د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جلال اباد:پر هوايي ډګر بريد شپږبريد کوونکي مړه او يو امريکايي ژوبل!

بلال شينوارى 30.06.2010 10:34

نن سهار يوه ډله وسله والو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال و دجلال اباد دهوايي ډګر پر ختيزه دروازه بريد وکړ په هوايي ډګر کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ټول افغان ته وويل چې لومړى يوه چاودنه چې اټکل کيږي موټر بم و تر سره شوه او وروسته دسپکو او درنو وسلو ډزې پېل شوې ددغه دفتر يو افغان چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل جګړې نيم ساعت دوام وکړ چې پکې اته تنه وسله وال بريد کوونکي ووژل شو او يو تن بهرنى سرتيري ټپي شو دغه چارواکي دټپي شوي سرتيري هويت په ډاګه نکړ خو په ختيز کې ميشت ټول بهرني سرتيري دامريکا په هيواد پورې اړه لري دا په داسي حال کې ده چې وسله والو طالبانو بيا امريکايي ځواکونو ته دوراوختي ځاني زيان کچه تر هغې لوړه بللې چې هغوې يې منښته کړى ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې ددوې شپږو تنو پر هوايي ډګر بريد کړې او هوايي ډګر ته په ورننوتو بريالي شويدي مجاهد ويلي چې دهوايي ډګر په دننه کې په جګړه کې تر لسو زيات امريکايي سرتيري وژل شويدي تر دې وړاندې هم  پر دغه پوځي هډه دوسله والو طالبانو له لورې وسله وال بريد ونه تر سره شويدي ددغسې بريدونو پرمهال رښتينې معلوماتو ته لاس رسى هم خورا ناشونى وي.بل پلو تيره شپه په جلال اباد کې ښار کې يوبل دکـسټونو پلورنځې هم په بمونو الوزول شويدى  چارواکي وايي چې تر اوسه يې دچاودنې په تور څوک ندي نيول شوي دا په روانه اونۍ کې دويم دکسټونو پلورنځى دى چې په بمونو الوزول کيږي تر اوسه چا ددې پېښې پړه پرغاړه نده اخيستې