د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالودود پښتونځار

09.09.2013 13:17    |   عبدالودود پښتونځار بودا او بوډيزم

که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګواتاما) ته ويل شوي خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې دخپل دين لوړ مقام يې ترلاسه کړی (بودا) ويل شويدي.

31.05.2013 17:04    |   عبدالودود پښتونځار ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

ژبه دانسانانوترمنځ داړيکوبنسټ دى.له څېړنو ښكاره شوې،چې مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي.خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدا، غپېدا، اوسونګېدا له لارې څرګندوي. خوانسانانوغوندې خپل افکارپه ژبه نشي ويلاى.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي يې اويايې فکرکوي، څرګندولای اوويلای شي.[ خو اوس هم ډېر داسې څه شته چې انسان يې د بيان او اظهار لپاره ويي، غونډونه او اصطلاحات نلري.]

08.01.2013 17:36    |   عبدالودود پښتونځار شنيځ - د پښتو يو زوړ ويى دی

شنيځ دميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ يوه حوزه ده. په دې حوزه کې ټول پښتانه اوسي.داسې ښکاري چې دا سيمه د غزنويانو په واكپېر کې هم اباده وه او پياوړي عالم لکه خواجه اسماعيل شنيزي،چې دافغاني پارسۍ لوى شاعر (حکيم سنايي)استاد و، هم پکې ژوند کاو. ((حكيم سنايي د خواجه اسماعيل شنيزي څخه علم او عمل دواړه زده كړي ول. په بله ژبه د حكيم د ظاهري او باطني علومو استاد نوموړى خواجه و... خواجه اسماعيل دپنځمې هجري پېړۍ په پاى او د شپږمې هجري پېړۍ په پيل كې دهېواد يو لوى عالم اوعارف و، چې علاقه مندانو او شاګردانو به ترې علمي او عرفاني استفادې او استفاضې كولې.)) حكيم سنايي د محمداسماعيل شنيزي پر شاګردولۍ وياړ کاو او خپل هر څه يې د نوموړي له بركته بلل. شنيزى د غزني د لوى حكيم په دېوان كې په يو اووه بيتيزغزل كې په ډېر درنښت ياد شوى دى:

28.07.2012 18:09    |   عبدالودود پښتونځار ولې يوويشت ؟

كه موپام شوى وي، کله چې موږ په پښتوكې له لسو نه لوړ شمېر كوو او دوه رقمي عدد وايو نو لومړى يويز عدد يادوو او ورپسې لسيز[1].دا كار تر نهه نوي پورې كوو،خو كله چې شمېر له نهه نوي لوړېږي او درې رقمي عدد وايو نو بيا دا لار پرېږدو او اول لوى عدد يادوو او ورپسې كوچنى،لكه يوسلويو، يوزرويو...

05.03.2012 21:14    |   عبدالودود پښتونځار کابل : فلسفي بهير کې پر سياست خبرې وشوې

کابل ( ١١ کب ٩٠) : دبشرپال فلسفي بهير په څوارلسمه غونډه کې پرسياست او اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې. پر موضوع انجنير مسجدي ماليار بحث وکړ. ښاغلي ماليار وويل چې (( سياست د اقتصاد زبېښل شوې شيرې ته وايي. هغه څوک چې ښه سياست لري هغه ښه اقتصاد هم لري.))

12.02.2012 20:27    |   عبدالودود پښتونځار کابل : فلسفي بهیرکې پر سوشلزم خبرې وشوې

کابل ( ۱۰ فبروري ۲۰۱۲) : د فلسفي بهیر په لسمه غونډه کې پرسوشلزم خبرې وشوې. پر موضوع ځوان لیکوا ل محمدداوودنیازي خپله پرانیستې وینا(لیکچر) وړاندې کړه. ده وویل چې سوشلزم د پانګوالۍ مقابل نظام دی.

03.02.2012 19:28    |   عبدالودود پښتونځار فلسفي بهير کې پر ماده( matter ) بحث وشو

کابل (١٤ دلوه ٩٠) : د فلسفي بهير په نهمه غونډه کې پر ماده او اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې. غونډه کې عصمت الله ترابي پرانېستې خبرې وکړې او پر موضوع يې د تېرو پوهانو د څېړنو په رڼا کې څرګندونې وکړې .

27.01.2012 18:45    |   عبدالودود پښتونځار کابل : فلسفي بهير کې پر جادو او توهماتو خبرې وشوې

نوموړي وويل چې مصريانو، بابليانو، يونانيانو او د فنيقا اوسېدونکو لومړنى منځنى او وروستنى ژوند کې د توهماتو او جادو په واسطه د عصري رياضي، جغرافيې او ستورپېژندنې ډبره کېښوده.

14.01.2012 11:47    |   عبدالودود پښتونځار کابل:فلسفي بهير کې پرعقل او مينه خبرې وشوې.

کابل (٢٣-١٠-١٣٩٠):د فلسفي بهير په پنځمه غونډه کې پر عقل او مينه خبرې وشوې. پر دې موضوع ځوان ليکوال او ژباړن ښاغلي عطاالله خان حيران خبرې وکړې اود بهير د ګډونوالوپوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

13.12.2011 05:46    |   عبدالودود پښتونځار د فلسفې پلار- تاليس

دپخواني يونان د ملېتس (مليطس)سيمې فيلسوف تاليس (طاليس) د فلسفې پلار ګڼل کيږي. دى د يونان په اوه لويو هوښيارانو(seven sages )کې شمېرل کيږي. زياتره پوهان په تېره ارسطو، تاليس د يوناني فلسفې لومړى فلسفي ګڼي. د برټرنډ رسل په حواله ((غربي فلسفه له تاليس څخه پيليږي.)) له همدې امله تاليس د لومړني يوناني فکري مکتب ملېتي (ملېطي) بنسټ ايښوونکى بلل کيږي.

16.09.2010 08:44    |   محترم ورور عبدالودود پښتونځار صيب: محترم ورور عبدالودود پښتونځار صيب:

محترم ورور عبدالودود پښتونځار صيب:

07.09.2010 13:43    |   عبدالودود پښتونځار اخترپه لنډيوکې- يوه ځيرنه

اختر د مسلمانانو مذهبي مېله او د خوښيو جشن دی . په اسلامي نړۍ کې د کال دوه اخترونه کيږي، چې يوه ته يې کمکى(دروژې اختر) او بل ته يې لوى ی(د قربانۍ اختر) وايي. مسلمانان کمکی اختر د روژې له تېرولو وروسته او لوى اختر د حضرت اسماعيل (ع) د قربانۍ د ياد تازه کولو په موخه له کمکي اختر نه دوې مياشتې وروسته کوي .

24.04.2010 23:28    |   عبدالودود پښتونځار پر مندراوړ يوه لنډه کتنه

مندراوړ د افغانستان دلغمان ولايت د قرغه يو ولسوالۍ ډېره تاريخي او سټراټيژيکه سيمه ده، چې د وخت په تېرېدو سره يې ارزښت له لاسه ورکړى او اوس په يوه وړوکي ښارګوټي بدل شويدى.

14.04.2010 10:49    |   عبدالودود پښتونځار سړى به مې دغوښې په ارمان مړشي!

دشل، لس زيږدي كال د څلورمې مياشتې لومړۍ ورځ وه، چې يو چا زموږ د كرايي كور زنګ وهلې، زړه دروازه وټكوله . يو زوى مې منډه او دروازه يې ور خلاصه كړه، چې يوې زړې ښځې په ژړاند غږ ورته وويل :" سړى مې مريض ده، كه يوه څو روپه ګۍ كومك راسره وكړئ ." له دې سره زړه ښځه كورته راننوته او د كور د دروازې په خوله كې د هغې خټينې كوټې مخته كيناسته چې زه پكې ناست وم اود ژوند اړوند سوچونه مې وهل .

09.01.2010 10:47    |   عبدالودود پښتونځار پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه

په سر كې له ګران استاد ډاكټرمجاوراحمد زيارځنې مننه كوم، چې له ډېرو بوختياوو سره، سره يې راته دسمون لپاره څو يادښتونه راوليږل .

19.12.2008 22:43    |   عبدالودود پښتونځار د تهذيب څرك

13.07.2008 11:38    |   عبدالودود پښتونځار مڼه په تاريخ، انګېرنو، متلونو، لنډيو اوطب کې

دمڼې ونه دنړۍ په ډېروسيموكې پيداكيږي.يانې مڼه هغه مشهوره مېوه ده،چې دنړۍ په هرګوټ كې شته اودنړۍ ټول وګړي يې پېژني.

16.02.2008 11:09    |   عبدالودود پښتونځار لرغوني کابل فرهنګي څېره