د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريالى جلالزى

23.10.2011 11:04    |   بريالى جلالزى وزلوبه

وزلوبه د هيواد له ملي لوبو څخه شمېرل كېږي، چې په ډلييزه توګه پر اسونو تر سره كېږي. دا لوبه د هيواد په شمالي ولايتونو لكه بلخ، جوزجان، فارياب، سمنګان، بغلان، كندز، تخار، بدخشان او سربېره پر دې په مركزي ولايتونو كابل او پروان كې هم تر سره كېږي او مينه وال يې هم ډېر دي.

02.10.2011 11:40    |   بريالى جلالزى له شماله خپرېدونكې ((ګام)) مجلې لومړۍ ګڼه

له شماله خپرېدونكې ۱۵ ورځنۍ مالوماتي، سپورتي او تفريحي ((ګام)) خپرونې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته. په دغه ګڼه كې د هيواد او د شمالي ولايتونو پر پېښو او روانو چارو باندې بېلابېلې ليكنې خپرې شوي دي.

11.09.2011 10:34    |   بريالى جلالزى امريكا د جګړې دوام ته لار هواروي

د امريكا پياوړى نظامي او اقتصادي قدرت د دې هېواد د بهرني سياست په ټاكلو كښې ډېره اغېزه كړې. پاليسي جوړوونكي، په ځانګړې توګه د امريكا نظامي چارواكي د نړيوالې ستونزې د حل لپاره د تاوتريخوالي او زور په نه كارولو كښې تل شكمن دي. په دې هېواد كښې ديپلوماسي په ډېره ستونزه توانېدلې، چې ځان له جنګي غول پيكر څخه وژغوري. د افغانستان قضيې پر وړاندې د امريكا چلند له پيله منطقي او رښتينى نه و. په افغانستان كښې د امريكا د سياست پرله پسې تېروتنو له ايران څخه سيمييز ځواك جوړ كړ، روسيه يې په منځنۍ اسيا كښې نفوذ كولو ته وهڅوله، سياسي اسلام او دولتي او غير دولتي تروريزم ته يې وده وركړه.

20.07.2011 18:47    |   بريالى جلالزى په افغانستان كې له نورو هيوادونو سره د ايران رقابت

افغانستان له يوې خوا د جغرافيي موقيعت او له بلې خوا د دېرش كلن ناورين له امله د سيمې، ګاونډيو او ان د لرو پرتو هيوادونو تر منځ د رقابت ډګر ګرځېدلى دى. دغه بحث يوه هڅه ده، چې په افغانستان كې له نورو هيوادونو سره د ايران له رقابته پرده پورته كړي.

18.07.2011 16:01    |   بريالى جلالزى د كوكران او مانجې پر جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز (دویمه برخه)

كله چې كندهار د ايرانيانو تر ولكې لاندې و، ميرويس نيكه چې د افغانستان له مبارزينو څخه و، د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو په موخه قومي جرګې راوغوښتې او په پاى كې يې د رحمان بابا په ديوان فال وكوت.

15.07.2011 16:51    |   بريالى جلالزى د كوكران او مانجې پر جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز

ژوند د خوښۍ او غم ګډوله ده. انسانان د ژوند د پرمخ وړلو په بهير كې په ارادي او غير ارادي توګه له يادو شويو دوه پديدو سره مخ كېږي. د خوښۍ د دوام او د غم د لري كولو لپاره په بېلابېلو وسيلو لاس پورې كوي. د هر كار لومړنى خوځښګر ذهني انګېزه لري، چې لومړى يې په ذهن كې تمثيل او بيا عملي بڼه وركوي.

19.11.2010 15:40    |   بريالى جلالزى بلخي فرهنګيانو اختريزه ميله وكړه

بلخي فرهنګيانو د افغاني دودونو او كلتور د ساتنې او پالنې په موخه د لوى اختر په درېيمه اختريزه مېله وكړه، چې په سلګونو كسانو پكې برخه اخيستې وه.

11.10.2010 06:48    |   بريالى جلالزى په بلخ ولايت كې په لومړي ځل د كركټ سيالۍ په لاره واچول شوې.

په بلخ ولايت كې په لومړي ځل د كركټ سيالۍ په لاره واچول شوې.

18.07.2010 15:24    |   بريالى جلالزى بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه

بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه

02.12.2009 10:39    |   بريالى جلالزى په بلخ ولايت كې درې غوره شعرونه وټاكل شول

د بلخ فرهنګيانو وپتيله چې هره مياشت به په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت كې د پښتو ادب دلا پياوړتيا په موخه د يوې مشاعرې له لارې د بلخ ولايت په كچه درې غوره شعرونه ټاكي او شاعران به يې په ډاليو او ستاينليكونو نمانځي.

01.04.2009 16:02    |   بريالى جلالزى مومند بابا ادبي بهير د ((تاريخ پاڼه)) پرانيسته.