د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له شماله خپرېدونكې ((ګام)) مجلې لومړۍ ګڼه

بريالى جلالزى 02.10.2011 13:40

له شماله خپرېدونكې ۱۵ ورځنۍ مالوماتي، سپورتي او تفريحي ((ګام)) خپرونې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته.
په دغه ګڼه كې د هيواد او د شمالي ولايتونو پر پېښو او روانو چارو باندې بېلابېلې ليكنې خپرې شوي دي.
((ګام)) له شماله خپرېدونكې د ماشومانو او ځوانانو لپاره لومړنۍ مجله ده، چې په هرو ۱۵ ورځو كې په دولس مخونو كې په رنګه، اصل كاغذ او په ښكلو انځورنو سمبال خپرېږي.
دغه مجله د هيواد په دوو رسمي پښتو، دري او يوه نيمه ليكنه په انګرېزي ژبې هم خپروي.
((د شمال ازادۍ غږ)) مجلې وروسته ((ګام)) لومړنۍ هغه مجله ده، چې په ټول هيواد كې لوړ تېراژ لري، چې هر ځل ۳۰۰۰ ګڼې خپرېږي.
په كوښښ سره هېڅ كار ناشونى نه دى، سمه پرېكړه، د افغانستان لپاره د بريا يوه بله كيسه او وليبال د افغان نجونو په زړه پورې لوبه د دې ګڼې مهم سرليكونه دي.
د ګام مجلې پر لومړي مخ د يو افغان تصوير دى، چې د شات مچيو د روزلو په حا ل كې دى او په وروستي مخ كې يې د كال پر دولسو مياشتو فال ليكل شوى دى.
د دغې ګڼې سرليكنه، چې عنوان يې ((درنو لوستو)) دى، د مجلې په هكله مالومات ليكل شوي دي.
په سرليكنه كې يادونه شوي، چې اخبار او مجلې د خبرونو او روانو چارو په هلكه د مالوماتو د ترلاسه كولو تر ټولو اړينې وسيلې دي.
په سرليكنه كې لوستونو ته ويل شوي، چې مجله به دوى ته د دوى د سيمې د پېښو په هكله مالومات خپروي.
همدارنګه په سرليكنه كې ليكل شوي، چې مجله به دوى ته روغتيا يي مالومات، او د دوى د خوښۍ لپاره به ټوكې ټكالې هم خپرې كړي.
((په كوښښ سره هېڅ كار ناشونى نه دى)) تر سرليك لاندې د اردو يو پخواني سرتېرى د ژوند كيسه ليكل شوي، چې په يوې پېښې كې يې خپله پښه له لاسه وركړي، چې له همدې امله اړ شوى، چې په اردو كې دنده پرېږدي او اوسمهال په بڼوالي بوخت دى.
په خپرونه كې د ماشومانو لپاره په زړه پورې ليكنې هم خپرې شوي.
د ((سمه پرېكړه)) تر سرليك لاندې هغه انځوريزه كيسه ده، چې ماشومانو ته ښيي څنګه ځان له ماينونواو ناپېژانده توكو څخه وساتي.
((د افغانستان لپاره د بريا يوه بله كيسه)) د كاناډا پياوړي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې پر بريا ليكل شوي كيسه ده.
په ليكنه كې د افغان كيپټان نوروز منګل خبرې راخيستل شوي، چې د خپلو لوبغاړو پر وړتياوو باوري دى او افغان ولس په راتلونكې كې هم د دا ډول برياوو، ډاډ وركوي.
ليكوال د نولس كلنو ځوانانو د وړتيا ستاينه كړي او ويلي يې دي، چې دغو ځوانانو نړيوال جام ته په وتو افغانستان ته نوى تاريخ جوړ كړ.
په دغې مجلې كې شعرونو، فال او د ماشومانو په زړه پورو لوبو ته هم ځاى وركړل شوى دى.
دغه مجله په شمال كې د ايساف ځواكونو په مالي مرستې چاپېږي.
ياده دې وي، چې د دغې مجلې مسول چلوونكى احمد خالد حكيمي او مرستيال يې سهراب سامانيان دى.