د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شنيځ - د پښتو يو زوړ ويى دی

عبدالودود پښتونځار 08.01.2013 18:36

شنيځ دميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ يوه حوزه ده. په دې حوزه کې ټول پښتانه اوسي.داسې ښکاري چې دا سيمه د غزنويانو په واكپېر کې هم اباده وه او پياوړي عالم لکه خواجه اسماعيل شنيزي،چې دافغاني پارسۍ لوى شاعر (حکيم سنايي)استاد و، هم پکې ژوند کاو.
((حكيم سنايي د خواجه اسماعيل شنيزي څخه علم او عمل دواړه زده كړي ول. په بله ژبه د حكيم د ظاهري او باطني علومو استاد نوموړى خواجه و... خواجه اسماعيل دپنځمې هجري پېړۍ په پاى او د شپږمې هجري پېړۍ په پيل كې دهېواد يو لوى عالم اوعارف و، چې علاقه مندانو او شاګردانو به ترې علمي او عرفاني استفادې او استفاضې كولې.))
حكيم سنايي د محمداسماعيل شنيزي پر شاګردولۍ وياړ کاو او خپل هر څه يې د نوموړي له بركته بلل. شنيزى د غزني د لوى حكيم په دېوان كې په يو اووه بيتيزغزل كې په ډېر درنښت ياد شوى دى:
علم و عمل خواجه اسماعيل شنيزى
ما راز نه چيزى برسانيد به چيزى
ما كبك درى بوده گريزنده زكبكى
او كرده دل ما چو دل باز گريزى
در كارگه و بارگه حكم و فنا يافت
جان ودل از دواسماعيل عزيزى
دين تازه شد از صدق اسماعيل پيمبر
جان تازه شد از دين اسماعيل شنيزى
چونان كه سنايي را او قدر شناسد
اى بخت بدو گوى تو با بخت قوى زى
ښايي چې دغزنويانوپه واکپېرکې د شنيځ سيمه پراخه وه او ډېروکليو چې اوس د شنيځ برخه نه ګڼل کيږي هم په دې سيمې پورې اړه درلوده.
دميدان وردګوولايت اوسېدونکى ليکوال اوڅېړونکی احسان الله ارينزى، چې دخواجه اسماعيل شنيزي په اړه يې څېړنه کړې، دشنيځ په اړه ليکلي((شنيز دره د خروار (ختيځ)، سجاوندياسګاوند(شمال ختيځ)، وتسيا(هفت اسيا) (جنوب)، انخي( لويديځ)، جغتو (جنوب لويديځ) اوسيداباد( شمال) تر منځ موقعيت لـــــــــــري اودالاندې كلي په كې حساب دي:اوتړي، ډنــــــــــــډوكي، سلطان خېل، چهاردهي، پټان خېل، باغك، حسن خېل، يوسف خېل، خواجه ګان، لړم، اكه خېل، ښادي خېل،خواجه پاچاخېل،پتنك، سالار، بهادرخېل، سدوخېل، برات خېل، تره خېل، تودې چينې، كمكى ودره ( ابدره) ستره ودره، سيرك، سركول، بلنكاش او ځينې نور چې ټول په اداري تشكيل كې دسيدابادپه ولسوالۍ پورې تړلي دي.))
شنيځ يوسوچه پښتوځانګړنوم برېښي چې د پښتنولخواپرې ايښوول شوى ښکاري.ځيني خلک، چې پښتانه دافغانستان د يولوى ټبر په توګه نشي زغملاى وايي چې دميدان وردګ،غزني، غور او پخواني غرجستان سيمې له آره د پښتنونه دي او پښتانه دغلته وروسته تللي دي،خوداخبره ددغو ځايو ځيني نومونه چې له آره پښتو دي، تر يوه بريده ردوي. په دې نومونو کې يوهم (شنيځ) دى، چې بې له اړنګ-بړنګه پښتو دى اوسيمه کې يې پښتانه اوسېدلي او اوسي.
دا نوم له دووګړونو(مورفيمونو)څخه جوړ شوى دى.اول ګړيې((شين))د(سبز،تازه،سمسور)په مانااو((-يځ)) روستاړى دى،چې د(ځاى)مانا وركوي.((شين)) يا اوړېدلې بڼه ((شني))دپښتوپه ډېرو تړنګونو(ترکيبونو)کې راغلې چې وروسته به يې بشپړه يادونه وشي.
او((-يځ)) روستاړى دپښتو په پخوانيو شعرونوکې د روستاړي په بڼه په(ختيځ،لويديځ او دريځ) وييوکې ترمونږ رارسېدلى اوبلګړ(الومورفيم) يې په (منځ، ږمنځ، ګهيځ...)کې هم شته دى.
د((_يځ)) روستاړي په اړه ځيني ژبڅېړندويان وايي، چې داله ځانه جوړ شوی او يا هم ټکر ويى دى،خودا خبره ځکه ردېدلاى شي چې هان د کابل په هوتخېلوکې مې د يو ملګري له خولې د ځاى نژدې بلګړ او لنډون د/-ځ/ په وينګ اورېدلى دى.
دغۀ هوتخېل ملګري له ما سره په خبرو کې وويل (( زموږ په مابينځ کې به دا خبرې نه وي.)) مطلب يې دا و چې زموږ په منځ کې د داسې خبرو اړتيا نشته ده. مابينځ د منځ اصلي بڼه او له ((مابين + ځاى=ځى)) څخه جوړه شوې ويی ښکاري.
نوپه همدې بنسټ ويلاى شوچې د((شنيځ))لغوي مانا(شين ځاى) دى.داسيمه ډېره تروتازه اوسمسوره ده اوښايي له همدې امله ورته (شنيځ) ويل شوى وي.
په پښتوكې د((شين)) ويى ډېر کارېدلى،چې يو څو يې دادي:

د “شين”له ريښې رامنځته شوي،پښتوځاى او ټبر نومونه:
شينه: داسيمه د کابل څرخي پله او احمدشاه بابا مېنې(ارزان قيمت) ته نژدې پرته ده.
شينکى: په کونړ او تګاو کې يو، يو ځاى پردې نامه شته دى.
شينواري: دادننګرهار ولايت يوه ولسوالۍ ده چې د پښتنو يو لوى ټبر(شينواري) پكې اوسي.
شينکى: د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍکې له کوسين سره نژدې څوغونډۍ شته دي، چې يوګړى (مفرد)يې شينکى او ډېرګړى(جمع) يې شينکي بلل کيږي. ويل کيږي چې دغه غونډۍ پخوا ډېرې شنې او سمسورې وې.
شينکوړک:دا د کونړ د شيګل ولسوالۍ د يو کلي نوم دی. دا دا د پښتو ژبې د دوو سترو ليکوالو او سياستوالو (بهاالدين مجروح او سيد شمس الدين مجروح) پلرنی ټاټوبی دی.
شينګارى: دا سيمه د لغمان په الينګار دره کې پرته ده.په دې ويي کې هم د (شين) ريښه ښکاري. داسې مالوميږي چې په دې تړنګ کې د(غره) ويي پخوانۍ بڼه ((ګيري giri)) هم پټه وي. په دې جوړښت په پښتو کې د(شين سرى، شين سترګى، شين ټاغى...) تړنګونه شته دي.
شينکي کنډو: د پکتيا او لوګرولايتونو د ازرې او ځاځيو ترمنځ يو کنډو دى. ددې ځاى خاوره د نورې سيمې پرتله شنه ده.
شنه کلا:د لوګر له (برکي راجان) نه جنوب خواته د اخونخېلو او شمه زار تر منځ يوه سيمه ده، چې د شنې کلا په نامه ياديږي.

د ((شين))له ريښې رامنځته شوي،ځيني عام ويي:
شينوارى:يو ډول مچ (حشره) دى،چې په انګرېزۍ کې ورته dragon fly وايي، ځيني پښتانه يې سلايي هم بولي. داپر شنو بوټو ډېرکېني اوزياتره يې شين رنګ لري چې له همدې وجې ورته شينوارى ويل كيږي.
شينلى(بلګړيې: شنېلى): شنه او تازه واښه
شنه: تازه واښه (مونږ خپلوڅارويوته شنه وركوو.)
شنوالۍ: د ښونه (زيتون) د ونې دانې
شنه ټوخله: توره ټوخله ،يو ډول ټوخى دى، whooping cough
شنه خړه: ګهيځ وختي (ادم خان په شنه خړه له كوره ووت.)
شنه زرغونه: د بوډۍ ټال، rainbow
شنه غاړه: شنه ټوخله
شنه لوخړه: شين لوګى،ګڼ لوګى
شنې:دخنجك د ونې غوړې دانې چې چيچل(خوړل)كيږي هم اوتېل هم ورنه اېستل كيږي(متل:شنې په پټه نه چيچل كيږي.)
شين توتي: مشهوره مرغۍ چې ځيني وګړي يې دخبرو لپاره هم ساتي.
شين ټاغ (شين ټغ، شين ټغى): يو ډول مارغه دى.
شين جاوى: هغه بوټى چې مړاوى شوى وي.
شين خوټى: يو ډول مارغه دى.
شين خوركه:يوډول شين رنګى كربوړى دى، څرمښكۍ
شين زمرى: زړور، دلاور، تكړه
شين سترګى: شينو
شين سرى: هغه څوك چې سر يې نوى نوى خرېيلى وي.
شينشوبى: سارايي ويلنى، سلات
شين غزى: د غزۀ (ونې) يو ډول دى.
شين سرې: يو ډول هيلۍ ده.
شين غاړى: يو ډول مرغۍ ده.
شين غولانځه:دګډو- بزو يو ډول ناروغي ده چې تي يې پكې درد كوي(ظفراللغات).
شين كوړم: د اوبو ډنډ چې شين ښكاري.
شين كوژى:يو ډول مرغۍ ده.
شين ګلى: يو ډول بوټى دى چې په يونانۍ درملنه كې ترې ګټه اخېستل كيږي.
شينكى: سمسور، تازه لكه دې ټپه كې چې وايي:(خال به د يار له وينوكېږدم— چې شينكي باغ كې ګل ګلاب وشرموينه .)
شينكى: له پخې خټې جوړه شوې كاسه چې رنګيږي، اوس يې کارول لږ شوي او انتيك ګڼل كيږي.
شينګى: ديدو، هغه آس چې د سپرلۍ له كاره وغورځي او بار په نه وړل كيږي.
شينى: يو ډول دانه چې پر پښو او لاسو راخېژي او ډېر درد کوي.
شينوبى: شنې اوبه، نرۍ شوملې(شړومبې)
شينو: شين سترګى هلك
شينوګۍ: شنې سترګې نجلۍ

نــــچوړ:
1. شنيځ داوسني ميدان وردګ ولايت دسيد اباد ولسوالۍ يوه حوزه ده،چې د سيداباد او غزني ترمنځ موقعيت لري. په پښتو ژبه کې د ((شين)) ويي ډېر کارېدنګ، د شنيځ اېټيمولوجيکي جوړښت او د سيمې چاپېرچل ته په کتو سره دا ويى په دې ډول (شين+ ځاى= شني+ځى = شني+يځ ) شنيځ کيږي، چې مجازي مانا يې سمسور او اباد ځاى کيږي.
2. شنيځ دپښتو يوسوچه ويى دى،چې د ځاينوم په بڼه له نن څخه شاوخوا زرکاله وړاندې، دغزنويانوپه واکپېر کې هم دودو. اوددې سيمې يو لوى عالم او عارف (اسماعيل شنيزي) چې د (حكيم سنايي) استاد و، د دويم نوم په توګه کارولى دى.
3. له شنيځ سره د متلو هغه درې ويي( لويديځ، ختيځ، دريځ)چې د(-يځ)روستاړى پكې د ځاى په مانا راغلى، څلور كيږي. ( البته له ګهيځ، ږمنځ... نه پرته) (؟)
4. په پښتو او پښتو نخوا کې ډېر داسې ځاى نومونه او نور ويي شته چې د((شين)) ريښه لري.
5. همداشان شين(زرغون) په پښتوكې د تازه او سمسور په مجازي مانا هم كاريږي.
6. هيله ده چې نوره څېړنه به يې هم وشي.


اخځليک
1. مجاوراحمد زيار، بېلابېل اثار
2. علامه حبيبي، بېلا بېلا اثار
3. ظفركاكاخېل، ظفراللغات، پېښور، اداره اشاعت سرحد پشاور
4. مشواڼى زاهد، زاهد پښتو- پښتو سيند، دانش خپرندويه ټولنه
5. احسان الله ارينزی،((دغزني دلوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسماعيل شنيزي مزار))، www.benawa.com،(۱۳۸۹ل ل )