوه برخه سيستان په سپارلو يې، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اختلافاتو لاره هواره كړه. له دې وروسته هر كله، چې به د وچكالۍ له امله د هلمند سيند اوبه كمې شوې، د دواړو هيوادونو اړيكې به ترېنګړې شوې، چې دا حالت لسګونه كلونه دوام وموند.
افغانستان په ۱۹۲۰ زېږديز كې د يو خپلواك هيواد په توګه، ايران ته د خپل سياسي استازې سردار عبدالعزيز خان په لېږلو سره له دغه هيواد سره خپلې لومړنۍ مقدماتي اړيكې ټينګې كړې. سردار عبدالعزيز خان د امير عبدالرحمن خان په وخت كې، ايران ته تبعيد شوى و. نوموړې هلته د ايران له پاچا او ډېرو نظامي او ملكي مشرانو سره ښې اړيكې ساتلې وې، چې له هغې ډلې يو هم د رضا خان مير پنج په نامه يو سرتېرى و، چې د ايران دولت له خوا د نوموړې ياور ټاكل شوى و. رضا خان يو وخت د قزاق سرتېرو مشر وټاكل شو او په ايران كې په يوه مهم نظامي شخصيت بدل شو، چې د قاجاريانو له سقوط وروسته شهنشاهي ته ورسېد. د هغې پېژندګلوۍ او احترام له مخې، چې ايرانيانو عبدالعزيز خان ته درلوده د دې لامل شو، چې امان الله خان نوموړى ايران ته د سفير په توګه ولېږي. په عبدالعزيز خان د ايرانيانو باور د داسې يوه تړون د لاسليكولو لامل شو، چې ايران تر دې دمه له بل هيواد سره نه و لاسليك كړى. عبدالعزيز خان ايران ته پنځه فقريزه وړانديز ور كړ:
1.    د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه مذاكرو پيل
2.    په مشهد كې د افغانستان قونسلګرۍ پرانيستل
3.    سوداګريزې اړيكې ټينګول
4.    د دواړو هيوادونو ترمنځ سياسي اړيكې ټينګول
5.    دغه اړيكې بايد د سفير تركچې وي

د ايران دولت دغو غوښتنو ته په ورين تندي، مثبته ځواب وويل او مخكې تر دې، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ رسمي تړون لاسليك شي، مجد الملك يې د سياسي استازې په توكه كابل ته راوستاوه. افغانستان هم عبدالعزيز خان ايران ته د سفير په توګه ولېږل. دا اړيكې د دواړو هيوادونو ترمنځ د مودت تړون لامل شوې.

د شلمې پېړۍ پيل:

نور بيا...