د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كوكران او مانجې پر جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز (دویمه برخه)

بريالى جلالزى 18.07.2011 18:01

لیکوال: ع.س اسحاقزى

ژباړن: بريالى جلالزى

دويمه برخه
ميرويس نيكه او د رحمان بابا په شعر فال نيول:

كله چې كندهار د ايرانيانو تر ولكې لاندې و، ميرويس نيكه چې د افغانستان له مبارزينو څخه و، د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو په موخه قومي جرګې راوغوښتې او په پاى كې يې د رحمان بابا په ديوان فال وكوت.
په هغه وخت كې د رحمان بابا د اوسېدو ځاى د لوى افغانستان برخه وه او په كاغذي رسم الخط نه وه جلا شوې.
د تاريخ په اوږدو كې په افغانستان كې بېلابېلې پېښې را منځ ته شوي. ځينې وخت پر دې خاوره د پردو له خوا يرغل شوى؛ خو د وطن بچو هر ځلې دا خاوره د پردو له يرغله خلاصه كړي، چې يو هم ميرويس نيكه (رح) وه.
كله چې د افغانستان غربي برخې د ايران د صفويانو له خوا نيول شوې وې، د سيمييزو خلكو د مقاومت له امله به يې تل د سيمي چارواكې بدلول. ګورګين په ۱۷۰۲ زېږديز كې د قندهار والي وټاكل شو.
د ګورګين په هكله ارواښاد بېنوا صيب په كتاب ((هوتكيان)) كې ليكل شوي.
د ګورګين اصلي نوم ختنګ دى. مخكې له دې جې په كندهار كې د بېلګربېګي په توګه وګمارل شي، په ګورجستان كې يې د صفوي پاچا له امره سرغړونه وكړه او ونيول شو. د اسلام دين د منلو له امله صفوي پاچا بېرته خوشي كړ او د شهنواز لقب يې وركړ. ځينې تاريخ ليكونكې ليكي، چې ګورګين له اسلام مخكې عيسوي و، ځينې وايي ترسا و او ځينې بيا وايي رافضي و.
ګورګين يو عصبي، ظالم، سخت زړى سړى و. له همدې امله د اصفهان پاچا هغه د افغانانو د تباه كولو لپاره، چې نه يې غوښتل د نورو تر ولكې لاندې واوسي، وټاكه. دى يې له شل زره لښكر او د ګرجستان له ځينو اوسېدونكو سره د بېلګربېګي په نوم په ۱۷۰۲ زېږديز كندهار ته راولېږه. د ګورګين په ګمارلو اصفهان بله موخه دا وه، چې د مغل په مقابل كې يو پياوړى ځواك ودروي.
ګورګين په كندهار كې پر خلكو ظلم پيل كړ او غوښتل يې له دې لارې ازادې غوښتونكې افغانان تر ولكې لاندې راولي؛ خو افغانان د ده د ظلم له امله سره يو شوو.
ميرويس نيكه (رح) د دې خوځښت مشر و او په ډېر پام يې د ايران له صفويانو څخه د كندهار د خلاصون لپاره ايران او كعبې ته سفرونه وكړه او د صفويانو له مشرانو سره يې وكتل. كه څه هم ګورګين هغه د خپلې څارنې لاندې اصفهان ته لېږلى و؛ خو بيا هم له بريا سره بېرته كندهار ته راستون شو. ميرويس نيكه (رح) د خپلې پوهې او فصيحې ژبې له لارې وكړاى شو، چې د ګورګين ټولې دسيسې له منځه يوسي او د سلطان حسين صفوي له خوا بېرته د كندهار كلانتر (سيمييز مشر) وټاكل شو. له همدې سره يې په كندهار كې د ازادۍ مبارزه پيل كړه.
همدا وه، چې ګورګين پر ميرويس نيكه (رح) له بېلابېلو لارو فشارونه زيات كړه، تر دې چې د هغه لور يې خپل زوى ته وغوښته؛ خو نوموړى ستر نوميالى افغان كرار پاتې نشو، د خپل هوډ د پوره كولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ كړې.

د كوكران جرګه او د رحمان بابا (رح) په شعرونو فال نيول:

مخكې له دې چې ميرويس نيكه، ګورګين ته د خپلې لور په هكله ځواب وركړي، پر كوكران (د كندهار په غرب كې مركزي ښار په شپږ كيلومتري كې يو كلى دى، چې د ميرويس نيكه (رح) زيارت هم همدلته دى.) كې يې قومي مشران جرګې ته را وبلل. د ګورګين غوښتنې يې د جرګې ګډونوالو ته وړاندې كړې او په دې هكله يې د ولس نظر وغو،ښت. له هرې خوا غږونه پورته شوو، چې بايد خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي او د ګورګين په مقابل كې ودرېږي. ټولو په يوه خوله وويل: ((موږ له خپله سر او مال څخه تېر يو)) ميرويس نيكه پوه شو، چې قوم تر ده ډېر له ګورګين څخه په تنګ دي. د هغو روحيه يې لا پياوړي كړه. كه څه هم د ولس له ښكاره ملاتړ ډېر خوشاله شو؛ خو بيا يې هم خلكو ته وويل: ((ښه ده، چې خپله غصه په خوب كې له منځه يوسم. تاسو پر خپلو كړو ژمنو ولاړ واوسئ او پر ما باور وكړئ، چې له دښمنانو څخه به كسات اخلم)) په داسې حال كې هر انسان اندېښنه لري او په ډاډه زړه كار كولاى نشي. ميرويس نيكه هم د خپلو چارو د سمبالښت په اړه اندېښنه درلوده او د وخت دوديزه چاره، فال كتو ته يې مخ واړوه. ميرويس نيكه د فال كتو لپاره د رحمان بابا (رح) ديوان وټاكه.
همدا وه، چې د خپلو چارو د پرمخ بيولو او پرمختګ په موخه يې د فال په نيت د رحمان بابا ديوان خلاص كړ او دا بيتونه راغلل:

زه مكتوب غوندې په پټه خوله ګويا يم
خاموشي زما تېرى كا غوغا زما
كشت د عشق په ځمكه امان چيرته
سمندر بويه چې زيست كا په صحرا زما

د شعر له لوستو وروسته يې جرګې ته وويل: رحمان بابا مشوره راكوي، چې اوس چوپتيا غوره ده. د ظالمانو د پاى شېبې دي؛ خو موږ بايد په كراره د خپل هوډ د پوره كولو لپاره هڅې وكړو، چې مناسب وخت را ورسېږي زه به بيا تاسو راوغواړم او په ګډه به ظالمان له خپل وطنه باسو.
هغه زياته كړه، چې اوس بايد له تدبيره كار واخلي او خپلې توري د ګلاب تر پاڼو لاندې پټې كړي.

د مانجې جرګه او د رحمان بابا (رح) په شعرونو فال نيول:

نور بيا...