د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريكا د جګړې دوام ته لار هواروي

بريالى جلالزى 11.09.2011 12:34

ليكوال: پوهاند ډاكتر روستار تره كى

ژباړن: بريالى جلالزى

د امريكا پياوړى نظامي او اقتصادي قدرت د دې هېواد د بهرني سياست په ټاكلو كښې ډېره اغېزه كړې.
پاليسي جوړوونكي، په ځانګړې توګه د امريكا نظامي چارواكي د نړيوالې ستونزې د حل لپاره د تاوتريخوالي او زور په نه كارولو كښې تل شكمن دي.
په دې هېواد كښې ديپلوماسي په ډېره ستونزه توانېدلې، چې ځان له جنګي غول پيكر څخه وژغوري. د افغانستان قضيې پر وړاندې د امريكا چلند له پيله منطقي او رښتينى نه و.
په افغانستان كښې د امريكا د سياست پرله پسې تېروتنو له ايران څخه سيمييز ځواك جوړ كړ، روسيه يې په منځنۍ اسيا كښې نفوذ كولو ته وهڅوله، سياسي اسلام او دولتي او غير دولتي تروريزم ته يې وده وركړه.
په افغانستان كښې ستونزې ځكه بې شمېره دي، چې زورواكي تل د منطق ځاى نيولى وي.
له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو په هكله د امريكا سياسي او نظامي چارواكو په وار وار دليل وړاندې كوي، چې د خبرو وخت نه دى را رسېدلى. دوى وايي، چې خبرې بايد له قدرت څخه پيل شي.
هغه څه، چې د امريكا پاليسي جوړوونكي پرې نه پوهېږي او نه غواړي پرې پوه شي دا دي:
له دښمن سره د نظامي برياو له نظره خبر كول د كلاسيكو جګړو تيوري ده، چې يوازې په نړيوالو جګړو كښې ترې كار اخيستل كېږي، نه په ملېشيي جګړو كښې.
ملېشيي جګړې په ښارونو او كليو كښې ترسره كېږي نه د دولتونو په پراخو جګړيزو ډګرونو كښې. دا جګړه ټاكلې جبهه نه لري، ملېشې له درنو وسلو څخه ګټه نه اخلي. چريكي جګړه مار يونيفورم نه لري، چې دا كار له عامو وګړو څخه د هغوى پېژندل ستونزمنوي. په ملېشيي جګړو كښې دښمن هر ځاى وي، خو هېڅ ځاى نه وي.
د دې پټ دښمن پر وړاندې د نظامي بريا لپاره يوه لار شته او هغه هم د يوه هېواد په كچه پراخه لابراتوار كښې د هيروشيما او ناكاساكي د تجربې تكرار دى، چې د ټولو بشري او سياسي پايلو سره ورته غاړه كېښودل شي.
مك كريستال او د هغه ځاى ناستى پتروس پردې خبرې نه پوهېږي او يا هم پوهېږي، چې له مخالفينو سره د خبرو د نه كولو لپاره ځان تېر باسي. دا ناپوهي به تر كله وي؟
سربېره پر دې كه امريكا او ملاتړي يې په لسو كلونو كښې د مخاليفينو پر وړاندې پر برياليتوب ونه توانېدل؛ نو داسې څه ضمانت شته، چې په راتلونكې كښې به بريالي شي؟
ناتو چې د جګړې په لس كلن بهير كښې د پرمختللو او وژونكو كيمياوي وسلو څخه نيولې تر اواكس الوتكو د كارونې او ډلييزو وژنو له لارې په جګړې برلاسي نشول؛ نو څه هيلې شته، چې په راتلونكې كښې به بريالۍ شي.
ابراهام لينكن ويلي و: ((د لنډې مودې لپاره ځينې خلك دوكه كولاى شو؛ خو ټول خلك د تل لپاره نه شو غولولى.))
د ديموكراسي پرمختګ، د بشري حقونو عامول، ملت جوړوونه د لومړيو كلونو هغه سمبوليكې خبرې وې، چې په وروستيو كلونو كښې يې خپل ځاى د تپل شوې جګړې واقيعت ته پرېښود. د لسو كلونو پخوا په شان خلك د بهرني ځواكونو شتون ته لېواله نه دي. رښتيا خو دا ده، كله چې افغانانو هر ځل د يرغلګرو پر ضد وسلې ته لاس كړى او د جګړې پر سپېڅلتيا باوري شوي؛ نو بيا يې په زور او ځواك باندې ماتول تش خيال دى.
امريكا نه يوازې د سولې په لار كښې د كابل د فاسد حكومت د هڅو مخ نيوى كړى (چې دا تر يو ځايه د توجيه وړ ده.) بلكې د شخصي تجربې پر بنسټ داسې كره مالومات په واك كښې شته چې د الترنتيفې سولې د يوه خپلواك او ملي مركز جوړېدل، چې پكې د ښكېلو خواوو نفوذ نه وي، د رامنځ ته كېدو مخه يې نيسي.
چې په دې اړه د امريكا مخالفت څو ماناوې لري:
· امريكا په وروسته پاتې سنتي ټولنې كښې د طبيعي، ټولنيز او امنيتي ميكانيزم د ځپلو كار نه دى بشپړ كړى. د افغانستان د وېش اړتيا (لا حول ولا قوت الى با الله العظيم….) چې پلان يې پنځه كاله پخوا يوه ليكوال په رسنيو كښې خپور كړى و او نن له يوې نيمې رسمي چينل لخوا مطرح كېږي، دا ميكانيزم د پلي كېدو وړ نه دى.·
دا ستر رزمي ځواك، چې د نړۍ پر وړاندې جګړه كوي او د رزمي پوتانشيل د پياوړتيا لپاره، چې له اسلامي رديكاليزم سره نښتى دى او د ملي او اسلامي مركزيت د جوړولو ادعا كوي، بايد له منځه يوړل شي. څو افغانستان د بلع كولو توان پيدا كړي. افغانستان بايد د اوږدمهالې جګړې له لارې په وړو قومي ډلو چې په خپلو كښې په جګړه بوخت دي او له بهرنيو د معاملې پوره وړتيا لري، ووېشل شي.
· امريكا د وسلوالو مخالفينو د فزيكي شتون د له منځه وړلو او په جګړه كې د بريا د خيال له لارې د هغو ټاكلو كسانو د واك ته رسېدو لاره هواره كړي چې دوى يې غواړي.
د امريكا ناسوناليستان په جګړييز پلان كښې د سولې د ټيګښت لپاره خپل رول په ښه توګه نه شي لوبولاى.
په بې نظمې فضا كې چې د ملي مركزيت د نشتوالي لامل ګرځي، له ملا عمر اخند او د هغه له پلويانو سره په جګړه كې ناټو ته څه ګټه رسېږي.
له ملا عمر اخند سره جګړه د جګړې د دوام ضمانت كوي. له وسلوال مقاومت سره جګړه او د جګړې د دوام ستراتيژي د ناسونالستانو د سولې له ماموريت سره په ټكر كې ده. له بده مرغه له وسلوال مقاومت سره د سولې د پلويانو وروستۍ هڅې د ملي او اسلامي سولې راوړلو لپاره د امريكا د استخباراتو له لاسوهنې سره مخ شوې. د ټيليفوني كنفرانسونو د ځينو مينه والو اړيكي د امريكا له خوا غوڅې شوې. د امريكا د تلويزوني پروګرامونو له افغاني چلووونكو سره د هغو ټيمونو د ځينو غړو ټيليفوني اړيكي، چې د سولې لپاره كار كوي، د امريكا له خوا سانسور شوې. امريكا ستر هېواد دى او ځينې وخت خپل ستروالى په غير اخلاقي او بې پايلو جګړو كې په ګرو ږدي. امريكا د نورو نړيوالو او سيمييزو قدرتونو په څېر په افغانستان، سيمې او نړۍ كې روا ګټې لري؛ خو هغه لارې چې دې ګټو ته د رسېدو لپاره يې غوره كړي شر پيداكونكې او دروغينه دي. په داسې حال كې، چې نړيوالو قوانينو د مرستې او ستراتيژيكو ټولنو د جوړولو لپاره روښانه اصول زموږ په مخ كې اېښي دي.