د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که د عربانو دا پاڅون ناکام شو نو !

همایون غفوری 28.04.2011 22:46

اسلامی امت له لسیزو راهیسې له داخلي او خارجي کشالو سره لاس او ګریوان دی . که څه هم د دې امت داخلي لانجه ورسره همزولې ده ــ البته که د رسول الله صلی الله علیه و سلم خپله مبارکه زمانه او د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضی الله تعالی عنهما د خلافت بشپړ دور او بیا د حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه د خلافت لومړۍ نیمایي موده ترې مستثنی وګرځوو ــ خو سره له هغه هم په امت کې د علماؤ او مجاهدینو شمیر او اغیز دومره لوی ؤ چه د وخت د حاکمانو له پوره عیاشۍ ، اخلاقي او عقیدوي فساد کې اخته کیدو سره سره هم د اسلام جغرافیایي کړۍ د نړۍ قابو نیمایي ځمکې نه تاوه شوې وه . د هغه وخت هغه بیخي له چتې وتلی مسلمان حاکم به هم صرف دومره فاسد ؤ چه رقاصې به یې وساتلې یا به په شرابو کې مست ؤ ، او یا به یې شپه او ورځ په ښکار کې یا له شاعرانو سره تیرولې . خو یو یې هم د پردي ایجنټ نه ؤ بلکه برعکس د نړۍ نور حاکمان به د دوی لخوا برحاله او لیرې کیدل او دوی ته به یې جزیه ورکوله . د هارون الرشید نه نقل کیږي چه وایي هغه به چه کله آسمان خړ ولید نو وریځو ته به یې ویلې چه کومې خواته چه دورمې درومه چیرته چه دې خوښه وي اوره خوغَله به دې بیرته بغداد ته راځي . ( اشاره یې د ځمکې هغه حاصلاتو ته وه چه مسلمان کرونده ګر د عُشر او کفارو به د جَزیې پتوګه دارالخلافې ته لیږل ) . نو اسلامي نړۍ له ټولو داخلي کړکیچو سره سره لس پیړۍ عزتمند پاتې شوې . دغه دین راغلی همدې لپاره دی چه خپل منونکي ته عزت وروبښي . ځکه چه دا عزیز دین دی او د عزیز ذات له لوري بشریت ته غوره شوی .
خو د دغه دین له بې شمیره ځانګړتیاؤ نه یوه دا هم ده چه تر څو ورباندې معتقد خلګ په بشپړه توګه یا تر خپل وسې او توان پورې هغه په ځان پلي نکړي د هغه د میوو نه هم بشپړه ګټه نشي پورته کولی . هغه د هندوانو دین ندی چه هندو ته وایي د واده مراسم دې په درمسال کې کوه نو خدای بښلی شوې ! یا عبادت تر هغه نشې کولی چه تر څو پنډټ ( د هندوانو دیني پیشوا ) درسره نوي ...! او دا عیسویت هم ندی چه د سینې په سر د لاس په اشاره د چلیپا ( صلیب ) دوه کرښې وکاږې . او یا د یکشنبې په ورځ په کلیسا کې څو سندرې واورې او بیا پاپ درته د بښنې وثیقه درکړل شي او ــ د پاپ له لوري ! ــ د جنت ټوټه درباندې خرڅه شي ... ! دا دین بل دین دی . دا هغه دین دی چه کله منونکی یې د دین په څیر وپیژني نو د زړه له کومې ایمان پرې راوړي ، غوښتنې به یې تر سره کوي او مخالفت به یې نکوي . یوازې دغسې معتقدینو ته دا دین عزت وربښي او خپل د میوو دسترخوان ورته غوړوي .
د دې دین یو بل خصوصیت دا دی چه دا د حق او عدل دین دی . او د همدې خصوصیت په اساس غواړي ټوله نړۍ خپله کړۍ کې راولي . او څرګنده ده چه جابران او ظالمان د حق او عدل نه سرغړوي او په بیوزلو باندې همیشه ظلم کوي او حق یې خوري ، نو خامخا به یې له دغسې دین سره کلکه دښمني وي او نشي زغملی چه د بدماشۍ کړۍ یې تنګه شي . نو په همدې اساس هغوی د اسلامی ساحې د پراخیدو مخنیوي لپاره له پیړیو هڅې کوي او پدې وروستي دوو پیړیو کې تر ډیره حده کامیاب شوي هم دي . مسلمانانو کې یې د عقیدې د ضعیفولو لپاره مختلفې لارې سنجولي چه له هغه جملې نه د معاصر تصوف بیلابیل ډولونه د یادولو وړ دي . که څه هم د تصوف پیل د مسؤولیت نه د تیښتې له امله شوی خو بیا هم د هغه وخت د متصوفینو صفا عقیده وه او د عباداتو لپاره یې د اسلام په اصولو ولاړه د زهد او تقوی سمه لاره خپلوله ، بدعت رواج شوی نه ؤ ، پیرۍ او مریدۍ نه وه ، هر متصوف به پخپله د تقوی لاره غوره کوله او د علماؤ نه یې خپل دیني مسایل پوښتل . لکه پورته چه مې وویل د هغوی هغه لویه ګناه دا وه چه د حکامو په وړاندې یې د حق کلیمه و نه ویله او د هغوی د هرې ناروا نه یې سترګې پټې کړې او د مسؤول مسلمان په څیر یې په مخ و نه دریدل . مګر د وخت له تیریدو سره دغه سلسله خپله اصلي څیره له لاسه ورکړه او ډیر بدعتونه پکې پیدا شول ، تر څو چه بالآخره هغه بڼه یې خپله کړه چه نن صبا اسلامي نړۍ یې له لاسه پوزې ته رسیدلې او نیژدې ده چه له امله یې د اسلام اصلي څیره له خلګو نه پناه شي . او پدې کې هیڅ شک نشته د دغې لارې د خپریدو لپاره څومره چه د اسلام دښمنان کار کوي هغومره به خپله صوفیان هم ونکړي .
مګر د اسلام دښمنان هغه وخت هک پک پاتې شول کله چه ویې لیدل چه د هغوی هغه وژونکي دسیسو سره سره بیا هم په اسلامي نړۍ کې داسې خلګ لا تر اوسه شته چه اوس هم د اسلامي حکم او اسلامي دولت نارې پورته کوي . د اسلام له اصلي چینې نه استفاده کوي اوهڅې کوي چه نور خلګ هم وروزي او د مسلمانانو تاریخ بیا ژوندی کړي . او ورسته لدې چه ټول مسلمانان یې ویده کړي او قابو ټوله اسلامي نړۍ یې خپل استعمار لاندې راوړې او له لسیزو راهیسې ورباندې حکومت کوي ، لا هم ځیني مسلمانان ویښ دي او د نورو د ویښولو هڅې کوي ... د هغه تنکي ځوانانو هغه ویښ ضمیرونه نور خلګ ویښ کړل او منظمه اسلامي تحریکونه منځ ته راغلل او په ډیره لنډه موده کې د اسلام دښمنان د هغه کم شمیر ویښو ځوانانو د خوځښت په وړاندې په ګونډو شول او استعماري کړۍ یې ماته شوه .
دلته ؤ چه دښمنانو خپله پالیسۍ بدله کړه او داسلامي هیوادونو نه د راوتلو په مهال خپل ځیني لاپوسي یې اسلامي تحریکونو کې وټومبل او د مشهورولو ډنډورې یې ورته وغږولې تر دې چه هغوی یې مرکزي کړیو ته ورسول . نتیجه یې دا شوه چه د استعمار له وتلو وروسته د هغه هیوادونو مشرتوب د هماغه لاسپوسو لاس ته ورغی .
لکه څرنګه چه د دغې لیکنې موضوع عربي هیوادونه او پکې اوسني پاڅونونه دي نه غواړم چه د اسلامي نړۍ نورهیوادونه او د استعمار په مهال د هغو حالت وڅیړم . که څه هم پدی باب کې د اسلام دښمنان ټول مسلم امت ته په یوه نظر ګوري خو عربي هیوادونه ورته خاص اهمیت لري نو ځکه یې زور ډیر په همدې هیوادو اچولی ؤ .
که له استعماره ورسته د دغه هیوادو تاریخ ته ځیر شو نو ګورو چه له قابو پنځوس یا شپیته کاله راهیسې حکومتونه پکې د پلار نه زوی ته یا ورور نه ورور ته رسیږي . که څه هم پادشاهۍ نظام نه بلکه داوه یې دا ده چه هلته جمهوری نظامونه چلیږي ! او په رښتیا هم هر څلور پینځه کاله وروسته پکې انتخابات هم کیږي ! مګر هر ځل به هماغه رئيس او هماغه پارلمان یې د ۹۹٪ په نتیجه ګټي ! او د هغه نه هم لویه حیرانتیا دا ده چه له هماغه شپیته کاله راهیسې د هغه هیوادونو واکمنان ټول له یوه سره ټیټ رتبه پوځي افسران دي ! ملک حسین ، ملک حسن ، جمال ناصر ، سادات ، حسنی مبارک ، قذافي ، علی عبدالله صالح ، بورقیبه ، زین العابدین بن علي ، حافظ الاسد ، جعفر نمیری ، سوار الذهب او څو نور واکمنان چه فی الحال مې یې نومونه ذهن ته نه راځي ... دوی کې تقریبا ټول یا مطلق اکثریت یې پوځ کې ول !
دا خو به د منلو وړ نوي که څوک ووایي چه دا تصادف دی . د دې تر شا د چا لاس ؤ .. هغه د اسلام دښمنان دي چه دوی یې په اسلامي ملکونو کې په بیوزله ملتونو باندې د هغوی د ځپلو لپاره کینولي دي . د اسلام دښمنان نه غواړي چه بیا ترې د جزیه اخیستلو وخت راشي . هماغه ؤ چه ترخپل وس او توانه پورې یې پخپل استعماري لاس اسلامي نړۍ وځپله او ټوله شتمنۍ یې ترې ولوټله . بیا کله چه د اسلامي ویښتابه بیرغ ورپید او د اسلام بچیانو هغوی پسې واخیستل نو د ګډوډۍ نه په استفادې سره واکدارۍ یې په چل ول خپل ایجنټانو ته وسپارله . هغه هم هغه لاسپوسي چه د ایجنټۍ سره سره او خپل ملک او ملت ته له خیانت سره سره دومره ظالم او وحشي صفته ځناور وو چه په تاریخ د انسانیت کې به یې ساري و نه موندل شي . هغوی خلګو باندې خو ظلمونه کول ، وږي تږي به یې ساتل مګراسلامي فکر خاوندانو ته یې خاصه توجه ورکوله او هغوی باندې یې هغه څه کول چه فرعون بني له اسراییلو سره نه وو کړي . د ظلمونو لیست یې ډیر اوږد دی چه دا لنډه لیکنه خو څه چه څو جلدیزه کتاب به هم ورته لږ وي .
دغسې مشکلاتو سره عربي نړۍ شپیته کاله تیر کړي . بیا دغه وروستي دیرش کلونه خو د فرعونانو ظلم او ستم دې اندازې ته رسیدلی ؤ چه هره ورځ به دوه دری تحریکی مسلمان د اعدام په رسی ځړیدل . خصوصا د سپټمبر مصنوعي کړکیچ نه وروسته خو دغه فرعونانو ته نوره هم قوي پلمه لاس ته ورغلې وه نو په ښکاره به یې اسلام ته سپکاوی کاوه او تحریکي تنکي ځوانان به یې په رڼا ورځ اعدامول . تر څو چه خدای پاک فضل وکړ او عربي نړۍ کې دغه پاکه او مبارکه پاڅونونه پیل شول چه تر اوسه پورې یې دوه فرعونان له پښو غورځولي دي او نور یې هم آخري شپې ورځې تیروي او د پاک الله د مرستې بیا د مسلمان ملتونو د پاک ارادت او عزم له برکته به ټوله عربي نړۍ کې او بیا ورپسې ټوله اسلامي نړۍ کې آزاده حکومتونه منځ ته راشي او د دعوت لاره به بیا د ریښتوني دعوتګرو په مخ پرانیستل شي او یو وخت به د اسلام سپیڅلی بیرغ په ټوله اسلامي نړۍ کې رپانده شي او یو ځل بیا مسلمانانو ته هغه ورک عزت او پت ورپه برخه شي او د مسلمانانو سترګې به د اسلامي شریعت په تطبیق کیدو رڼې شي او د اوسني ظلم او وحشت نه به خلاص شي .
مګر خدای دې نکړي که چیرې دغه اوسني پاڅونونه بیا د دسیسو ښکار کیږي او د مسلمانانو دغه عزم سستیږي نو ګومان مې نکیږي چه راتلونکې یوه پیړۍ پورې بیا څوک پیدا شي چه دغه ولسونه په دومره کلکه اراده او راسخ عزم سره وپارولی شي . اوس دا د مونږه مسلمانانو مسؤولیت دی چه د نړۍ د هر ګوټ نه د دغه پاڅون د بریالي کولو تر توانه هڅې وکړو . د خولې او قلم سره یې د رسنیو او طبوعاتو له لارې ملتیا وکړو او که نور هیڅ مو د لاسه نکیږي په خپلو دعاګانو کې یې په یاد وساتو او د الله پا ک نه یې د بري غوښتنه وکړو .