د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سړى به مې دغوښې په ارمان مړشي!

عبدالودود پښتونځار 14.04.2010 12:49

دشل، لس زيږدي كال د څلورمې مياشتې لومړۍ ورځ وه، چې يو چا زموږ د كرايي كور زنګ وهلې، زړه دروازه وټكوله . يو زوى مې منډه او دروازه يې ور خلاصه كړه، چې يوې زړې ښځې په ژړاند غږ ورته وويل :" سړى مې مريض ده، كه يوه څو روپه ګۍ كومك راسره وكړئ ." له دې سره زړه ښځه كورته راننوته او د كور د دروازې په خوله كې د هغې خټينې كوټې مخته كيناسته چې زه پكې ناست وم اود ژوند اړوند سوچونه مې وهل .
ښځې په ځيږ كوچياني غږ خپله بده ورځ ژړله .دې په ژړا، ژړا كې ويل : " څوك نلرمه، سړى مې مريض پروت ده، كوچيانو يو، مېنه نلرو، خداى دې د شورويانو كور وران كي چې خيرات ته يې كېنولو."
ددې د خبرو په اورېدو په انساني زړګي اور لګېد. بيرون ور ووتم، ګورم چې ټول بچيان مې او د كور ښځې ورنه چاپېر دي . په دې كې مې مور هم د انګړ له هغه بل سر نه د زړې ښځې خواته نژدې شوه او ورته يې كړل : " هه،توړۍ داكالي واخله ."
بوډۍ د كاليو په ليدو سره ورته وويل :" سړى مې ډېر مريض ده، د ګرځېدو نه ده، څو ورځې به ژوندى وي كه نه، روپۍ مې پكار دي ."
زړې ښځې په ژړا، ژړا كې خپلې ستونزې او دمېړه مريضي او بې كسي ژړله او په كلچه سپين خو غربت ځپلي مخ يې اوښكې روانې وې . په ټنډه يې شين خال له اوښكلنو سترګو سره د خوښۍ او غم ترمينځ د ژوند ننداره وړاندې كوله. په زړو روسيوكلوشو يې دوړو(ګرد) د هغې د ډېرو ګرځېدو كيسه كوله . ورسره پنډوكى يې د ژړا او ګرځېدا ثمره او نتيجه ښكارېده.
ژړايې دوام درلود او ستړې اوښكې يې د ټيكري په پيڅكې وچولې. د اوښكو له وچولو او ساه اخيستو وروسته به يې نوى مشكل رابرڅېراو. داسې ښكارېده، لكه چې ژوند يې ټول مشكل-مشكل، غم-غم او ژړا-ژړا وي.
هر(اه و فرياد) يې انساني ځيګر سورى كاو، د ژوندانه د تضاداتو او د سياستوالو ظلم يې انځوراو. په نړۍ كې يې د شتمنو د ړندېدو او بخيلۍ د دوام له راز نه پرده لا ښه پورته كوله .
ژړا او بدې ورځې يې زموږ دكور ماشومان هك پك كړي ول . ماشومانود پوكاڼيو او ژاولو لپاره خپلې پيسې، چې لاسو كې يې خولې شوې هم وې، دغې ښځې ته ونيولې.
د هرې روپۍ په ليدو به يې له خولې دعاوې وتلې خو ورسره به يې دردونه او ارمانونه نور هم راښكاره كېدل. دې ارمان " سړى مې وايي، چې د غوښې په ارمان به مړ شم! " انسان ريږداو، او د يو ويشتمې پېړۍ هغه انسانپالان يې سترګو ته نېغ درول، چې د هېواد دغسې ميندو د بچيانود غوښو په قيمت يې خپلو بچيانو ته غوښې او بنګلې رانيولي او لا يې هم رانيسي!