د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کی د اوباما جنګ او هلته د یو قناعت بښونکي هدف پلټنه

همایون غفوری 06.12.2010 21:32

لیکوال : حسن منیمنة 
ژباړه : همایون غفوری 

[[ محترمو لوستونکو ! لکه چه تاسو ته معلومه ده د افغانستان په هکله د نړۍ په ټولو ورځپاڼو کې د مختلفو مفکورو لیکوالان مضمونونه لیکي چه ځینې یې رښتیا هم د افغانستان د خلګو د زړه حال بیانوي او ځینې یې د افغانانو پر ضد وي او یو نیم یې بیمفهومه وي او هسې پاڼې یې پرې ډکې کړي وي . او زما پالیسۍ په ژباړلو کې دا ده چه کوم مضمون چه زما له نظر سره مخالف وي هغه د ژباړلو ارزښت نلري ، نو هسې ځان پرې ستړی کوم نه چه دا مقاله هم یوه د هغه مقالو نه ده . دا مقاله په الحیاة عربي ورځپاڼه کې خپره شوې وه او د عبدالرحمن فرقانی په نامه یو چا هغه په پښتو ژباړلې وه . ما چه ژباړه ولوستله نو پوه نشوم چه د مضمون مفهوم څه شی دی . د الحیاة ورځپاڼې هغه شمیره مې پیدا کړه او اصلي عربي متن مې ولوست ، او د مجبورۍ په اساس مې وژباړه تر څو لوستونکي پدې پوه شي چه داسې لیکوالان او ژباړونکي هم شته چه هغوی د کومې ژبې څو ټکي زده کړي بیا درګرده لګیا کیږي کتابونه او مضمونونه ژباړي . کله کله خو د دغسې ژباړونکي غلطیانې دومره غټې او خطرناکې وي چه د لیکوال خبره بیخي معکوسه وړاندې کوي . اوس تاسې پخپله دا مضمون ولولی او د عبدالرحمن فرقاني ژباړه هم ولولی او وګوری او قضاوت وکړی . او هغه وروڼه چه په عربي ژبه پوه دي هغوی نه مي خصوصا غوښتنه ده چه عربی متن دی هم ولولی او قضاوت دې وکړی . په ګوګل کې دې ( حرب اوباما فی افغانستان و البحث عن الهدف المقنع ) ولیکي مضمون به ورته خلاص شي . لیکوال یې حسن منیمنه نومیږي . زه د علم دعوه نکوم خو چه په کوم شي نه پوهیږم نو ور دانګم هم نه . خصوصا کله چه د علم او تعلیم معامله وي ]]
د امریکی د جمهور رییس اوباما هغه تعهد چه دی به د راتلونکې جولایی میاشتې په سر کی له افغانستانه خپل پوځ ویستل پیل کړی ، او بیا د هغه اوسنی موقف چه پرتګال کی یې د ناټو د غونډی په مهال اعلان کړ چه د (۲۰۱۴) کال کی به د افغانستان امنیتي چارې افغان پوځ ته وسپاری ، آیا دغه دوه دریځونه سره یو دي او که دوه مختلف موقفونه دي ؟ هغه هم پداسې حال کې چه اوباما تیر کال قدرت ته د رسیدو فقط څو میاشتی وروسته اعلان وکړ چه دی به افغانستان ته نور پوځ او پوځي وسایل ولیږي ! د افغانستان جنګ ، کوم چه اوباما ورته پخپل خارجی سیاست کی لومړیتوب ورکړی ، په حقیقت کی یو داسی جنګ دی چه سراو پښه یی نده معلومه ، واضح شکل نلری ، ښکاره هدف نلري او نه ورته څه عملی نقشه ټاکل شوې ده . او ډیر کتونکی پدی باور دی چه دا به امریکه یو اوږد مهال جنګ ته ښکیل کړي .
که د سیاسی ، داخلي او خارجی له لحاظه په افغانستان کی د امریکی دغه مخ پر وده او مبهم جنګ وڅیړو ، نو دا به ووایو چه امریکه خپله نړیواله ستاتیژۍ لري او غواړي چه په نړۍ کې یې پلي کړي . او یا به دا ووایو چه امریکه غواړي خپل متحدین زیاد کړي او خپله ساحه پراخه کړي ، او مجبوره ده چه هغسې کړۍ جوړه کړي چه نن صبا ټول هیوادونه یې په جوړولو بوخت دي او غواړي چه یا دی پخپله د کومې غټې کړۍ سره یوځای شي او یا خو پخپله کړۍ جوړه کړي چه نور هیوادونه پکې ونغاړي . لکه د امریکی پخواني جمهور رییس ایزنهاور چه په ۱۹۶۱ کال کی په خپله وداعیه بیانیه کی ویلی وو چه مونږ یوه لویه او نړیواله اقتصادی پوځي اتحادیه جوړولو ته اړتیا لرو... له څیړنې وروسته دا هم ویلی شو چه پنټاګون د امریکې سیاست کې لوی اثر لري او پر پریکړو کې د مبالغې تر حده ونډه لري . او دا هم ویلی شو چه جمهوري ګوند له خپل نفوذه د استفادې سره همیشه کوشش کوي چه اوسنی دیموکرتیک حکومت هغه جنګي تګلاره تعقیبولو ته مجبور کړي کومه چه پخواني رییس جورج بوش پیل کړې وه ... خو دا ټولې پلمې نشي کولی چه رییس اوباما ته په دې جنګ کې د نه پرمختګ له پړه څخه برا‌ءت ورکړی . دا ځکه چه د امریکې د ټاکنو په مهال ، په نړۍ کې د امریکې پوځي رول او د هغه پوځ د لانجو حل کول به د اوباما په خبرو کی لومړیتوب درلود او دا ورته تر ټولو لویه دوسیه ښکاریده .
امریکې پدې پلمه افغانستان باندې جنګ پیل کړ چه طالبانو ورته د القاعدې د هغه مشرانو له سپارلو ډډه وکړه کوم چه امریکه هغوی د سپټمبر د حملو په تور ترې غوښتل . او د امریکنیانو سره د هغې پلمې په څنګ کې دا تصور هم موجود ؤ چه افغانستان دې د هغه وسله والو ډلو په خوندي ځای بدل نشي کوم چه امریکه او د هغې له متحدینو سره دښمنۍ لري . خو د لسو کلونو له تیریدو سره اوس د امریکې دغه جنګ داسې حالت ته رسیدلی چه نه خو امریکنیان یی په علت او په ګټه پوه دي او نه هم افغانان . برسیره پدې چه دا جنګ دواړو خواوو ته ډیر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي . القاعده خو ډیره موده وړاندې له افغانستانه وتلې ده ، افغانستان کې دبهرنیو وسله والو ډلو د روزنې اډې وجود نلري ، د طالبانو تحریک هم لکه چه پرون خلګو ته دا معلومه وه چه هغه یوه داخلي افغاني ډله ده اوس هم ډیر خلګ پدې باور دي چه هغه ډله د یوې اوږدې تاریخي لانجې ، ناامنیتۍ او د یوې سیاسي خلا له امله منځ ته راغلې ډله ده . او اوسنی حکومت خو سره لدې چه د بهرني پوځونو په مرسته واک ته رسیدلی او اوس د امریکې مکمله ملتیا ورسره ده ، مګر بیا هم په خلګو کې د تایید وړ ندی او خپل مشروعیت یی ورمنلی ندی او نه هم په دې بریالی شوی چه طالبان او لکه طالبانو غوندې نورې ډلې کمزوري کړي یا خلګو ته دا باور ورکړي چه هغوی له منځه وړلی شي .
خو د افغانستان دغه جنګ که په علمي شکل وڅیړل شي نو دا به په ډاګه شي چه دا د طالبانو او د کابل حکومت په منځ کې یوه داخلي جګړه ده او په دوی کې یو هم په افغانانو کې د قناعت بښونکي تایید څخه برخمن ندی . که څه هم د کابل حکومت د نړیوال د لوړو پوځي او مالي مرستو تر څپرې لاندې اوسي خو بیا یې هم پر سیال بری نده موندلی . دغه علمي او دقیقه څیړنه دا حقیقت هم څرګندوي چه که چیرې د کابل په حکومت دغه مرستې وتړل شي – چه دا حتمي خبره ده ، که نن وي او که صبا دا مرستې او دا څپره به د کابل حکومت له سره لرې کیږي – نو پدې کې شک نشته چه د تلې هغه پله چه د ټولې نړیوالې مرستې سره سره د حکومت په ګټه درنده نشوه د طالبانو په ګټه به درنده شي . که چیرې داسې کیږي ، نو هغه یو نیم وګړی چه د مالي او اداري فساد سره سره اوس د کابل د حکومت ملاتړ کوي ، بیا به یی ملاتړ ورته ډیر ګران شي . نو پدې اساس د طالبانو د چټک پرمختګ لاره نیول او هغه سیاست خپلول چه دغه معادله تبدیلوی شي ، د هغه یواځینۍ لاره دا ده چه د کابل حکومت سره دې د نړیوالې مرستې چټکې لاری اوارې شي او د هغه حکومت سویه (اقتصادي ، پوځي ، اداري اوعلمي سویه) لوړه شي تر څو هغه وکولی شي د تلې پله په خپله ګټه درنده کړي .
پدې کې هیڅ شک نشته چه د کابل د حکومت استقرار د امریکې په ګټه ده . نه یواځې د دې لپاره چه د کابل حکومت په پیاوړي کیدو سره به د امریکې مخالف او دښمن عناصر هلته ځای و نه نیسي – او دا کار خو به طالبان هم دا وار ونکړي او هغوی څو څو ځلې اعلان کړی چه د دوی له بهرني وسله والو ډلو سره هیڅ ډول تړاو نشته ، که څه هم دغه اعلان ته ځیني امریکني ادارې د شک په نظر ګوري – بلکه د دې لپاره د کابل حکومت پیاوړی کیدل د امریکې په ګټه ده چه پدې کې یې پت او عزت خوندي کیږي او دنیا والو ته ښودلی شي چه د هغه پریکړې پریګندې وي . هغه چه څه غواړی هماغه کوي . امریکه چه په افغانستان تیری وکاوه خو دا یې هدف ؤ چه د طالبانو حکومت ړنګ کړي ، او واقعا چه هغه یې نسکور کړ . او که چیرې اوس پس له لس کلن جګړې نه ماته خوري او طالبان بیرته واک ته رسیږي نو د امریکې په مخ به څه پاتې شي . اوس هغه د نړۍ یواځینۍ سوپر پاور ګڼل کیږي خو د طالبانو بیرته ستنیدل به ورته لویه مادي او معنوي ماته په برخه کړي .
د دې جنګ د دغسې بوګنونکې پایلې نه به اوباما او د امریکې متحده ایالات ډیر زیانمن شي . پدې چه دا جنګ اوباما ته په میراث ور پاتې شوی او هغه زړه نازړه د دغه جنګ اداره په غاړه اخیستې . سره لدې چه دا جنګ پخپل طبیعت کې هم غلط دی ځکه چه د قاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد شروع شوی ؤ ، او اوس هغه ډلې هلته وجود نلري . او بل د دې لپاره به ورته زیانمن وي چه تر اوسه پورې یې پکې پرمختګ نده کړی . که څه هم هغه د دې پړه پر جنګي بودیجې اچوي او وایي چه دا بودیجه ډیره کمه ده . خو یوه پوښتنه چه زه ګومان نکوم اوباما یا د هغه ډلګۍ به ورته څه ځواب ولري هغه دا ده چه آیا دوی پرته لدې ناوړې پایلې نه ، کومه بله ښه توقع او تمه کولای شي ؟ او که چیرې ښه تمه لري نو د څه په بیه به وي او څه سیاست به ولوبوي چه خلګو ته په هغه قناعت ورکولای وشي ؟ لدې سره سره چه امریکا په ډیره لوړه ټیکنالوجۍ سمباله ده او هغه په افغانستان کې متعدد پلانونه طرح کوي او پلي کوي یې چه افغان وګړی ترې مستفید شي او د هغه کرامت او پت په ځای وي ، خو بیا هم ګورو چه امریکا هلته پدې ټولو ډګرونو کې پاته راغلې ده . هلته ملکي وګړي وژل کیږي ، امن نشته ، ادارې په فسادو کې غرقې دي . بر سیره پدې چه امریکایان کله ناکله داسې ناوړه کارونه کوي چه افغانانو ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه وي او زغملی یې نشي . دا خو لا څه کوې چه هلته میشت امریکایان پدې بیخي پوه ندي چه هغوی دغه لیرې پروت ملک کې او د پردیو په خاوره کې څه دنده لري او د څه لپاره ورغلي دي ؟؟
نو جمهور رییس اوباما اوس د ډانګ او پړانګ په منځ کې بند دی : یا خو دا چه دی به خپل مسؤولیتونو نه په سرغړونه ، نیمګړي او ماتې ګوډې پریکړې کوي او کله ناکله به هم د ناټو پریکړې پلمه کوي او تر شا به یې پټیږي . او یا دا چه پریګندې پریکړې او توندې فیصلې به کوي تر څو وکولی شي خپل ځان او خپل ملک د دغه جنګ نه وژغوري ، کنه نو دا جنګ به امریکې ته په یوه دایمي ، بیځایه او بیګټه جنګ بدل شي ...