د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې دخواشينۍ پيغام!

بلال شينوارى 30.06.2010 11:36

دپښتنو ستر مشر خوشال بابا سلګونه کاله پخوا ويلي و چې .
تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي،،، مرد هغه چې نه يې نوم نه يې نښان مري.
دډيرې خواشينۍ ځاې دى چې موږ دداسې يو ځلمي دوير ټغر غوړولى چې بلا هيلې او اميدونه يې له ځان سره يو ځاې خاورو ته يووړل.
احمدضمير علمدوست يادوو،هغه. يوازې دعلم دوست نه بلکې دهر چا دوست او خدمتګار و.احمد ضمير داوسنې پير په ځوان کول کې ځانګړې ځاې او مقام درلود،نه يوازې دهغه دکمپيوتر او انګريزۍ پوهې بلکې دهغې لوړو اخلاقو دخلکو په زړونو کې ځاې نيولې و.احمد ضمير په داسې حال کې چې لوړې مسلکې زده کړې يې نه د رلودې خو د خداې ورکړي پوهې او استعداد له امله يې  دډيرو ليکوالو ماتې ګوډې ليکنې ورسمې کړيدي دهغه همدا پوهه او خداې ورکړې استعداد و چې دپوهنې وزارت دتعليمي نصاب په څانګه کې  چې دنده تر لاسه کول پکې خورا ستونزمن دي پر دنده وګومارل شو او هلته يې هم دډيرو نوموتو ليکوالو ناسمې جملې او ليکنې ورسمې کړي دي. مبالغه به نه وي که ووايو چې له ختيزه او ان له پلازمينې کابله خپريدونکو ټولو چاپي خپرونو کمپوز او ډيزاين دده په هنرمندو ګوتو تر سره کيده.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه دارواښاد ضمير پر ناڅاپي مړينه خواشينې او ځان په دې ژور درد او غم کې دهغه دکورنۍ له غړودوستانو او همزولو سره شريک بولي او په داسې حال کې چې دکايناتو دستر څښتن په دربار کې هغه ته دفردوس جنت دغوښتو لپاره ددوعا لاسونه لپه کوي دهغه په زړه زهير پلار او کورنۍ ته يې دزړه صبراو اوږد عمر غواړي.
                                           اروا ېې ښاده او پرګور يې نور
                          دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه