د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل : فلسفي بهير کې پر جادو او توهماتو خبرې وشوې

عبدالودود پښتونځار 27.01.2012 19:45

کابل (٧ دلوه ٩٠) : د بشرپال فلسفي بهير په اتمه غونډه کې پر (جادو، توهماتو او د ضد عقليت پر ضد) خبرې وشوې.
غونډه کې ښاغلي خان ولي خان بشرمل پرانېستې خبرې وکړې اوپر پاسنيو موضوعاتو يې خپل نظر څرګند کړ.
ښاغلي بشرمل وويل  ((څه له پاسه ٣٣٠٠ کاله وړاندې د بابل، مصر او فنيقا تهذيبونو په ميټافزيک مګر د مادي عقلي استدلالونو مخفي ملګرتياو په واسطه د ژوندانه په ډګر کې عملي او ارتقايي ژوند تېراو.))
نوموړي وويل چې مصريانو، بابليانو، يونانيانو او د فنيقا اوسېدونکو لومړني منځني او وروستني ژوند کې د توهماتو او جادو په واسطه د عصري رياضي، جغرافيې او ستورپېژندنې ډبره کېښوده.
ښاغلي بشرمل پر جادو د ساينس  نظر هم څرګند کړ. دۀ وويل چې جادو د ساينس بنسټ کېښود او نورو پوهنيزو څانګو لکه (سا پوهنې، رياضي، ستورپېژندنې، تيولوژۍ ...) او نورو ته يې هم ډېر څه ورکړل. خو نوموړي ياده کړه ((په اوسني وخت کې ساينس د جادو نفي کوي.))
په غونډه کې نورو ګډونوالو هم خپل، خپل نظرونه او معلومات څرګند کړل.
د پشه يي ژبې ليکوال ښاغلي مسجدي ماليار د جادو او توهماتو په اړه خپل ځاني معلومات غونډې ته وړاندې کړل. نوموړي وويل چې جادوګر د انسان مغز د ساپوهنيزو تخنيکونو په مټ په ولکه کې راولي او هر څه چې وغواړي په کولاى يې شي.
په غونډه کې ځوان ليکوال او شاعر  روئيد همت هم خبرې وکړې. نوموړي د اسلام له نظره پر جادو خبرې وکړې. هغۀ  وويل چې په قراني ايتونو او احاديثو کې جادو حرام ګڼل شوى او مسلمانان ترې منع شويدي.
ښاغلي همت ، د امام قدامه په حواله وويل چې سحر هغه منتر دى، چې په ويلو، ليکلو او په عمل يې د بل چا بدن، زړۀ او يا هم عقل اغېزمن کېږي. ښاغلي همت د امام راغب په حواله وويل چې جادو څو ډولونه لري.نوموړي نظر بندي، له شيطانانو څخه مرسته اخېستل او د څيزونو ماهيت بدلول د جادو څو ډولونه وګڼل.
نوموړي د ابن خلدون په حواله وويل چې له جادوګر نه د خير ښېګڼې صدور ناشونى دى او جادوګر، جادو د خير ښېګڼې په چارو کې نشي کارولى .
يو بل ځوان ليکوال عزيز الله قيام هم د جادو په اړه خبرې وکړې . نوموړي وويل چې جادو شته دى او له شتون نه يې انکار کول معقول ندي .
ښاغلي قيام وويل چې جادو د انساني افکارو او خيالاتو په ترڅ کې رامينځته شوې پديده ده او د تاريخ په اوږدو کې يې ارتقا موندلې ده.
په غونډه کې داوود نيازي هم خبرې وکړې. هغۀ هم د جادو په اړه خپلې شخصي تجربې د غونډې له ګډونوالو سره  شريکې کړې او په ساپوهنيز  لحاظ يې د جادو اثرات څرګند کړل.
تېره غونډه کې عنايت الله ديدار پر تصوف او موسيقۍ اوږدې خبرې کړې وې. ښاغلي ديدار په تصوف کې د موسيقۍ پر ارزښت رڼا اچولې وه. همداشان يې په تصوف کې پر وجد او حال هم څرګندونې کړې وې.
په بشرپال فلسفي بهير کې د راتلونکې اوونۍ لپاره (ماده) د بحث موضوع وټاکل شوه، چې يو ځوان عصمت الله خان به پرې څرګندونې وکړي.
ديادونې وړ ده چې د فلسفي بهير اونيزې غونډې، د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې ترسره کېږي چې يو شمېر ځوانان، پوهان او فرهنګيان او مينه وال  پکې برخه اخلي. (پاى)