د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ ولايت كې په لومړي ځل د كركټ سيالۍ په لاره واچول شوې.

بريالى جلالزى 11.10.2010 08:48

په بلخ ولايت كې د بېلابېلو ټيمونو تر منځ د كركټ سيالۍ په لاره واچول شوې.

دغه سيالۍ د يو شمېر ځوانانو له په لاره اچول شوې، چې موخه يې د بلخ ولايت ملي ټيم ته پياوړي لوبغاړي موندل دي.

قاري لطيف چې دغه سيالۍ يې په لاره اچولي وايي: ((دغه سيالۍ مو د عبدالله مزاري، چې د ملي ټيم غړى ده، په لاره اچولې. هدف مو دا دى، چې ملي ټيم ته تكړه كركټران پيدا كړو))

هغه زياتوي دا پرېكړه يې هغه مهال ونيوه، چې د بلخ ولايت ملي ټيم و نه توانېده چې په ولايتي شل اوريزو سياليو كې ښه وځلېږي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه سيالۍ د ځوانانو په شخصي لګښت تر سره كېږي او تر دې دمه چا ورسره مرسته نه ده كړي.

الله ګل د مزار ټيم كپيټان د لوبغالي له نشتون سر ټكوي او زياتوي، چې دغه سيالۍ يې هم د وزلوبې په لوبغالي كې په لاره اچولې او د ژمي په رارسېدو سره دا لوبغالى هم ورته ورانوي.

په دغو سياليو كې لسو ټيمونو برخه اخيستې، چې هره ورځ يوه لوبه تر سره كېږي.

په لومړۍ ورځ كې سنګر ټيم په ۹ وېكټو مزار كركټ ټيم ته ماتې وركړه او په دويمه ورځ چمتال كركټ ټيم په څلورو وېكټو ستار كركټ ټيم ته ماتې وركړه.

په لومړۍ ورځ شفيع د پنځه لوبغاړو په سوځولو او په دويمه ورځ ظريف ظهير د دريو لوبغاړو په ښوځولو د ميدان غوره لوبغاړي وپېژندل شول.