د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلسفي بهير کې پر ماده( matter ) بحث وشو

عبدالودود پښتونځار 03.02.2012 20:28

کابل (١٤ دلوه ٩٠) : د فلسفي بهير په نهمه غونډه کې پر ماده او اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې. غونډه کې عصمت الله ترابي پرانېستې خبرې وکړې او پر موضوع يې د تېرو پوهانو د څېړنو په رڼا کې رڼا واچوله.
عصمت الله وويل (( انسان د ډېرو زياتو او متنوعو اشياو په واسطه را چاپېر شوى،چې ځينې يې ابيوژن (غير ژوندي) او ځينې يې بيوژن (ژوندي) شيان دي .
عصمت الله وويل چې شعور د انساني مغز خاصيت دى چې په عالي شکل تشکيل شوى دى. هغۀ  يادونه وکړه چې په بل عبارت شعور د واقعيت د انعکاس لوړترين شکل او د اوږدمهال ټولنيز تکامل محصول دى.
هغۀ وويل چې حرکت، زمان او مکان د مادې د شتون عمده شکلونه او د مادې نه بېلېدونکي خاصيتونه دي.
عصمت الله وويل چې تر هر څه دمخه لومړى ابيوژن ماده موجوده وه ، وروسته بيوژن ماده او په پايله کې د مادې د اوږدمهالي تکامل په لړ کې انساني مغز چې د شعور اوزار دي، منځته راغله. هغۀ وويل چې ماده تل وجود لري، ازلي ده او تل پاتې به وي. د يادونې وړ ده چې ځينو پخوانيو يوناني فلسفيانو هم ورته نظر درلود.
عصمت وويل چې فزيک پوهانو تر اوسه د څېړنو په پايله کې د مادې څلور حالتونه موندلي دي. دۀ دغه حالتونه (کلک، اوبلن، غاز او پلازما) وګڼل.
غونډه کې ځوان ليکوال عزيزالله قيام وپوښتل چې ابيوژن يا مړه ماده له کوم ځاى نه راپيداشوه او څنګه ابيوژن په بيوژن مادې بدلون مومي؟
عصمت الله وويل چې په ماده کې حرکت موجود دى او له همدې امله يو شى په بل شي بدلون مومي .
غونډه کې انجنير مسجدي ماليار وويل چې نړۍ ټوله په اوښتون کې ده، د مادې يو بڼه په بله بڼه اوړي خو هر څه بېرته خپل اصل ته ورګرځي. ښاغلي ماليار وويل چې انسان له مادې پيدادى، بېرته خاورې ته ورګرځي او په خاوره بدلېږي.
غونډه کې دغني څېړنيزمرکزمشرخان ولي خان بشرمل وويل چې ماده په غير عضوي، عضوي، ميکانيکي، ډياليکتيکي او کوانټمي بڼو کې څېړل کيږي.
ښِاغلي بشرمل وويل چې انساني ذهن له مړې مادې څخه لوړ مقام ته ورسېد. هغۀ وويل چې ماده لومړى او ذهن دويم دى.
ښاغلي بشرمل څرګنده کړه چې ديکارټ ، ګاليليو، کيپلر او نيوټن څنګه مادې ته د ميکانيکي زاويې له لوري کتل خو وروسته د ډياليکتي نظرياتو له لوري نفي کړى شول او د مادې په منځ کې متضادو قوتونو د مادې څېړنې ته نوې لارې هوارې کړې.
هغۀ وويل چې نيوټن او ملګرو يې ويل چې پرمادې له باندې څخه اغېز کېږي او دمادې د بدلون لپاره باندنى قوت لازم وي.
نوموړي وويل چې وروسته د ډياليکټي فلسفيانو لخوا داسې وويل شول چې د باندنيو اغېزو تر څنګ په ماده کې دننه هم داسې متضاد ځواکونه شته چې په ماده کې بدلون رامنځته کوي.
ښاغلي بشر مل په دې برخه کې د اينسټاين رول ډېر مهم وګاڼه .هغۀ وويل چې له دې نظريې سره جوخت په نړۍ کې د اټومي او ذروي وسلو د جوړښت خيالونه هم رامينځته شول، چې انسانان کولاى شي په مټ يې له سولې ډکه  او پرمختللې نړۍ هم رامينځته کړي .
په غونډه کې نورو ګډوانوالو هم خبرې ، پوښتنې او بحثونه وکړل چې له کابو دوه ساعته ځنډ وروسته پاى ته ورسېده.
بشرپال فلسفي بهير تر نامه لاندې هره اوونۍ د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې غونډه کېږي چې زياتره ليکوالان، پوهان او فرهنګپال پکې برخه اخلي. دغه غونډه په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې ترسره کېږي. (پاى)