وحيدالله سباوون په بمي بريد کې ټپي شوی دی
02.08.2010 13:36په قومي چارو کې دافغانستان دولسمشر سلاکار وزير وحيدالله سباوون شيبه وړاندې دجلال اباد په ښار کې په يوه بمي چاودنه کې ټپي شو.
دننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي ټول افغان ته وويل چې دجلال اباد ښار د مياعمر ليسې ته څيرمه چاوديدونکي توکي په يوه رکشا ډوله موټر کې ايښودل شوي و چې دوحيدالله سباوون د سپرلۍ د موټرو د تيريدو پرمهال چاودنه وشوه. عبدالزي وويل په چاودنه کې پر سباوون سربيره يو قومي مشر او دغه راز څوتنه ولسي وګړي هم ټپيان شويدي.
ده وويل چې دپيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په وينا يې چې پلټنې پيل شويدي. تر اوسه ددولت کومې مخالفې ډلې هم ددې پيښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
وحيدالله سباوون دګلبدين حکمتيار په مشرۍ داسلامي ګوند دمشرتابه شورا غړې او دمجاهدينو دحکومت د د دفاع وزير و خو اوس دڅه مودې راهيسې په قومي چارو کې دولسمشر دسلاکار په توګه دنده تر سره کوي.