د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزلوبه

بريالى جلالزى 23.10.2011 12:04

وزلوبه د هيواد له ملي لوبو څخه شمېرل كېږي، چې په ډلييزه توګه پر اسونو تر سره كېږي. دا لوبه د هيواد په شمالي ولايتونو لكه بلخ، جوزجان، فارياب، سمنګان، بغلان، كندز، تخار، بدخشان او سربېره پر دې په مركزي ولايتونو كابل او پروان كې هم تر سره كېږي او مينه وال يې هم ډېر دي.
د لوبې لپاره د لوبغاړو، اسونو، خوسي يا وزې او لوبغالي شتون اړين دي. خوسي يا وزه تر لوبې څلوروېشت ساعته مخكې حلالېږي. لومړى يې نس ور پاكوي، لاس او پښې يې تر ځنګانه ښكته ور پرېكوي او بيا يې په يخو اوبو كې ږدي، چې د پوستكي مقاومت يې ډېر شي.
په اس سپرېدل او د اس ځغلول د ډېرو زده  وي؛ خو وزلوبه نشي كولاى. ستر لامل يې هم د خوسي دروند والى دى، چې له دېرشو تر پنځه څلوېښتو كيلوګرامه پورې وي.
د وزلوبې لوبغاړي ته چپ انداز وايي او يو لوبغاړى كلونه كلونه تمرين ته اړيتا لري، چې يو تكړه چپ انداز شي.
لوبه داسې پيلېږي، چې خوسي په ټاكل شوي ځاى كې، چې د دايرې په نامه يادېږي، اچول كېږي. پر اسونو سپاره لوبغاړي يې شاوخوا راټولېږي. او د لوبغالي د مشر په لارښوونې د خوسي پورته كولو ته هلې ځلې پيلوي. هر لوبغاړى، چې د خوسي په پورته كولو بريالى شي، د نورو لوبغاړو له مينځه ځان باسي او هڅه كوي، چې خوسى له توغ څخه را تاو كړي او بېرته يې دايرې ته راوړي. هغه لوبغاړى، چې په دې كار بريالى شي د ډالۍ وړ بلل كېږي.
ډالۍ ډېرى وخت نغدې پيسې وې، چې د سوداګرو، د لوبې مينوالو، قومندانانو يا د يوه سيمييز شتمن له خوا وركول كېږي. وزلوبه د دې لوبې د لوبغاړو لپاره د سپورت ترڅنګ د عايد منبع ده او د عام ولس لپاره، چې نندارې ته يې راځي بوختيا او ساعتيري ده.
هر اس وزلوبه نشي كولى، د دغې لوبې لپاره په ځانګړې توګه د هيواد په شمال كې اسونه روزل كېږي. دغه روزنه هم د هغو چپ اندازانو لخوا تر سره كېږي، چې كلونه كلونه په وزلوبه كې تجربه ولري. اسونه تر دې روزل كېږي، چې د لوبې پرمهال تر ډېره پورې د چپ انداز سره د لوبې په برياليتوب كې مرسته كوي. ځينې داسې اسونه هم شته، چې په خوسي خپله ښۍ يا چپه پښه ږدي او تر هغه مهال  پښه نه پورته كوي، څو څښتن يې ورته كوز نشي.
د لوبې پرمهال سيمييزه موسيقي هم غږول كېږي. ځينو شمال مېشتو سندغاړو د دې لوبې او ځينو مشهورو لوبغاړو لپاره سندرې هم ويلي دي.
څومره چې د دې لوبې مينوال ډېر دي په هماغه اندازه خلك غواړي، چې د دې لوبې برخه وال واوسي؛ خو د ښه لوبغاړي كېدو لپاره كلونه كلونه تمرين ته اړتيا ده.
وزلوبه موسمي لوبه ده او د ژمي په رانږدې كېدو سره، چې هوا يوه اندازه سړه شي پيلېږي.
دا لوبه د نوروز په مېلې كې، چې د نوي كال په لومړۍ ورځ ترسره كېږي، ډېره خوندوره وي، چې د بلخ ولايت د اوسېدونكو په ګډون د هيواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راغلې مېلمانه، چې د نوروز مېلې ته راغلې وي، په زرګونو خلك يې نندارې ته ورځي.
د وزلوبې د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړلى دى. نكل دى، چې د مقدوني سكندر په دوران كې به اريايي اتلانو د دښمن په لښكرو باندې د شپې لخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوى له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره راوړل.  ورو ورو دغې جګړه ييزې وړتيا د ورزش بڼه خپله كړه او د بوختيا او نندارې لپاره به تر سره كېده.
د لوبغالي حدود ناټاكلي وي؛ خو د افغانستان د المپيك رياست لخوا د لوبغالي پلنوالى درى سوه او پنځوس په درې سوه پنځوس متر مربع كې او اوږدوالى يې درې يې درې سوه او پنځوس په درې سوه كې ټاكل شوى دى.
په وزلوبې كې هر لوبغاړى ځان ته وي او هڅه كوي، جې خوسى د حلال دايرې ته ورسوي، چې ډالۍ تر لاسه كړي. دا لوبه د ټيمونو په توګه هم تر سره كېږي. كله چې د دوو يا څو ولايتونو تر منځ سيالۍ تر سره كېږي، بيا نو د ټيمونو په توګه تر سره كېږي.
په دا ډول لوبه كې، چې د هر ټيم لوبغاړي يا چپ انداز د وزې په پورته كولو بريالى شو، د ټيم نور غړي د هغه د اس دوو خوا وو ته په ګډه سره روان وي، چې نور لوبغاړي ترې وزه وانخلي. په ګډه وزه له توغ څخه را اړوي او د حلال دايرې ته يې رارسوي.
هر ټيم، چې وزه له توغه را واړوي او د حلال دايرې ته يې راورسوي د امتياز وړ بلل كېږي. د ډېرو امتيازونو درلودونكى ټيم د لوبې گټونكى اعلانېږي.
توده بر آيي د وزلوبې ځانګړى ډول دى، چې د څو سوو لوبغاړو له خوا تر سره كېږي. دا ډول لوبه په ودونو او سنتي پروګرامونو كې تر سره كېږي.
د دې لوبې لپاره ځانګړې اسونه له ځانګړې نسل څخه وي.  اسونه يوازې د وزلوبې لپاره دي او په نورو وختونو كې ان څوك نه پرې سپرېږي. اسونه په اوړي او د ژمي په ډېره سړه هوا كې په ځانګړې ځاى كې ساتل كېږي. د سړى هوا په را نږدې كېدو سره د څو شپو لپاره د ښار په واټونو كې اسونو ته دورې وركوي، چې پښې يې وغوړېږي او د لوبې لپاره چمتو شي.
د وزلوبې لوبغاړي اس نه لري. د اس ساتنه سوداګر او شتمن خلك كولاى شي. د ښه اس بيه تر شلو دېرشو زور ډالرو پورې رسېږي.
سوداګر او شتمن خلك ددې لپاره د اس ساتنه كوي، چې د لوبې پرمهال د وياند له خوا د دوى نوم په دې توګه اعلانېږي، چې د پلانكي پر اس سپور پلانكي چپ انداز وزه د حلال دايرې ته ورسوله او د ډالۍ وړ وبلل شو. ډالۍ هم په همدې موخه وركول كېږي، چې د ډالۍ وركوونكې نوم د زرګونو خلكو تر مخه واخيستل شي او دا نو بيا ستر وياړ بلل كېږي.
وزلوبه د بلخ ولايت مركز مزار شريف ښار سويل لور ته، چې د شاديانو دښتې په نامه يادېږي او د وزلوبې ځانګړى لوبغالى دى، د هرې جمعې په ورځ له ماسپښين څخه وروسته تر سره كېږي.
دغه لوبه په شمال كې د نورو لوبو په پرتله ډېر ليدونكې لري، ډېر وخت بهرني سيلانيان هم د دغې لوبې د ليدو لپاره دغه ولايت او د شمال نورو ولايتونو ته سفرونه كوي.