د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ليبيا کې خلک ساتي، خو په افغانستان کې يې وژني

محمدکريم نور 18.03.2011 21:46

د امريکا او فرانسې ولسمشرانو اوبامه او سرکوزي او د انګستان لمړي وزير دېوېد کمېرون له ملګرو ملتونو څخه اجازه واخيسته چې پر ليبيا بمبارد وکړي ځکه چې د ډګرمن قذافي له بمبارد څخه د خلکو ساتنه يو نړيوال او انساني حق دی . ملګرو ملتونو هم پرته له کومه ځنډه دوی ته اجازه ورکړه، خو دا يې هر ګوره يا هېره ده، يا يې نه مني چې همدغه امريکا، انګلستان او فرانسه له لسو کلونو راهيسې افغان ولس بمباردوي او هر ورځ يې ماشومان ور وژني، خو په ملګرو ملتونو کې چا د انساني او نړيوال حق غږ اوچت نه کړ . همداسې يې افغان دولت در واخلئ .

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په ټوله کې په دې مانا چې افغان ولس نه انسان دی او نه د سولې او امنيت او انساني ژوند حق لري . که چېرې ريښتيا هم ملګرو ملتونو، په ځانګړې توګه امريکا، انګلستان او فرانسې نړېوالو او انساني حقوقو ته درنښت درلودای، نو و لې افغانان په لوی لاس له لسو کلونو څخه بمباردوي او بيا يې پر مړو ماشومانو ملنډې وهي .

آيا همدا يوه اوونۍ مخکې همدغه د انساني حقوقو ټيکه دارانو ماشومان بمبارد نه کړل؟
آيا جنرال پېترېيس د ماشومان پر شهادت ملنډې نه وهلې؟
آيا ده د ماشومانو پر شهادت د دوی پلرونه ملامت ونه کڼل؟

په افغانستان کې داسې کلی نشته چې د انساني حقوقو ټيکه دارانو نه وي بمبارد کړی، په ځانګړې توګه هلمند او کندهار ته خو د انساني احساس خاوند د تيلويزيون په پرده نه شي کتلای .

نو اې افغان ولسه!
تر څو به ناټو ستاسې ماشومان هره شپه د مور په غېږ کې په ګوليو ولي او پر بمونو څيروي؟
آيا تاسې په خپله ځانته د سولې، امنيت او انساني ژوند حق نه ورکوئ؟
آيا تاسې په خپله ځانونو ته په انساني کرامت ولاړ نه ياست؟
که ياست، نو ولې خپل حق نه غواړئ؟؟؟؟؟؟

ستاسې د زرګونو ماشومانو په مرګ نه ملګرو ملتونو کومه غونډه وکړه او نه هم افغان دولت، نه ولسې جرګې او نه هم مشرانو جرګې .
تاسې نه پوهېرئ که مو ځانونه همداسې کاڼه، ړانده او ګونګي نيولي دي؟

تاسې ته څوک نه وايي چې هرو مرو ټوپک را واخلئ، بلکې همدا نن په کابل کې د ملګرو ملتونو دوتر ته ورشئ او د خپلو ماشومانو د مرګ ، د وطن او د خپلو حقوقو پوښتنه ترې وکړئ . ملګري ملتونه وپوښتئ چې ستاسو او د ليبيا د ولس تر منځ توپير څه دی چې هغوی ساتئ خو موږ بمباروئ .

ورشئ د ملګرو ملتونو د دوتر په مخ کې تر هغه وخته سولييز لاريون وکړئ تر څو چې لوېديځ سړي خواره مو په کرار پرېږدي او دغه بېکاره دولت مو يا سمون وموي او يا له منځه ولاړ شي .

تر څو به همداسې پټه خوله ناست وئ؟

د هغه شاعر دې ژبه وچه شي چې ستا تر ګل نازک ماشوم پر شعر کې نه يادوي او ناټو نه غندي . د هغه قلموال قلم يې دې پر زړه ښح شي او هملته دې پکې پاتې شي چې ستاسې د ماشوم سلګۍ نه انځوروي . پر هغه ولسي او ملي جرګه او ملګرو ملتونو دې لعنت وي چې ستا د مرګ پوښتنه نه کوي . او که تاسې په خپله همداسې غلي ناست وئ، نو ډاډه اوسئ، الله به مو له دغه غضب څخه خلاص نه کړي .