د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فلسفې پلار- تاليس

عبدالودود پښتونځار 13.12.2011 05:46

دپخواني يونان د ملېتس (مليطس)سيمې فيلسوف تاليس (طاليس) د فلسفې پلار ګڼل کيږي. دى  د يونان په اوه لويو هوښيارانو(seven sages )کې  شمېرل کيږي. زياتره پوهان په تېره ارسطو، تاليس د يوناني فلسفې لومړى فلسفي ګڼي. د برټرنډ رسل په حواله ((غربي فلسفه له تاليس څخه پيليږي.)) له همدې امله تاليس د لومړني يوناني فکري مکتب ملېتي (ملېطي) بنسټ ايښوونکى بلل شوى دى.

مليتس Miletus ،دپخواني يونان سيمه  وه، چې د نننۍ  تورکيې په آيدين Aydin ولايت پورې اړه لري. د تاليس په اړه د براعظمګي مفکر علي عباس جلالپوري په (روح عصر)کتاب کې ليکلي ((طاليس مليطى په متفق ډول د فلسفې او نظري ساينس بنسټ ايښوونکى منل شوى او لکه څنګه چې مشهوره ده،دى له نسله اروپايى نه وو،بلکې فنيقى اسيايى وو.... طاليس د مليطس اوسېدونکى وو، چې د روم سمندرګي پر غاړه په اسيا کې پرته سيمه ده .))

د تاليس  پلار اکساميس Examyes  او مور يې کليوبولينه Cleobuline  نومېدل. دده مور و پلار دواړه له آصله فنيقيان ول. دتاليس نوم  په رومي ليکدود اوپه انګرېزۍ کې Thales ليکل کيږي، چې لومړى غږ يې \ت\ دى او په انګرېزۍ کې (تې ليز THAY leez) ويل کيږي. خو په عربي ليکدود کې د (طاليس) په بڼه ليکل شوى دى. همدغسې د نړۍ په هغو ځايونوکې چې د ناعربي ژبو لپاره عربي ليکدود کاريږي، دعربۍ په تقليد تاليس په (طاليس) ليکل کيږي. لامل يې دا دى چې اسلامي نړۍ ته  فلسفه، فلسفي نومونه او فلسفي اصطلاحات زياتره د عربۍ له لارې ننوتي او داسلامي نړۍ پوهانو هم د عربۍ په تقليد تاليس په (طاليس) ليکلى دى.

د يونان يو مشهور فيلسوف ډيوژن لايرتي Diogenes Laertius چې د يوناني فلسفيانو ژوندليکونه يې خوندي کړي، د تاليس د واده او بچيانو په اړه  دوه کيسې ويلې دي. يوه دا چې تاليس واده  کړى وو او دسيبستس Cybisthus يا سيبشتن Cybishton په نوم يې يو زوى درلود او يا يې همدا هلک  وراره وو، چې په زويولۍ يې نيولى وو.  دويم دا چې، تاليس  هيڅ واده نه وو کړى. کله چې ځوان وو، مور  ته  به يې ويل چې لا ځوان دى او کله چې زوړ شو نو  ويل به يې چې اوس يې د واده وخت تېر دى.

پلوتارک Plutarch ( ٤٦ --- ١٢٧م) چې ديونان يو تاريخوال او ليکوال دى، د تاليس په اړه يې يوه کيسه نقل کړې، چې داتن  قانونپوه، سياستوال او شاعر(سولون Solon)  ديوې ليدنې پرمهال له  تاليس څخه پوښتنه وکړه چې ولې لونډ(مجرد) پاته شو؟ تاليس په ځواب کې ورته وويل چې نه يې غوښتل د بچيانو په غمونو کې لتاړ شي. خو څو کاله  وروسته تاليس د کورنۍ د نه درلودو له امله غمجن  شو، همدا وو چې خپل وراره يې په زويولۍ ونيو.  (( Www.wikipedia.org))

دځينونورو يوناني فلسفيانو،پوهانواو ليکوالانو په څېر د تاليس ټول اثار تر موږ ندي رارسېدلي او يوازې څه نسخې ترې پاته دي. پوهان د تاليس د اثارو په اړه هم يوه خوله ندي. ځيني پخواني ليکوالان دبېړۍ چلونې يواثر (بحري ستورښودNautical Star-guide) هم په دۀ پورې تړي خو ځينې نور بيا وايي چې تاليس دوه اثار، يو  دتندرنيونې او موسمي اوښتون (تحول) په اړه ( On the Solstice) او بل د شپې ورځې د برابرۍ په اړه (  On the Equinox )ليکلي دي.

تاليس ملېتي (مليطي) په پخواني مصر او د نژدې ختيز په نورو هېوادونو کې زده کړې کړې وې .ده  په رياضي، هندسه او ستورپېژندنه کې ښه پوهه درلوده. نوموړي تر ټولو لومړى هندسي شکلونه چمتو کړل، چې وروسته ترې اقليدس هم ګټه واخېسته.

تاليس د عيسى (ع) له زيږون څخه وړاندې پر( ٢٨ مى ٥٨٥) مخزيږدې نېټه د لمر د تندر نيونې  وړاندوينه هم کړې وه چې رښتيا شوه او په خپل وخت کې يې د لويديز وګړي ډېر حيران کړل. تاليس د سفر ډېر شوقي وو. د تاريخ پلار يوناني هيروډوټس دتاليس د سياستوالۍ او انجنيرۍ خبرې هم كړې دي. ويل کيږي چې تاليس د مصر اهرامونه د هغو سيوري ته په کتو اندازه کړي ول.

په يوناني فلسفيانوکې تاليس لومړنى كس وو،چې له يوناني اساطيرو نه يې سرغړونه وکړه او د نړۍ دجوړ ښت دلومړني مادي شي(عنصر) په اړه يې سوچ  وکړ او په لومړي ځل يې وويل چې د نړۍ ټول شيان او کاينات Cosmic Phenomena له اوبو(Hydor) څخه جوړ شوي او د ژوندانه سرچينه دهغه په وينا  (Arche) اوبه  دي. پوهان وايي چې  ښايي  په  طبيعت او ژوند کې داوبو زيات اهميت، به  نوموړى هڅولى وي چې اوبه د هر څه سرچينه  وګڼي.

ديوبل نظر له مخې ښايي تاليس دهومري دوديز نړۍ ليد Traditional Homeric World-image،په ځانګړي ډول د Oceanos افسانې چې سيند د فاني او ابدي ژوند سرچينه ګڼي،تر اغېز لاندې دا نظريه وړاندې کړې وي او اوبه يې د هر څه مورينه ګڼلې وي. پر همدې بنسټ تاليس وايي چې ځمکه د اوبو پر مخ لکه د  کښتۍ په شان ګرځي.

دې نظريې چې د نړۍ هر څيز يوازې او يوازې له اوبو څخه جوړ دى، تاليس د حيواني وحدت الوجود Animistic Pantheism پر لار ور سيخ کړ. ده ويلي لکه څنګه چې اوبه د ټولو ژونديوشيانو لپاره خدايي (الهي) سرچينه ده او ټول ژوندي او غير ژوندي شيان په اوبو ژوندکوي  نو له همدې امله ټوله نړۍ له خدايانو ډکه ده. (( All things are full of gods))

تاليس پر همدې بنسټ ويلي چې د روح او طبيعت اصلي ماده اوبه دي او اوبو  په  هر څه کې  خوځون او حرکي انرژي(kinetic) رامينځته كړې ده.

ددۀ  د نظريې په اړه ارسطو ويلي (( ... يو يا له يو نه ډېر داسې طبيعي شىان شته، چې نور شيان ترې رامينځته شويدي ... پر شمېر او د داسې نظر پر بڼه ټول[پوهان]  يوه خوله ندي، خو تاليس چې ددې فلسفې بنسټ ايښوونکى دى وايي چې دا[څيز] اوبه دي....) ارسطو زياتوي ((... ځيني وايي چې دا[روح] په جهان کې خپور شوى او له همدې امله ښايي چې تاليس فکر کاو چې ټول شيان له خدايانو ډک دي...))

ډيوژن، ديوناني ليکوال (اپولودور  Apollodorus چې په ١٨٠ مخزيږدي کې زېږېدلى) په حواله ويلي چې تاليس د ٧٨ کلنۍ په عمر مړ شوى.خو ديو بل يوناني تاريخوال سوسيکراتس Sosicrates په حواله يې ويلي چې تاليس د مرګ پرمهال ٩٠ کلن وو.په ډېروځايونوکې د تاليس د ٧٨ کلنۍ عمر سم ګڼل شوى دى.همداشان  د تاليس د زېږون او مړينې پر نېټه هم ټول پوهان يوه خوله ندي.په زياترو ځايونو کې يې د زېږون نېټه (٦٢٤ او ٦٢٥ ) او د مړينې نېټه يې ( ٥٤٦ او ٥٤٧ ) ښوول شوې ده.

ښايي چې د تاليس خبرې اوس ځينوخلكوته خندنۍ وبرېښي، خودا ډېر لوی کار دی چې له نن څخه کابو شپږويشت سوه کاله وړاندې د يوناني اساطيرو په واکمنۍ کې څوک راپاسيږي، پراساطيرو پښې کيږدي، د عقل خبرې وکړي، دساينس بنسټ کيږدي او د راتلونکوانسانانو لپاره  دسوچونو او تفکر دروازې پرانيزي.(پاى)

 اخځونه :

  1.  http://www.philosophy.gr/presocratics/thales.htm
  2. www.wikipedia.org
  3. روح عصر( علي عباس جلالپوري)
  4. کاينات اور انسان (علي عباس جلالپوري)
  5. پارسي او عربي ويکي پيډيا
  6. او نور بيلا بېل اثار