د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هزارګۍ او پښتانه - د احمد سیر کاکړ صیب په ځواب کې

همایون غفوری 10.07.2010 13:08

دوه اونۍ مخکې عتیق ناشنا د ( یوه هزارګۍ او شل پښتانه ) تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی ؤ او ما د ناشنا صیب د خبرو د تایید په ترڅ کې د لږو اضافاتو سره د ( عتیق ناشنا هزارګۍ او زما پښتاته ) تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړه . له هغه وروسته بیا یو بل لیکوال د احمد سیر کاکړ په نامه په همدې اړه د انټرنټ له لارې ما نه څو پوښتنې وکړې او د ځواب هیله یې ښکاره کړه چه د ځينو کورني مصروفیاتو له امله ونشم توانیدلی چه سمدستي ورته ځواب ولیکم چه د دې ځنډ بښنه ور څخه غواړم .
ما چه پخپل مضمون کې کوم نظر وړاندې کړی ؤ هغه زما شخصي نظر دی او ضرور نده چه هغه هرومرو سم وي . تاسو یو اټکل ورته ویلی شی . په هغه کې ما لیکلي وو چه یهودانو همیشه هغه وخت له شیعه ګانو نه استفاده کړې ده چه دوی پخپله د اسلامی دولت په وهلو کې پاتې راغلي دي . او دا قصه د حضرت عثمان له شهادته وروسته پیل شویده او تر اوسه جاري ده او زما په ګمان چه تر ډیر اوږد راتلونکي به هم دوام ولري . ځکه چه لکه په مخکیني مضمون کې مې چه په ډاګه کړې وه چه یهودانو ته دا وسله ځکه ډیره کاري او با اثره ده چه هغوی پدې پوه دي چه د ( لا اله الا الله ) کلمه لوستلو له امله مسلمانان هیڅ کله دا فتوا نشي ورکولی چه شیعه ګان مسلمان ندي ، ځکه چه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي چه هر څوک چه په خوله کلمه ووایي هغه مسلمان ګڼل کیږی او د زړه معامله به یې پاک الله سره وي . نو لدې کبله دوی د مسلمانانو په ټولنه کې هماغه حیثیت لري چه عام مسلمانان یې لري . او بلې خواته که د دوی دین ته څوک په څیړنیز نظر وګوري ، پکې د اسلام هیڅ شی هم نشته . د کلمه ویلو نه نیولی تر اوداسه او لمانځه او نور تعبدي مناسکو پورې ، دوی د نبي کریم صلی الله علیه و سلم یو عمل هم نلري . د احادیثو سلسله یې هم جعفر صادق پورې رسیږي له هغه پرته بل څوک نه مني او حتی چه هماغه احادیث یې هم ټول موضوعي دي چه یهودیانو یې بنسټ ایښی . او د دوی د دین یوه ډیره مهمه ځانګړتیا دا ده چه دوی ټول اهل سنت د حسین قاتلان بولي او په مذهبي کتابونو یې راغلي دي چه یو شیعه به هغه وخت د جنت تر ټولو لوړ مقام حاصلوی چه څلور نواصب مړه کړي . نواصب دوی سنیانو ته وایي . نو د دوی د دین له دغې اړخې نه یهودانو همیشه ګټه پورته کړې ده .
زمونږ ورور کاکړ صیب دا پوښتنه کوي چه کله چه دوی دومره خطرناکه دي نو د یهود او نصاراوو نه مخکې د همدوی سره ولې جهاد ونکړو ؟! وروه مسلمانان څوارلس سوه کلونو نه په همدې لړمون خوړینوکي مرض اخته دي او له همدې ناړامه قوم سره یې شپې صبا کړي دي او څو څو وارې د همدوی له پلوه د اسلامي خلافت وجود تر ګواښ لاندې راغلی او په یوه دوره کې خو خبره آن تر دې رسیدلې وه چه د کعبه شریفې نه یې حجر الاسود تښتولی ؤ او تر څلویښتو کلونو پورې هغه ورک ؤ او مسلمانانو څلویښت حجونه د حجر الاسود له مچولو پرته تر سره کړي دي ، او آن تر دې چه بغداد ته د همدوی د طایفې یو وزیر چه ابن العلقمي نومیده اوعباسي خلیفه په ده اعتماد کړی ؤ خو دغه رذیل او کم اصل انسان له هلاکو خان سره مل شو او د بغداد دروازې یې ورته پرانیستلې او تتاریان بغداد ته ورننوتل چه په تاریخ د اسلام کې د مسلمانانو لوی شکست هماغه ګڼل کیږي ... خو سره لدې هم اسلامی امت د رسول الله صلی الله علیه و سلم د همغې یوې خبرې لحاظ ساتلی او هیڅوک هم نشي کولی چه د دوی د کفر صریحه فتوا صادره کړي . البته د امت د علماؤ له اوله تر اوسه پورې دا رایه ده چه د شیعه ګانو عالمان کافران دي ځکه چه هغوی ته حق او ناحق لکه د لمر د رڼا په شان ښکاره ده او هغوی ښه پوهیږي چه په غلطه روان دي خو خدای شرمولي دي . مګرعوام یې ناپوهه دي نو ځکه معذوره ګڼل کیږي . هیله ده چه کاکړ صیب خپل د اول سوال ځواب موندلی وي .
ورور بله پوښتنه دا کړې ده چه څوک چه له دوی سره مبارزه کوي نو ولې خلګ ورته فاشیسټ او نیشنلیسټ وایي ؟ زما په نظر د کاکړ ورور اشاره هغه پښتنو ته ده چه هر کله د دوی په مقابل کې ولاړ وي .. ګوره کاکړ صیب مبارزه دې ته نه وایي چه د منطقې یا د ژبې پخاطر تر سره شي . دې ته په رښتیا هم نیشنلیستی ویل کیږي . د نړۍ یوه ژبه یا منطقه یا د پوستکۍ رنګ هم د بلې ژبې یا منطقې یا رنګ سره توفیر نلري او یو تر بله لوړ والۍ نلري ځکه چه دغه دری واړه شیان د انسان پخپل اختیار ندي . څوک کولی شی چه پخپله خوښه پښتون وزیږي یا رنګ یې سپین یا تور وي یا دې وطن کې او هغه وطن کې وزیږي ؟! د اسلامي تعلیماتو سره سم لوړ انسان هغه دی چه الله لوړ کړی وي . هغه چه تقوا ولري . د عزت ، کرامت او شرافت د لوړ والي کچه یې د تقوا او د خدای نه خوف پورې تړلې وي . نو هره مبارزه او جنګ چه د ژبې یا منطقې د تاثیر لاندې تر سره شي هغه به جاهلي جنګ وي او د اسلامي مبارزې بڼه ورکول یې له اسلام سره جفا ده .
د سیمې د حکومتونو په اړه دې پوښتلې ده چه ولې دوی د پښتون قوم جرړې وباسي په ځای د دې چه ملاتړ یې وکړي ، ځکه چه همدوی د دښمنانو په مقابل د ټینګې خلګ دي ؟ محترم کاکړ صیب هغه مخکیني مضمون کې مې له ناشنا صیب سره یوه ټوقه کړې وه او ورته مې ویلي وو چه یره ناشنا صیب ته خو په ساست کې ډیر خام یې ، اجازه راکړه کاکړ صیب چه هغه ټوقه تا سره هم وکړم چه په سیاست کې خو خام وختې او هغه د لیلا او مجنون کانه دې هم په ځان پورې رښتیا کړه چه چا ویلي وو چه شپې نه تر سهاره مې ورته د لیلا او مجنون کیسه وکړه چه سهار شو نو رانه یې پوښتنه وکړه چه دا لیلا سړی ؤ که ښځه . وروره کاکړ صیب ما مخکې ویلي وو چه یهودان خپل کوشش کوي او هره وسله ازمایي چه مسلمانان وځپي . نو یوه وسله یې دا هم ده چه د نړۍ اکثره حکومتونه د همدوی په لاس دي او همدوی ورته مشران ټاکي او همدوی یې بدلوي رابدلوي ، خو د مسلمانانو په ځپلو کې اکثرا دغه ګوډاګیان هم پاتې راځي نو ځکه کله ناکله چه ټولې لارې په یهودانو بندې شي نو شیعه ګانو نه کار اخلي .
د سیاف او حکمتیار مثال دې ورکړی چه دوی دواړه خو هم پښتانه دي او هم اسلام پاله . نو که د احمد شاه بابا او د ترکۍ په پښتو کې او د میرویس نیکه اوحفیظ الله امین اونجیب په پښتوکې فرق ؤ .. د سیاف او حکمتیار په پښتو کې خو فرق هم نشته ځکه چه دواړه اسلامپاله هم دي او پښتانه هم ، نو دوی ولې ونشو کولی پښتانه له ځانه راټول کړي ؟ وروره ښه پوښتنه دې کړې ده . خو زه به یې ډیر لنډ ځواب درکړم او هغه دا چه پدوی دواړو کې یو یې هرومرو د پښتو او د اسلام دښمن دی ، د یقین علم له خدای سره دی خو مومن بندګان هم عقل لري چه د نورو بندګانو عمل وګوري او د هغوی په حق کې څیړنه وکړي او پهکله یې خپله رایه پډاګه کړي .
بله پوښتنه دې دا کړې ده چه د پولې دواړه غاړې ته همدا پښتانه ولې وژل کیږي او پنجابیان ولې نه ؟ کاکړ صیب دا خو به د حقیقت نه سترګې پټول وي که څوک دا ووایي چه نور قومونه پدې ناوړه مصیبت کې ځورویدلي ندي .. د تصادف خبره خو دا ده چه په کومه ورځ چه ستا دا مضمون خپور شو دهماغې ورځ په ماښام د لاهور داتا دربار مزار کې هغه لویه ناوړه او غیر انساني کار تر سره شو چه تر پنځوسو بیګناه خلګ مړه او تر سلګونو زیات ټپیان شول . نو ما هغه ورځ له ځانه سره وویل چه ایله د کاکړ صیب زړه یخ شوی وي ...!
آخیري پوښتنه دې چه ترټولو مهمه پوښتنه ده هغه دا وه چه آیا یهودان او غربیان د پښتنو دښمنان دي او د دوی له منځه وړلو لپاره هڅې کوي او که د ټولو مسلمانانو دښمان دي ؟!
کاکړ صیب پښتنو کې که اسلام نه وي نو ـ پښتانه وروڼه دې خفه نشي ـ دوی یې د توت په بیه هم نه اخلي . نو د دوی هدف اسلام ده . که د پخوانیو پادشاهانو کیسې دې اوریدلي وي نو هغه کیسو کې د قلاګانو او د برجونو ډیره یادونه کیږي . چه کله پادشاه د فلاني ملک دروازې ته ورسید نو قلا یې بنده وموندله او له ټولو هڅو وروسته یې هم ونشو کولی چه فتحه یې په نصیب شي نو خپل ټول زور یې د قلا برجونو ته واړاوه او د څلورو خواګانو نه یې په برجونو برید وکړ تر څو چه په برجونو کې په مورچلو ناست سپایان یې ختم کړل بیا یې قلا فتحه کړه او ښار ته ورننوت . نو وروره پښتانه د اسلام د قلا برجونه دي او چه ترڅو دوی وي څوک قلا ته ننوتلی نشي نو ځکه یې اوس ټول زور په برجونو اچولی او چه کله هغو برجونو کې په مورچلو ناست پښتانه یې ـ الله دې نکړي ـ ختم کړل بیا نور خلک پخپله ورته لاسونه اوچتوي ... نو داسې نده چه پنجابیان یا نور قومونه مسلمانان ندي . خو پښتانه برجونه دي او پدې سیمه کې د اسلام نه تاو لوی دیوال همدوی دي . دعا وکړﺉ چه دغه دیوال د دغه لوی سیلاو په مخکې ودریږي کنه قسم په خدای چه بیا به نه پښتانه پاتې وي او نه هزاره چه د یو بل په مقابله کې د نیشنلسټۍ جنګونه وکړي .
امید لرم چه خپله نظریه مې په ښه توګه در رسولې وي ...