د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مومند بابا ادبي بهير د ((تاريخ پاڼه)) پرانيسته.

بريالى جلالزى 01.04.2009 17:02

مومند بابا ادبي بهير په خپلو اوونيزو غونډو كې د ((تاريخ پاڼه)) په نوم نوې برخه،  د ۱۳۸۸ لمريز په لومړۍ غونډه  كې د وري په اتمه پرانيسته.

د تاريخ پاڼه به د بهير تكړه زلمي شاعر مطيع الله اراك پر مخ وړي، چې پكې  به د هېواد تاريخ د كيسو په ډول وړاندې كېږي.

مومند بابا ادبي بهير د ۱۳۸۸ لمريز د وري په اتمه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې اوونيزه غونډه وكړه.

د ويندويې چارې يې بريالي جلالزي پر مخ وړلې چې د حزب الله عالمي په تلاوت پيل شوه. د غوڼدې مشر مېلمه محمد صابر كاظمي او كوربه ډاكتر محب الله زغم وو.

د تېرې غونډې راپور عالمي ولوست، چې د ګډونوالو له خوا وستايل شو.
كره كتنې ته د مطيع الله اراك غزل وړاندې شو. د غزل ډېرى بيتونو وستايل شول خوپه لاندې درې بيتونو يې خبرې وشوې:

يو تور نفر ناوې ډولې كې يوسي
لكه د لمر ناوې ډولې كې يوسي

محب الله زغم په كره كتنه پيل وكړ او نوموړي د لومړي بيت په اړه وويل چې د تور نفر كارېدنه پكې بې مانا ده.
 خو ذبيح الله احساس وويل چې تور نفر تشبه په دې ورستيو كلونو كې زموږ شاعري ته راننوته او شاعرانو هم ښه وپاللۀ، چې د پنجاب خلكو ته كارول شوى، نو نوموړي زياته كړه چې دلته د بدرنګ او بد سړي په توګه كارول شوې چې پر ځاى يې وبلله او د بيت ستاينه يې وكړه.

زغم خپل نظر تكرار كړ خو زياته يې كړه چې تور نفر كه په سياسي لحاظ مانا كړو د پنجاب د خلكو مانا وركوي او كه نه تور نفر مانا نه لري.

كله به بيا كندهارى شا زلمى
له پېښور ناوې ډولۍ كې يوسي

ټولو ګډونوالو دغه بيت وستايه. احساس وويل اراك په دغه بيت كې د ډيورند كرښه په ډېر هنر له منځه وړي.
نوموړي وويل چې  اراك تل په خپله شاعرۍ كې پښتانه د تورې او زور خلك ښودلې خو دلته يې له مينې او سولې كار اخيستى او هنر يې په همدې كې دى. د هغه په وينا پښتون د تورې تر څنګ مينه هم ښه پاللې ده.

يو تور ماښام سړى د مرګ په چم تل
د مازيګر ناوې ډولۍ كې يوسي

احساس دا يو سولېدلى خيال وګڼه او زياته كړه چې زموږ په شاعري كې ډېرى وخت مازيګر د ماښام لخوا له منځه تللى.
 زغم د احساس د خبرو له تايد وروسته وويل چې شاعر دې كوښښ وكړې چې د تابوت كليمه په دې بيت كې ځاى كړي، نوموړي زياته كړه چې كه د ډولۍ او ماذيګر سره د ماښام تر څنګ د تابوت كليمه هم كارېدلى واى نو بيت به ښه و.

په ازادې مشاعرې كې ګډونوالو خپل شعرونه ولوستل او له مشاعرې وروسته ((د تاريخ پاڼه)) برخه پيل شوه.
 مطيع الله اراك دغه برخه، ((پښتون په خټه څوك ده؟)) تر سرليك لاندې پيل كړه.

نوموړي وويل چې مخكې له دې چې د هېواد په تاريخ باندې پيل وكړو د پښتنون پېژندنه اړينه ده.
 هغه د پښتنو د پېژندنې په هكله وويل چې په دې اړه ډېرې نظريې شته چې په درېيو به يې نن خبرې وكړي.
اراك وويل: ((د پښتنو په هلكه شپږ مهمې او مشهورې نظريې شته. لومړۍ دا چې پښتانه بني اسرائيل دې يعنې د يعقوب ( ع) او موسى ( ع) اولاده دي. دويمه دا چې پښتانه قبطيان ( فرعون الاصله) دي او درېيمه دا چې پښتانه مغل نسله دي.))
نوموړي په هرې نظريې لنډې خبرې وكړې او زياته  كړه چې دغه درېواړه ناسمې دي.
اراك په پاى كې په ننى غونډه كې د وخت د كمښت له امله وويل چې په راتلونكو غونډو كې به په تفصيلي توګه د پښتون پېژندنې د شپږو نظريو په اړه پوره او كره مالومات وړاندې كړي.

مومند بابا ادبي بهير په ۱۳۸۴ لمريز د پرخې او پسرلى خپرونو ادارو په زيار او د ځينو ځوانانو په هڅو په مزارشريف كې جوړ شو.
بهير هره اونۍ د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې غونډې كوي چې په لسګونو ځوانان  او د پوهنتون محصيلين پكې برخه اخلي.
د بهير اوونيزو غونډو له دې مخكې دوه برخې (كره كتنه او مشاعره) درلودې خو په راتلونكو اونيو كې په پام كې لري چې د كره كتنې، مشاعرې او د تاريخ پاڼې تر څنګ د نبوي سيرت برخه هم د ښاغلي مجيب الرحمن لحاظ په مرسته پيل كړي.

د غونډې په پاى كې راتلونكې اونۍ ته، حزب الله عالمي وياند، كره كتنې ته د محمد ضمير خال غزل او راپور ليكونكى بازمحمد توخى وټاكل شول.
غونډه د عالمي په دعا پاى ته ورسېده.