د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه

بريالى جلالزى 18.07.2010 17:24

بلخي فرهنګيانو تېره اونۍ د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د يوې غونډې په ترڅ كې د كركټ پخوانى كپتان ريس احمدزي ته شمله ورپر سر كړه. 

د بلخ ډېرى ملګري د دې ځوان لوبغاړي له نوم سره اشنا و؛ خو دا لوموړى ځل و، چې د خپلې اتلې لوبډلې د يو ياد لوبغاړي د ليدو وياړ وربرخه شو.

كه څه هم په ډېره كمه موده كې ذبيح الله احساس د بلخ ولسوالۍ ادبي ملګرو ته خبر واستوه، چې نن د ام البلاد ادبي بهير اوونيزې غونډې ته د ځينو سيمه مشرانو تر څنګ كركټران هم راوبولۍ، چې ځوان اتل ريس احمدزى به مو مېلمه وي.

دا خبر د ټولو لپاره په زړه پورې و، په ډېره لږه موده كې ځينې مشرانو او يو شمېر ځوانانو غونډې كې برخه واخيستلى شوه.

غونډه د تېرې پنچشنبې په ورځ د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد ادبي بهير كې د همدې بهير د اوونيزو غونډو په تالار كې جوړه شوې وه، چې د سيمې د مخورو مشرانو تر څنګ پكې د ولسې جرګې وكيلې مېرمن ګلالۍ ساپۍ هم برخه اخيستې وه. 

د غونډې په پيل كې د ام البلاد ادبي بهير غړي ډاكټر ضياالرحمان راغلو مېلمنو ته له ښه راغلاست وروسته د ياد شوي ادبي بهير تر څنګ په بلخ كې د روانو ادبي هڅو په اړه مالومات وركړل. 

نوموړي د ريس احمدزي په راتګ خوښي څرګنده كړه.

ورپسې مېرمن ګلالۍ ساپۍ د خپلو خبرو په ترڅ كې په بلخ كې د ځوانانو روانې ادبي او كلتوري هڅې وستايلې او لا كار كولو ته يې وهڅول.

له دې وروسته ذبيح الله احساس ځوان لوبغاړى ريس احمدزى د غونډې ګډونوالو ته وروپېژاند او د نوموړي په اړه يې هراړخيز مالومات وركړل.

احساس وويل: ريس احمدزى د هغه لښكر يو سرتېرى دى، چې موږ يې نړيوالو ته سوله پال خلك وروپېژندو.))

نوموړي په بلخ كې د روان ادبي خوځښت په استازيتوب ځوان لوبغاړي احمدزي ته د شملې ورپر سر كولو يادونه وكړه.

له دې سره د بلخ ولسوالۍ يو سيمه ايز مشر ريس احمدزي ته لونګۍ ور پر سره كړه. 

ريس احمدزي د خپلو خبرو په ترڅ كې د بلخ له فرهنګيانو څخه د مننې تر څنګ وويل: ((ډېرو ځايونو ته مې سفرونه كړي؛ خو بلخ ته په شوي سفر كې مې داسې نه انګېرله، چې له دې وياړ سره به مخ شم.))

نوموړي زياته كړه، چې دا ورځ به يې هېڅكله هم هېره نشي.

ورپسې ازده مشاعره وشوه، چې بېلا بېلو شاعرانو په كې په زړه پورې شعرونه واورل 

د غونډې په پاى كې احمدزي د بلخ ولايت د روان ادبي خوځښت د كركټ لوبډلې (ام البلاد كركټ لوبډله) د ځينو لوبغاړو سره وكتل.

نوموړي له يادې شوې لوبډلې سره د كركټ لوبې د پوره اسبابو د وركړې وعده وكړه.