د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بودا او بوډيزم

عبدالودود پښتونځار 09.09.2013 15:17

يادښت: دا ليكنه د ((افغانستان پوسټ)) خپرونې د لومړي كال په څلورمه ګڼه كې خپره شوې ده.

بوډيزم يا بودايت د نړۍ په لويو دينونوکې شمېرل کېږي. بودايت يوازې دين نه دی، بلکې يوه فلسفه او د ژوند تېرولو لار هم ده. بودايت د ((سيدارتا)) پرافکارو بنا شوی او وروسته يې د پيروانو په افکارو او زياتونو پرمختيا موندلې ده.
سيدارتا، ته به خپلو پيراوانو ((بودا)) ويل. ((بودا)) په سنسکريت او پالي ژبو کې د (ويښ شوي )) او (( روښان شوي )) په مانا دی. په پښتو او هندي ژبوکې ( بوډا، بوړا) د زوړ او مشر سړي مانا ورکوي. ښايي چې د پښتو او هندي ژبوکلمې هم د((بودا)) هغه بڼې وي، چې د دغو ژبو ويونکو ته له خپلو بودايي نيکونو څخه په ميراث پاتې شوي وي. د پښتو او هندي (بوډا- بوړا) کې هم د مشرولۍ، پيرۍ، هوښيارۍ، روښانۍ ... مانيز څرکونه شته چې دغه کلمې هان تر ((بودا)) پورې رسولای شي. همداشان په پښتوکې د ((بوډا)) تر څنګ د (بوت) او په پارسۍ کې د (بت) کلمې هم له ((بودا)) او وروسته د هغه له مجسمو سره په تړاو پښتو او پارسۍ ته ورغلي دي.
که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګواتاما) ته ويل شوي خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې دخپل دين لوړ مقام يې ترلاسه کړی (بودا) ويل شويدي.
سيدارتا د ((بودا)) ترڅنګ د (( ګواتاما))، ((ګواتاما بودا))، (( ګواتاماسيدارتا)) (( شاکيه موني = د ساکانوهوښيار Shakyamuni))، ((شاکيه مونی بودا Shakyamuni Buddha)) په نومونو هم ياد شوی دی.
دبريتانيې يوې ليکوالې کاران ارمسترانګ چې د دينونو مقايسوي څېړنه يې کړې د بودا په ژوند ليک کې ليکي:
(( دا ډيره ګرانه ده چې د بودا يو داسې ژوند ليک دې وليکل شي چې د نوي عصر له معيارونو سره برابروي، ځکه چې مونږ ډېر لږ داسې مواد لرو چې په تاريخي لحاظ دې کره وګڼل شي..[خو] بايد مونږ معقولا ډاډه و اوسو چې ګواتاما بودا موجود و او بله دا چې پيروانو يې دهغه د ژوند تېرسرۍ او لارښوونې څومره ښې چې کيدای شوې، ساتلې دي.))
د بودا زوکړه، ځواني او مړينه:
د ګواتامابودا د زېږنېټې په اړه ټول پوهان يوه خوله ندي. په ((ورلډبوک اف انسايکلو پيډيا کې)) يې د زوکړې نېټه (۵۶۳ ق م) او د مړينې نېټه يې (۴۸۳ ق م) اټکل شوې او عمر يې اتيا کاله ښوول شوی دی.
خوپه تاريخ هندوستان کې يې د زوکړې نېټه ( ۵۵۷ ق م) او د مړينې نېټه ( ۴۸۰ ق م) ښوول شوې ده. تاريخ هندوستان دا نېټه دکيمبريج هيسټري اف انډيا په اخځ راخېستې ده.
خو د ګواتامابودا عصر ته نژدې، بودايي اثر- ترای پيټاکا Tripitaka (پالي ژبه کې درې ټوکرۍ مانا ورکوي) په حواله ويل شوي چې ګواتاما د اوسني نيپال په (لمبينيLumbini) سيمه کې، په شاوخوا(۵۶۳ ق م) کې زيږيدلی و او(کپل واستو) کې لوی شوی و.
کپل واستو، د نيپال د هغه وخت د ((ترای)) دولت پلازمېنه وه. دغلته د ساکانو (شاکيه) ټبر د کشتريانو دولت و. ددغه دولت پاچا (شودودانه Śuddhodana) نومېد. ګواتاما بودا د دغه پاچا زوی و. دی د خپل مور و پلار يو زوی و او له همدې امله هغوی په ناز ونخرو لوی کړی و. ګواتاما بودا له وړکتوب نه د مفکر خويونه درلودل. ده به چې د دنيا غمونه او تکليفونه ليدل ډېر به خپه کيد. ډيری وخت به هغه په دې سوچونوکې و چې (( په کومو لارو انسان د دنيا له غمونوخلاصيدای شي؟))

د حقيقت په لټه د بودا، له کوره وتل:
ګواتاما بودا نهه ويشت کلنۍ کې خپل کور پرېښود، ځنګله ته ولاړ او هلته يې رياضت ((تپ)) پيل کړ او د ژغورنې د لارې په لټون کې شو. په دغه وخت کې هغه د خپل وخت ټول معلوم ديني اثار ولوستل خو زړه يې په يخ نشو. نو همداو چې شپږ کاله يې نور رياضت هم وکړ، پر له پسې روژه يې ونيوله، سا يې نه اخېستله، درد يې په ځان راوست او هان تر مرګه يې ځان ورساو خو په دې يې هم مطلب ترلاسه نشو. نو په دغه مهم مهال کې يې ديوې نجلۍ وريژې او شيدې قبولې کړې او د حقيقت د موندنې لار يې بدله کړه.
ګواتاما بودا ته د وړکتوب يوه تجربه ورپه ياد شوه چې تر يوې ونې لاندې يخ سيوري ته په ناسته يې زړه ارام موندلی و. په هم دې لټه نوموړی دسيند يوې ښکلې غاړې ته د يو انځر، مقدسې ونې سيوري ته د حقيقت په لټه کيناست او پرېکړه يې وکړه چې تر څو په حقيقت پوه شوی نه وي له دغه ځاى نه به نه پاسي. دغه ځای (بوداګايه) نوميږي.
له دې وروسته ګواتاما بودا د حقيقت د موندنې لپاره (اناپنستي anapanasati) عبادت پيل کړ په دې يې هغه څه ترلاسه کړل چې بودايان ورته منځنۍ لار(سنسکريت کې: (madhyamā-pratipad وايي او دځان کړولو self-indulgence او رياضت self-mortification ترمنځ ده.
له څو ورځو وروسته د ګواتاما ذهن خلاص شواو ځان يې له غم او بيا-بيا زيږون څخه خلاص کړ او د بشپړ روښان شوي موجود (سنسکريت کې: samyaksaṃbuddha) په شان راپاسيد.
په همدې سره يې لټون پای ته ورسيد. دده په وينا هغه څه چې غوښتل يې، ويې موندل. له دې وروسته ((سيدارتا)) ته (ويښ شوی)،(روښان شوی) يا ((بودا)) وويل شول. ګواتاما بودا په دغه وخت کې ۳۵ کلن و.
ډير ژر يې يوه ډله پيروان وموندل او تبليغ يې پيل کړ. او س يې نو د (ويښيدو لار) چې د هندوستان په ټوله شمال ختيزه خوا کې له ګرځېدو وروسته موندلې وه، خلکو ته ښووله.

څلور لوی حقيقتونه Four Noble Truths:
د ګواتاما بودا په لارښوونو کې څلور لوی حقيقتونه مرکزي حيثيت لري.
لومړی، ژوند غم (( دوکا)) دی. شتون Existence کې غم لوی لاس لري.
دويم، د غم لامل هوس دی. مونږ غمجن يو ځکه چې د څيزونو وږي يو او په پايله کې د څيزونو غلامان ګرځو. د شتمنېدوهوس مونږ له پوهې او بصيرت insightراګرځوي. يوازې د ښه توب، رښتينولۍ او له ګناه څخه د پاکېدوsalvation هوسونه د ستاينې وړدي.
درېيم، که هوسونه ولکه (كنټرول) شي نو غمونه کمېږي.
څلورم، د هوسونو د له منځه وړلو لپاره پر( درنه اته نرخيزه لار Noble Eight Fold Path) تلل پکار دي. ددې لارې په پيروۍ تکليف پای ته رسي. دغه اته نرخيزه لار له ( ۱ ـ ښه نظر Right view ، ۲ – ښه اراده Right intention ، ۳ – ښه وينا Right speech ، ۴ – ښه کړنه Right action ، ۵ – حلاله ګټه Right livelihood ، ۶ – نیک کوښښ Right effort ، ۷ – ښه يادښت Right mindfulness ۸ – ښه ترکيزRight concentration څخه عبارت دي.
بوداويل چې نيروانا( د صوفيانو په ژبه: مطلقه ښکلا يا مطلق خير يا مطلقه خوشبختي) پر دغه (اته نرخيزه لار) له عمل کولو وروسته ترلاسه کيدای شي. له دې سره پرځانغوښتنه او افسوس برياموندل کېږي او بشپړه ازادي او ارامي ترلاسه کيږي.
د ګواتاما بودا په لارښوونوکې، ځان پېژندنه له لويو نيکيوڅخه ګڼل شوې ده. ددغسې پوهې د تر لاسه کولو تر ټولو غوره لار ښه چلند دی. هر څوک بايد ځانساتنه Self Control، تواضع Humility، سخاوت او شفقت Mercy خپل کړندود وګرځوي. له ځان نه ناخبري او په ځان کې ورکيدل self-centering، هوس او افسوس پيداکوي.
بله لويه نيکي د بودا په نزد مينه ده. ده ويل چې يوښه لارښود هرومرو بايد(( له مينې ډک زړه چې غصه او ناوړه هوس ونه پېژني، ولري.)) بودا ويل:(( کرکه په کرکه هيڅکله نه پاکيږي، کرکه په مينه پاکيږی.))

ځينې بودايي باورونه:
بودايان په خپلو عبادتونو سره کوښښ کوي چې دوجود له بند څخه خلاص شي او له عدم وجود (نيروانا) سره ياد صوفيانوپه وينا له مطلق حسن سره يو ځای شي. دوی وايي چې بشر له داسې څيزونو څخه جوړدی چې له انسان نه مخکې يې شتون درلود او له مړينې وروسته به بيرته هغه حال ته ورګرځي اوبيا به په نړۍ کې منتشرکيږي.

کرم يا کرما:
ددې کلمو لغوي مانا کار يا عمل دی. يوازې پر انسان نه بلکې پر ټولو ژونديو څيزونو د هغو د خپلو کړنو اغيز موجود وي. په ځانګړي ډول غم (دکا) د انسان د خپلو غلطو يا ناوړه کړنو پايله وي. کرما د علت او معلول قانون دی. کرما پر دې ټينګار کوي چې ټول وګړي د خپلو تېرو او اوسمهالو کړنو مسوول په خپله دي او د خپلوکړنو د پايلې مزه به څښي.
د دې واقعيت ځواب په دې کې خلاصه کېږي:۱- د کړنې اراده ۲- پر خپل ځان د کړنې اغيز ۳- او پر نورو خلکو د عمل اغېز
دبودايي لارښوونو اساسات په ډير څرګند او عملي ډول دادي، چې هيڅ شی مطلق ندی، کړنې عواقب لري، بدلون امکان لري. لکه څنګه چې بودايت پر يوخالق خدای باور نلري او عبادت ته يې په خپل دين کې ځای نه دی ورکړی نو له همدې امله يې ځيني وګړي په دينونو کې نه شمېري.

د ګواتاما بودا تبليغ:
بودا چې کله په حقيقت ورسيدنو د خپلو نظرياتو تبليغ يې پيل کړ او ډير پيروان يې وموندل. دوی به خپل ځانونه ( ارهت Arahat)) چې د (ارزښتمن کس)) مانا ورکوي ګڼل.
هرمذهبي لارښودMonk به ژيړه چپن robe اغوستله، سر به يې خرېيه، د ملنګانو کچکول به يې ګرځاو او هر ورځ به يې عبادت کاو. هرمذهبي مشر به خپله کورنۍ، ملګري او شتمني پرېښووله . ګواتاما بودا او د هغه مذهبي ملګرو ورو-ورو د هندي ټولنې طبقاتي پولې ماتې کړې او بالاخره ډير وګړي يې په بودايت کې سره متحدکړل.
د بودا پيروانو د هغه لارښوونې ټول هندوستان، تبت، سريلنکا، برما، تايلنډ او هان افغانستان ته ورسولې او وروسته يې په لږ څه بدلون د چين، جاپان، کوريا، تبت او نورو سيمو ته هم ورسيدې.
د وخت په تېريدوسره د نورو دينونو په شان د بودا له لارښوونو بېلا بېلې فرقې او فکري ښوونځي رامنځته شول. د بودا له مړينې وروسته يې پيروان په دوو ډلو هنايانه Hinayana (کوچنی ګاډی) او ماهيانه Mahayana (لوی ګاډی) ووېشل شول. هنايانه، د بودا اصلي لارښوونې تعقيبولې خو ماهيانه د بودا لارښوونو ته پراختيا ورکړې وه.
بودايت که هر ډول و خو په هغه وخت کې هندومت خپل اغېز له لاسه ورکړی و او هندي ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخ وه. په دغه وخت کې ګواتاما بودا بغاوت وکړاود هندي ټولنې وګړي يې تر ډېره بريده پر يو ټغر ټول کړل.

بودايت که څه هم ډيره انساني فلسفه او ژوند لاره ده خو پدې لار کې انسان له هيلو او ارزګانو څخه منع کيږي چې په نتيجه کې انسان د پرمختياکوښښ پريږدي او ګوښه نشين کيږي او د يو څيز د بدلون او پرمختيا وړتيا له لاسه ورکوي.
خو دبودايت د عبادت لارې د انسان له فکري ودې سره مرسته کوي او د يو ښه انسان په جوړښت کې عملامرسته کولای شي.
بودايت دصوفيانو پر افکارو ژور اثر کړی او ددغو افکارو په نتيجه کې صوفيان هم د نږه ښکلا (مطلق حسن) په تمه د کوټو په کونجونو کې ناست وي او دژوند نورې معاملې پريږدي او د ژوند عقلي او قانوني لوبه کې ماتې ته غاړه ږدي او ٍيوازې په خيالاتو کې ژوند کوي او له خيال پلونو نه خونداخلي.
که څه هم يو شميرهغه بودايان چې دخپل دين منفي ټکيو او نيمګړتياو پټولو او ساينسي ښوولوکوښښ کوي وايي چې ټول بودايان ګوښه نشين ندي او خپل هوسونه، نه وژني خوداخبره ځکه سمه نه بريښي چې د بودايت اصلي موخه د ((نيروانا)) ترلاسه کول دي او ((نيروانا)) ترلاسه کولو لپاره چې کوم عبادات کيږي هغه تقريبا ټول دژوند له هيلو سره غيږې نيول او دخواهشاتو وژل دي.
دبودايت ((کرما)) واقعا چې ډيرعلمي او ساينسي قانون دی، د هر انسان سرنوشت د هغه پر کړو وړو ولاړ دی او هر انسان چې څه کري هغه به ريبي چې پر دې اساس ژوند کول انسان ته د تقدير په لاس کې نيولو چانس ورکوي.

اخځونه
1. ډاکترايشوري پرشاد، تاريخ هندوستان، اله اباديونيورسټي، ۱۹۲۶ ز
2. علي عباس جلالپوري، روايات فلسفه، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان
3. علي عباس جلالپوري، خردنامه جلالپوري، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان
4. پوهنمل محمدنسيم فقيري، ګزيده تاريخ افکار سياسي، مؤسسه تحصيلات عالي دعوت-پوهنځی حقوق وعلوم سياسي، ۱۳۸۸هـ ش
5. The World Book Encyclopedia,Volume B, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
6. Hassan, Brig Javed, India: A Study in Profile, The Army Press, 1990, Rawalpindi, Pakistan.
7. www.wikipedia.org (Pashto -March 2013)
8. www.wikipedia.org (Urdu -March 2013)
9. www.wikipedia.org (Persian -March 2013)
10. www.etymonline.com (March 2013)
11. http://www.buddhanet.net/e-learning/5minbud.htm (March 2013)
12. http://en.wikipedia.org/wiki/Gautama_Buddha (March 2013)
13. http://en.wikipedia.org/wiki/Buddhism (March 2013)
14. www.wikipedia.org (English -March 2013)

پاى ليكونه
1. Enlightened
2. Awakened
3. Karen Armstrong
4. "It is obviously difficult, therefore, to write a biography of the Buddha that meets modern criteria, because we have very little information that can be considered historically sound... [but] we can be reasonably confident Siddhatta Gotama did indeed exist and that his disciples preserved the memory of his life and teachings as well as they could." (( www.wikipedia.org – march 2013)
5. www.wikipedia.org (English -March 2013)
6. تاريخ هندوستان، ډاکتر اشواري پرشاد،
7. fully enlightened being
وروستى سمون: ۱۷ وږى ۱۳۹۲ ل ل