کونړ.يو امريکايي مړ دوه ژوبل!
08.07.2010 13:53نن له غرمې مخکې دکونړ ولايت په ولسوالۍ کې دافغان او امريکايي ځواکونو پر ګډ پوځي مرکز دتوغنديو ګوزارونه شويدي دجلال اباد په هوايي ډګر کې دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دغه توغندوي بريد کې يو بهرنې سرتيرې وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شويدي ياد شوي مطپوعاتي دفتر دوژل شوي او ټپي شويو سرتيرو هويت ندې په ډاګه کړې خو په کونړ کې ميشت ټول سرتيري دامريکا په هيواد پورې اړه لري دحکمتيار په مشرۍ داسلامي ګوند يوه وياند ددې پېښې پړه پرغاړه اخيستې او دعوه يې کړې چې په دې بريد کې يې ګڼ امريکايي سرتيري وژلې دي تيره ورځ هم پر دغه ګډ پوځي مرکز دتوغنيدو دلګيدو له امله دملي اردو اته تنه سرتيري ټپيان شوي و دروان زيږديزکال له پيل نه تر اويه پورې خواوشاه درې سوه اتيا تنه بهرني سرتيري وژل شويدي