د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل : فلسفي بهير کې پر سياست خبرې وشوې

عبدالودود پښتونځار 05.03.2012 22:14

کابل ( ١١ کب ٩٠) : دبشرپال فلسفي بهير په څوارلسمه غونډه کې پرسياست او اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې. پر موضوع انجنير مسجدي ماليار بحث وکړ.
ښاغلي ماليار وويل چې (( سياست د اقتصاد زبېښل شوې شيرې ته وايي. هغه څوک چې ښه سياست لري هغه ښه اقتصاد هم لري.))
ښاغلي ماليار وويل : ((سياست په لومړي ځل په هغه ځاى کې رامنځته شوى چې هلته فلسفه رامينځته شوې....د فلسفې په څېر سياست هم په يونان کې ريښې ټينګې کړي ...فلسفه او سياست يو بل پورې تړلي دي، بې هدفه فلسفه نشته ده او بې هدفه سياست نه کېږي... هغه سياست غوره سياست دى چې د ټولنې له ولسمشر څخه تر ماموره پورې ټول يې ملاتړ وکړي او ټول يو ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي... پخوا وختونو کې د فلسفيانو د فکرونو له مثبتو ټکيو څخه ګټه نده پورته شوې او فلسفيانو چې ډېرو يې په ټولنه کې د بدلون اروزګانې درلودلي، عملي واک ندى درلودلى چې خپل نظريات پلي کړي....))
نوموړي وويل،يونانيانو به ويل چې (( سياست د ټولنې اخلاقو، فلسفې، مذهب او تعليم ټولګې ته وايي.))
د ښاغلي ماليار په اند په افغانستان کې د امير امان الله خان له واکمنۍ سره سمې سياسي هلې ځلې پيل شوي او په ور پسې حکومتونو کې يې بشپړتيايي پړاونه وهلي دي. نوموړي اشاره وکړه چې د غوايي (ثور) انقلاب د افغانستان خلک په سياست پوه کړل او تر دې د مخه له ټولو خلکو سره د سياست مفکوره نه وه.
ددې خبرې په غبرګون کې ليکوال محمد داوود نيازي، وويل : ((که رښتيا هم د ثور انقلابيان پر سياست پوهېدل نو ولې يې هېواد ته پرمختګ ورنشو کړاى او ولې ترې په ميلونو افغانان ووژل شول او هېواد کې د بدبختۍ اساس کېښوول شو.))
ځوان ليکوال او شاعر همت روئيد هم د سياست په اړه خبرې وکړې، نوموړي وويل: (( افغانستان کې سم سياست ندى شوى. او زياتره سياستوالو د خپلو جيبونو لپاره سياست کړى... ښۀ سياست همېش د ټولنې په اقتصادي، ټولنيز او علمي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.))
بل ليکوال اوتکړه شاعر همېشه ګل دښتي وويل:(( اوس مهال سياست کول اړين دي او که څوک وايي چې سياست نکوم نو د سياست ښکار ګرځي... سياست په يو چوکاټ کې کېږي او په مټ يې ټولنې ته سهولتونه رامنځته کېږي...))
نوموړي وويل : (( سياست د اجتماعي علومو د سنجش يا اندازه کولو دنده په غاړه لري... سياست په مجموعو کې هغه پوهه ده چې انسان د خپل ورځني ژوند ټول اړخونه ورباندې څېړي... سياست يو علم دى....د اوس سياست يو منفي سياست دى او دا سياست ستاسو ژوند او وخت وژني او غواړي چې ستاسو ژوند په بې سوادۍ او فقر کې تېر کړي...که اقتصادي چوکاټ او نور چوکاټونه او اهداف مالوم نه وي سياست ناکامېږي.... اوس مهال سياست د ځمکو غضب، اداري درغلۍ او چور لپاره کېږي .))
دبشرپال فلسفي بهيرله مشرتابه او ګډونوالو څخه په پېښور کې د مهترلام بابا ادبي ټولنې مشر او د پېلوزې مجلې مسوول مدير ښاغلي نذيرالحق قريشي د ټيلفون په کرښه مننه وکړه او په اوسنيو کړکيچنو حالاتو کې يې علمي، ادبي او فلسفي بحثونو ته زمينه برابرول، وستايل.
د يادونې وړ ده، چې بشرپال فلسفي بهير هره اوونۍ په کابل (خوځون علمي پرمختيايي مرکز ، احمد شاه با با مېنه) کې غونډې کوي او د بيلا بيلو نظريو پوهان، فرهنګيان، ليکوالان، شاعران پکې ونډه اخلي. (پاى)