د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عتیق ناشنا هزارګۍ او زما پښتانه

همایون غفوری 30.06.2010 22:17

عتیق ناشنا یوه ډیره ښایسته لیکنه د ( یوه هزارګۍ او شل پښتانه ) تر سرلیک لاندې د ټول افغان او دعوت انټرنیټ پاڼو کې خپره کړه . لیکنه دومره خوندوره وه چه زړه یې بیا بیا لوستل غواړي . د یوې هزارګۍ ښځې قصه یې کړې ده چه پنځه بچیان لري ، یو زوی یې د پوهنتون په دوهم صنف کې او پاتې اولاده یې د مکتب په بیلو بیلو ټولګیو کې سبق وایي . دا ښځه د سهار لمانځه سره پورته کیږي او د ماسختن تر لمانځه پورې په کوم ځای کې د صفایۍ کار کوي تر څو وکولۍ شي خپلو بچو ته خوراک چښاک او د درس مصارف پوره کړي . وروسته لدې عتیق صیب د پښتنې ټولنې اوصاف بیانوي او زیاتوي چه پښتانه په پیسو ټولولو پسې لیوني دي اوخپل زامن د ولور پوره کولو پسې خلیج هیوادو ته لیږي ، د تعلیم په قصه کې ندي ، او که شتمن هم وي دلته به بیکاره ګرځي . او د حیرانتیا خبره عتیق صیب ته دا ده چه دغه پښتانه بیا د ملک د راتلونکی واکنمۍ دعوا هم کوي !
    د عتیق صیب دغه لیکنه په رښتیا چه د پښتنې ټولنې ژوندی تصویر ده . هغه د زړه له سوند نه دا خبرې کړي دي . خو سره لدې چه د پښتنو ځیني ټولنیز عیبونو ته یې اشاره کړې ده او د پښتنو د وروسته پاته کیدو سبب یې هم ښودلی چه بیسوادۍ او د تعلیم نه کرکه ده ، مګرد عتیق صیب د لیکنې عیب دا دی چه د تعلیم نه د کرکه سبب چه په نتیجه کې یې پښتانه وروسته پاتې دي ، ندی بیان کړی .
    ګوره ناشنا وروره هزارګان پدې ملک کې له پیړیو د ظلم ، جبر ، عدم انصاف او تشدد ښکار پاتې شوي دي . تیرحکومتونه که هغه د پښتنو حکومت وو او که د فارسي بانانو ، د هزارګانو په حق کې یې چلند د ناروایۍ او د ظلم چلند و . خو په دی اوږده موده کې چیرې هم هزارګانو غږ پورته نکړ او نه یې پورته کولی شول . ځکه چه هغوی پوهیدل چه هغوی پدې ملک کې غوڅ اقلیت دي او په مذهب کې هم د ملک له نورو قومیتونو څخه بیل دي . هغوی پدې هم پوهیدل چه که زر کاله هم تیر شي د دوی په حال کې به څه فرق رانشي . اوس پوښته دا ده ، پوښتنه نه بلکه معما دا ده چه دوی څرنګه وکولی شو چه یو ناڅاپه دومره ترقي وکړي او دومره بریالي او بریتور شي ( که څه هم اکثریت یې کوسه دي ) او دا څنګه ممکنه شوه چه د افغانانو په خپله خاوره د هغوی یوه کونډه ، کمزورۍ او ډنګره بوډۍ چه یوه څاڅکې وینه یې په مخ نشته ، یوه ) پښتون لیکوال ! ) ته له شلو شمله ورو او د نیکونو په کړنو مغرورو نارینه وو څخه غښتلۍ وبریښي !! په رښتیا چه دا د حیرانتیا خبره ده او دردونکې خبره هم ده ...
    په اصل کې هزارګانوهغه وخت ځکه خپل حقوق نشوغوښتلی چه دوی صرف هزارګان وو . او د ټیټ احساس ښکار وو . ځان یې پدې ټولنه تپل شوې ټوټه ګاڼه . نو ځکه به چه کله کوچیان د دوی له منطقې تیریدل ، نه دا چه چا به ورته څه نه ویل او نه یې ویلی شو ، بلکې ښه استقبال به یې هم کاوه . له دوی نه به یې لبنیات اخیستل او په بدل کې یې ورته وړه ، وچه او تازه میوه او نور د اړتیا شیان ورکول ... او ځکه دوی د کابل په ترټولو وروسته پاته منطقو کې اوسیدل ، دشت برچي قلعه مراد خانی ، قلعه شاده به د دوی د هستوګنې ځای و ، تر ټولوهغه خشره کارونه به د دوی مشغله وه ، دعسکرۍ دوره به یې د صاحب منصبانو کورونو کې په خدمت تیروله ... دا ټولې ستونزې به یې ګاللې خو اف به یې نه کاوه او پدی یې اعتراف وو چه هزارګان دي او بس . او په اقلیت دي او اقلیت هر چیرته د اکثریت په مقابل کې همداسې وي . نو په کوم حال کی به چه وو ، په هماغه یې قناعت و .
    دوی چه کله صرف قومي بڼه درلودله نو هغسې د خوارۍ او ذلت ژوند یې و ، مګر کله چه عقیدوي بڼه یې وموندله او په ځان یې د شیعه ایزم منتر چوف کړ او د نړیواله شیعه ایزم مرکز سره یو ځای شول هغه وخت یې وکولی شو چه د رییس جمهورمرستیال شي، او د ریاست جمهورۍ لپاره کاندید ولري ، کوچیانو ته ووایي چه نور مو د بامیان په لار و نه ګورو، خپله یوه کونډه بوډۍ یې د اقلیتۍ سره سره د اکثریت له شلو شمله ورو نارینه وو سره برابره کړه . د کابل، مزار، غزنی، هرات او ځیني نورو ولایتونو قابو شپیته په سلو کې ځمکې یې اخیستی دي او په راتلونکي پنځه کلونو کې به دا شمیره اتیا په سلوته ورسیږي . دوی قانونی ودونه هم کوي او د صیغې (موقت واده) سهولیات هم ورته برابر دي چه که د دی ملک مسلمان ولس همداسې په پښتون او تاجک ویشل شوی وي نو د شلو کلونو په شاو خوا کې اکثریت به هم همدوی وي . څو ورځې مخکې د کابل ملي ټلویزیون نماینده په پغمان کې له خلکو سره مرکې کولې نو د دغه قومیت له یوې ډلې سره مخامخ شو چه پوښتنه یې ترې وکړه : شما از کجا آمدین ، یوه هزاره ورته په ځواب کې وویل : از برچي شریف ! نو مطلب مې دا ده چه کله دوی خپل هغه تنګ قومي محور څخه ووتل نو واړه اولادونه یې هم اوچته نظریه والا شول او دشت برچي نه یې برچي شریف جوړ کړ او دا د امکان نه وتلې خبره نده چه صبا به یې ولایت برچي شریف اعلان کړي ...
    بر سیره پدې کله چه نړیواله کفري طاقتونه پخپله د اسلام په ځپلو کې ناکامه شول نو اوس غواړي چه د شیعه ګانو نه استفاده وکړي او هر چیرته مسلمانان پدوی وځپي چه په افغانستان او عراق کې مو ددې ژوندي مثالونه ولیدل .
    نو هزارګان په افغانستان کې ځکه سرپورته ګرځي چه هغوی اوس مرجعیت لري ، پشتوانه لري نړیوالتوب لري . هغوی نن هزارګان ندي انټرنشنل شیعه ګان دي او له یو بل سره یو موټی دي او د نړیوال شیعه ازم تر شعارلاندې سره ټول دي ، موحد رهبریت لري او رهبریت یې بیا ځانته مرجعیت لري . د یهودانو حال خو ټول دنیا والو ته معلومه ده چه نن صبا نړۍ ټوله د همغوی د کنټرول لاندې ده څنګه یې چه زړه وغواړي هماغسې یې چلوي . د امریکې او غربي نړۍ په اوږد تاریخ کې تورپوستي ته به چا د انسان په نظر نه کتل مګر اوس یې د نړۍ د سوپر پاور هیواد مشر یو تورپوستی ټاکلی ، هغه د دې لپاره چه د دیموکراسۍ هغه بدشکله څیره بیرته نړۍ ته ښایسته کړي چه د دوی د لاسه یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی و . نو هغه یهودان د اسلامی تاریخ له پیله  تراوسه پورې هرکله چه پخپله د اسلامي خلافت یا دولت ځپلوکې پاته راغلي دي نو له شیعه ګانو نه یې استفاده کړې ده . هغوی اوس بیا دې ته اړشوي دي . ځکه چه دا وار ته اسلامي ویښتابه په نړۍ کې دومره قوي اغیزه ایښې ده چه غرب یې حیران کړی او هغه د دې ویښتابه مخه نیولو کې پاتې راغلی دی او ګوري چه ورځ تر بله اسلام په اوروپا او امریکا کې پیاوړی کیږي او د دوی وجود ته د یو ستر ګواښ په څیر مخ په وړاندې روان دی . هره ورځ په هرغربي هیواد کې لس ، پینځلس او شل مسیحیان اسلام قبلوي ، آن تر دې چه ځینو پاپان یې اسلام قبول کړی چه دا پخپل ځای مسیحیت ته یو لوی ګواښ دی . نو اوس غربیان یو ځل بیا دې ته اړ شوي دي چه د شطرنج هغه مهره استعمال کي چه د تاریخ په اوږدو کې هر وخت چه لاره ورته بیخي بنده شوې وي نو دغه مهره یې استعماله کړې ده او اکثرا نتیجه یې هم ورکړې ده . هغوی پدې پوهیږي چه اسلامي امت کې شیعه یوه منله شوې ډله ده او د لا اله الا الله محمد رسول الله د کلمه ویلو په وجه یې څوک د اسلام نه نشي ایستلی او هغوی پدې هم پوهیږي چه شیعه ګان به هیڅکله هم غرب ته یا مسیحیت او یهودیت ته ګواښ نشي او څه خطرترې نه محسوسوي . او که چیرته د ضرورت په وخت ورته څو زیارتونه د امامانو په نامه جوړکړي ، یا د نوروز میله ورته ښه ګرمه کړي او تکیه خانو ته ېې د ژمي هیزم برابر کړي نو هغوی به نور څه غواړي . په جعفري مذهب کې تر هغه جهاد نشته چه د دوی غایب امام را ونوځي . نو ځکه غربیان یې په قصه ندي او کله ناکله چه د دوی په منځ کې د دښمنۍ اوازې کیږي دا صرف د دۍ لپاره ده چه مونږ او د نړۍ مسلمانان وغولوي . بیا ګورو چه کله کله امریکا شیطان کبیر شي او بلې خواته ایران محور شر اعلان شي... خاصکر اوس مهال چه امریکا غواړي ایران د عربانو لپاره د یو بل اسراییل په شان د تهدید ذریعه جوړ کړي . اول هغوی غوښتل چه لوی اسراییل جوړ کړي ، خو کله چه اسراییل د حماس د جهاد له برکته پخپله ځان نه دیوال تاو کړ ، دا پدې معنی شوه چه هغه د لوی اسراییل خوب یې په اوبو کې وبهید او اسراییل په یوه چاردیوالۍ کې منحصر شو ، نو اوس غواړي چه لوی ایران جوړ کړي او د لوی ایران جوړولو په مخه ترټولو لویه خنډه افغانستان او په افغانستان کې په خاصه توګه د پښتنو سیمه ده . نوهغوی ډیر زور په همدې اچوي چه دا سیمه ټوټه ټوټه کړي ، په متعددو سیمو یې وویشي ، خلګ یې جاهل پاتې شي ، ټولنیز فساد او اخلاقي فساد پکې ډیر شي . د پولې هاخواته یې خیبرچینل ورته پیدا کړی چه هغه پښتنې یې بی پته او لوڅې وښودلې چه تر لس کاله مخکې پورې یې له سترګو او پوزې پرته د مخ بل ځای نښکاریده مګر د خیبر چینل له برکته یې اوس په بې حیایۍ کې پنجابیانې وروسته پاتې کړي دي . اوس پښتنې پیغلې ـ ډمانې نه ، هغه د عزتمند خلکو لوڼې یادوم ـ د پیښور په سټیجونو کې نڅیږي او د خیبر چینل له پردې نه په ژوندۍ بڼه خپریږي ، او تماشچیان یې هم له نارینه وو نه ښځې ډیرې وي او بی پردې او سرتور سر ناستې وي ، چه لس کاله مخکې به د پښتنو په خوب کې هم دا تیر شوی نه وي . دا ټوله د هغه لوی ایران د جوړولو لپاره زمینه برابرول دي ، او دا کار ترهغه پورې ممکن ندی تر څو چه پښتنه سیمه له مخې لرې نکړي او د هغې سیمې له منځه وړلو پخاطریې وسله وال جنګ ، اخلاقي جنګ ، فرهنګی جنګ او هر ډول جنګ بنا کړې چه خدای خبر څه وخت به دا نومیالی او ننګیالی پالوان په ګونډو کړي . ( الله دې نکړي )
    دا چه د پښتنو څه دیني او ټولنیز امراض دي ، پدوی کې د څه شي کموالی شته ، څه شی پکې تر فطري حده زیات دی ، دوی کومو ګواښونو سره مخ دي ، دا ټولوته معلومه ده اودلته بیانول یې مقاله اوږدوي . نو دلته زه صرف د هغو ګواښونو څخه د ژغورنې لپاره او د ځینو مرضونو نه د خلاصون لپاره خپل یوعاجزانه وړاندیزدوی ته لرم که چیرې ورته سم ښکاره شو عمل دې پرې وکړي او د خدای نه دې وغواړي چه ورته ثابت قدمۍ په نصیب کړي ، او که ورته سم ښکاره نشو ما دې معاف کړي او پخپله دې خپل مشران او اهل رای سره ټول کړي او خپل د ځان ، بچیان او ددې ملک د ژغورنې لارې دې وپلټی کنه نو لکه دعتیق صیب مضمون لاندې په تبصره کې مې چه ویلی و چه کنه نو شل کاله وروسته به تاسو جوالیان یۍ او دملک واک به مو د ایراني اخوندانو سره او د هغوی پلویانو سره وي او هغوی به بیا په هره کوڅه کې څټک او میخ په لاس ګرځي او د کورتو یوه ټوټه به هرچاته ښایي او پوښتنه به ترې کوي چه ( این چیه ) که قروت یې وویل خو هغه د چرسیانو خبره پیریې قوي و ، مګر که چیرې یې ورته کورت وویل غوږونه به یې په دیوال میخ کړي او یا به یې میخ په سر ور وټکوي . هغه د جوالیانو خبرې نه دې څوک غلط مطلب نه اخلي ، حلاله روزي ګټل فرض دي ( الکاسب حبیب الله ) زما مطلب صرف دا و چه کله داسې نشي چه د سپکاوۍ لپاره یې بل کارته پرې نه ږدي ولو که هغه ښه تعلیم یافته هم وي .
    ګرانو مسلمانه پښتنو ! ای په اسلام مینو پښتنو !
    پښتنو کې الحمد لله بې دینه خلق کم موندل کیږي . پرته له یو څو اوباشه انسانان چه د پښتنې مور په غیږ کې نه بلکه په کوڅو بازارونو کې لوی شوي وو یا د پردیو تر تبلیغات لاندې یې خپله لاره ورکه کړې وه او ملک یې خرڅ کړی و ، خوهغوی د شاذ حکم لري او شاذه طبقه په هره ټولنه کې لیدل کیږي مګرحساب نه ورباندې کیږي . له هغو پرته نور ټول پښتانه الحمدلله مسلمانه خلک دي او په دین مین او ترې قربان خلک دي . خو د دوی غوڅ اکثریت پدې پوه ندي چه د دوی غښتلیتوب د دوی د دین له برکته ده او صرف په پښتونولۍ کې دومره څه نشته چه یو ملت دومره باتوره کړي . د احمد شاه بابا او د ترکۍ په پښتو کې ډیر فرق و ، د میرویس نیکه او د نجیب په پښتو کې ډیر توپیر و ، د مجاهدینو او د کمونیستانو په پښتو کې د ځمکې او آسمان فرق و . پښتانه خو دوی ټول ول مګر پښتو او پښتو کې یې فرق و. پښتو چه کله ځانته شي نو صرف یو قومیت وي چه قومیت بذات خود ډیر اهمیت نلري . د دې لوی مثال په عربي نړۍ کې د جمال ناصر ده چه نړیواله عربي نعره هماغه پورته کړه او ټول عربان یې له ځانه راټول کړل او چه عربیتوب ورته مسایل حل نکړل هغه مجبور شو چه یوه عقیدوي مرکز پورې ځان وتړي ، خو دعربانو هغه اصلي عقیدوي مکتب یې پریښود خدای وشرماو اشتراکي نظریه یې خپله کړه چه ځان یې هم در پدره کړ عربان یې هم وشرمول مسلمانان یې هم تباه کړل ...
    لکه پورته مې چه وویل هزارګان چه ترڅو صرف هزارګان ول پدې ملک کې له پیړیوخوار زار وو او د ذلت ژوند یې و ، خو کله چه خپل دیني مرکز پورې وتړل شول او د شیعه ایزم ناره یې اوچته کړه اوس یې یوه زړه کونډه د شلو شمله ورو سره برابره ده ! دا چه عقیده یې څه ده ، سمه ده که خرابه ، دا بیله مسله ده .
    پښتانه ځان ته مرجعیت نلري ، دا ځکه چه تنها په پښتو باندې ټول پښتانه سره ټولیدلی نشي تر څو چه عقیدوي یووالی پکې پیدا نشي . کله چه داسې وشو نو د نړۍ یو طاقت به هم ورته په بده کتلی ونشي  . او کله چه داسې وشو نو د دوی ستونزي به حل شي ، د تعلیم لارې چارې به یې جوړ شي ، لکه څرنګه چه د دوی بیلابیل قبایل او ټبرونه خپلې ستونزې د جرګو له لارې فیصله کوي که چیرې واحد مرجعیت ولري نو کولی شي د ټولو پښتنو په سطح جرګه جوړه شي او د اسلامی نظام سره سم خپل مسایل حل کړي . د دې مطلب دا نده چه د پښتونستان په نامه دې خپل بیل ملک جوړ کړي ، نه ، همدغه افغانستان د دوی او د نورو قومیتونو شریک ملک دی ، په همدې کې د واکداري وکړي او ساتنه یې د وکړي ، او دا هم مهمه نده چه واک د دوی په لاس کې وي او که د نورو ، ټول افغانیان دي ، خو دوی که خپله په واک کې نه هم وي د نورو د واک څارنه د وکړي ، که چیرې هغوی په سمه روان وو ملاتړ د یې وکړي او که په غلطه روان وو نو د سمولو هڅه د یې وکړي که نه نو لرې د کړي .
    لکه څنګه چه عتیق ناشنا ورته اشاره کړې ده ، پښتانه پخپلو نیکونو او پخواني تاریخ ډیر نازیږي او غرور پرې کوي ... دنیکونو په افتخاراتو نازیدل ښه کاردی خو صرف په افتخار باندې د چا ژوند نه سمیږي ، ځکه چه افتخار یو شعوري عمل دی چه ذهن کار ته هڅوي او که داسې ونکړي نو هغه بیځایه باټې وهل دي . د نیکونو په کارنامو به افتخارکوو خو د هغوی لاره به هم  تعقیبوو ، ترڅو چه زمونږ خپل ژوند سم وي او زمونږ بچیان بیا په مونږ ونازیږي او زمونږه لاره تعقیب کړي . کنه نو نسلونه به صرف افختار زده کوي او باټې به وهي خو د کار خلګ به نه وي . ځما دا خبره ټولومسلمانانو لپاره ده نه یوازې د پښتنو لپاره . خو چه خبره او موضوع د پښتنو وه نوځکه مې هغوی عنوان کړي دي .
په آخرکې دعتیق ناشنا نه اجازه غواړم چه ده سره خپل اختلاف بیان کړم . هغه خپل د مضمون په آخر کې ویلی دي چه پښتانه ځکه محرومه دي چه یو خو یې د یونیم ملیارده مسلمانانو په استازیتوب د اسلام د ساتنې ټیکه اخیستې ده او بل دا چه دوی د جنت دروازې د جنګ ، چاودنې او په زور پرانیستل غواړي ... ناشنا وروره که دغه اخیری خبره دې په مضمون کې نه وای نو یقین دې وشه چه مضمون دې د سرو زرو په بیه ارزیده . وروره پښتانه خو په همدې اسلام باندې پښتانه دي . همدې کې یې عزت او غیرت نغښتي . دنیاوال احمد شاه بابا ، میرویس نیکه ، رحمان بابا ، ملامشک عالم او داسې نور په سلګونو باتوره شخصیتونه پدې نه پیژني چه هغوی پښتانه دي ، بلکه د هغوی اسلامي شخصیت او جهادي څیرې پیژني . کنه نو پښتانه خو حفیظ الله امین او نجیب او ترکۍ هم وو او ښه تکړه او تعلیم یافته پښتانه وو . خو اوس یې څوک په ښه یادوي ؟ هغوی پښتو سره او پښتنو سره یې څه وکړل . اوس که یې څوک په ښه یادوي هم هغه به یا د همغوی د لارې ملګري وي یا به د ړوند تعصب نه پرې نازیږي او یا به کوم بیعقل انسان وي . که چیرې د نړۍ په ټولو انسانانو کې یوازې پښتانه د یونیم ملیارده وګړو استازیتوب کوي دا خو به زمونږ د افتخار نه ، بلکه د ډیرافتخار ځای وي، شمله به مو نوره هم اوچته وي چه په دومره مخلوقو کې خدای دغه قوم خپل دین نه دفاع ته غوره کړی . د دنیا هرمسلمان باندې فرض ده چه د دین د ساتنې ټیکه داري وکړي خاصکر پښتانه خو باید د دې ټیکه دارۍ په سر نورو سره مسابقه وکړي ځکه چه همدا یې د نیکونو یواځینی میراث او د ریښتوني افتخار سبب دی کنه نو دوی څه لري . او دا چه دوی د جنګ او چاودنې او په زور د جنت دروازه پرانیستل غواړي ، دا پدې دلالت کوي چه ناشنا صیب د سیاست په میدان کې ډیر خام دی . لکه مخکې مې چه وویل چه نن صبا د پښتنو د ټوټې ټوټې کولو او دوی له صحنې څخه د لیرې کولو هڅې کیږي تر څو منطقه نورو ته وسپاري . نو د هغه کار پلي کولو لپاره دوی اړ دي چه سیمه نا آرامه وساتي او خلګ غمونو کې او ډار کې دسې مصروفه وساتي چه خپل ځان ترې هیر شي او مجبوره شي چه د خپل امن د ساتلو په بیه له هر ارزښت نه تیر شي . دا چاودنې او مرګونه او نور تخریبي کارونه پښتانه نکوي بلکه دوی پخپله د دې ناوړو کارونو قربانیان دي . دا کار که څه هم کیدای شي چه اکثره نافذ کوونکي یې پښتانه اوسي خو ترشا یې نورڅوک دي. څوک د پیسو ګټلو لپاره په دې لاره تللي اوخپل د بچیانو یوې مړۍ ډوډۍ دې کارته مجبوره کړي ، څوک په ګمراه کوونکي فتواګانو تیروتلي . او څوک یې هم پکې د امروتو په تول کې ځي . بیچاره به په ځان خبر هم نه وي چه موټر یې د ریموټ کنټرول په واسطه الوزي .
د رحمان بابا په دې شعر باندې خپلې خبرې پای ته رسوم :
هـغـه ناوې چـه پخپـله ښایستـه نـه وي          څوک به یې څه کړي ښایست د مور او نیا