د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

عبدالودود پښتونځار 31.05.2013 19:04

ژبه دانسانانوترمنځ داړيکوبنسټ دى.له څېړنو ښكاره شوې،چې مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي.خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدا، غپېدا، اوسونګېدا له لارې څرګندوي. خوانسانانوغوندې خپل افکارپه ژبه نشي ويلاى.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي يې اويايې فکرکوي، څرګندولای اوويلای شي.[ خو اوس هم ډېر داسې څه شته چې انسان يې د بيان او اظهار لپاره ويي، غونډونه او اصطلاحات نلري.]
ژبه دانځوريا مېزپه شان بشپړڅيز نه دى،بلکې تل دبدلېدا په حال کې ده. دوخت په تېرېدا سره پكې نوي ويي رامنځته کېږي اوزاړه له کاره غورځي.دجملواوډون اوپښويز نرخونه(ګرامري قواعد)يې هم بدلون مومي.دبېلګې په ډول چوسر Chaucer په ١٣٠٠ زېږدو کلونوکې په انګرېزۍكې دکينټربري نكلونوTales Canterbury په نامه يو کتاب ليکلی،خودهغۀ او اوسمهالې انګرېزۍ ترمنځ ډېر توپير راغلی، نن سبا دهغه پرانګرېزۍ ډېرلوستوال سم نه پوهيږي.
ژبه کسبي وسيله ده،کله چې ماشوم نوی پيداشي، خبرې نشي کولای اواړتياوې يې لږ وي.تر ډېره بريده، خپلې اړتياوې،په ژړا پوره کوي.خوڅومره چې ماشوم لوييږي، اړتياوې يې ډېريږي او اړ وځي،چې دپوره کولولپاره يې ډېرڅه ووايي.
کله چې کوچنی غږېدا پيلوي،غږونه يې محدودې ماناوې ورکوي خو وروسته، وروسته د يو يا څو څيزونو بېلا بېلې ماناوې زده کوي.
په هغو وييوکې چې ماشوم يې لومړی زده کوي، يو دسپي dog ويى ګڼل کېږي . ډېرکوچنيان په اول کې ګومان کوي چې ټول څلوربولي ژوي سپيان دي، خووروسته پوهېږي،چې يوازې يو ځانګړي ډول ژوي ته سپی وايي اونور(غوا) يا (پيشو)ګڼل کيږي.همدا دماناوپه زده کړه کې لومړی ګام بلل کيږي.
ورو، ورو ماشومان پردې هم پوهېږي چې ځينې مهال يوشان غږونه بېلابېلې ماناوې ورکوي. دوى پوهېږي چې دانګرېزۍfall غورځېدا او همداfall مني (خزان) ته هم وايي.ماشومان د مهال په تېرېدو سره ډېر څه زده کوي،خو داټول كسبي(مصنوعي)دي...
ليکنۍ ژبه هم لکه دګړنۍ غوندې کسبي وي. دژبو(البېڅې) په بشپړډول دهغو نښوټولګه وي چې دژبو دغږونو دښوولولپاره کاريږي.که غوښتل شوي وای نوABC د درې ګوټيز(مثلث)، څلورګوټيز(مربع) اومستطيل په بڼوهم ښوول کېدای شول او له دې سره به په ژبه کې هيڅ توپير هم نه واى راغلى!

ژبې څنګه منځته راغلې؟
دا چې ژبې څنګه منځته راغلي اوانسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيل کړې،څونظريې موجودې دي.
دژبوځيني څېړندويان پردې اند دي، چې په لومړيو کې انسان دچوڼچوڼو او ژويو په څېر غږونه اېستل.....
[[د ژبپوهنې ځينې پوهان د ژبې د رامنځته کېدو په اړه وايي چې کله انسان په طبيعت کې ازاد ګرځېد، نو خپل چاپېرچل کې به يې د ځينو څيزونو د غږونو پېښې (پيروي) کولې، چې د وخت په تېرېدو سره دغه پېښې په وييو واوښتې.
ددې نظريې په بنسټ په پښتو ژبه کې هم ډېر ويي همداسې رامنځته شوي دي. د ساري په ډول کوړکه (له کړت يا کوړت)، کرکړې (له کړ-کړ)، کارغه ( له کاغ-کاغ)، څينګښه(چونګښه) ( له څينګ، څينګ يا چونګ-چونګ؟) رامنځته شوې دي.
د حيواناتو په نوموسربېره دکړتو، بنګېدل،بنګهار، بنګس، بنګېدا، ګړېدل، ګړول او نورې ډېر ويي پښتنو د چاپېرچل (طبيعيت) په پېښو جوړ کړيدي.
په پارسۍ کې، مګس ويی (دمچانو له اواز، بنګس).... څخه هم په دې ډول رامنځته شوېدی.
دانګرېزۍپه مورينه ژبه (انګلوساکسون) او اوسمهالې انګرېزۍ کې دCackle (کرکړو)، Buzz(بنګهار) او نورې ډېر ويي دطبيعي اوازونو په پيروۍ جوړ شوي دي. او دا ويي د انسان د هغه وخت د ژوند يادګاري کيسې کوي، چې په ازاد طبيعت کې به د نورو حيواناتو په شان ګرځېد. ]]
[[د پښتو ژبې (سا) چې د روح لپاره کارېږي، ډېره پخوانۍ ښکاري. ښايي چې دا ويی د اوسنۍ انګرېزۍ له ساى sigh چې د(اوسېلي) مانا ورکوي، سره يو آری وي او دانګريزۍ ويی هم په پخوا وختونو کې د روح لپاره کارېدلی وي.
دې وييوکې هم د هوا مانيزه ريښه پټه ده. زه خو فکر کوم چې دا به د هوا اخېستو له طبيعي غږ (هه، سه) څخه راوتلې وي. کله چې سړى اکسيجن اخلي نو دغه اوزا په ښه ډول اورېدلى شي. ښايي چې دې اواز به وروسته د (سا، ها، ساى) بڼې خپلې کړې وي.
يوه بله خبره هم بايد ياده شي، چې د پښتو ژبې (اګۍ=هګۍ) چې د انګرېزۍ ژبې له اګ eggسره يوآرې ده اود ژوند تخم دى، په دوی کې هم دا ريښه پټه وي. همدغسې دپښتو خوټه ((هاټه)) ويي کې هم د(سا، ها...) ريښه نغښتې ښکاري.ددې ټولو وييو سروکار له ژوند او ژوند ورکولو سره دى، چې بيا هم د روح خاصيت ته ورګرځي او ريښه يې د پښتو ((سا=سه، ها=هه)) ته رسېږي. ]]
خودډېرو نورو وييو جوړښت له دې نظريې سره، سرنه خوري.
په دې اړه نوروپوهانوهم ډېرې نظريې وړاندې كړي،خويوه هم سل په سله دډاډ وړنه برېښي. البته په هره نظريه كې څه ناڅه رښتينولي موندل کېداى شي.
په ډېرګومان ژبه د يو تړون او پلان له مخې[يوځايي] نده رامنځته شوې بلکې دانسان له اړتياسره جوخته منځته راغلې ده.اواوس هم، همداسې پرمختګ کوي...اوسمهالې ژوندۍ ژبې له هرې خواپوره ندي، ځيني خيالات پکې په سختۍاوځينې پکې په اسانۍ ويل كېداى شي اوځينې پكې دڅرګندونې او وينې څو، څولارې اوګودرې لري...[ژبه کې د زياتره وييو شتون يانشتون د ژبې د ويونکو په چاپېرچل، اړتيااو ددوی د ژوندانه په ځينو نورو اړخونو پورې اړه لري.]

ژبه څنګه وده کوي؟
دژبې پر، وده او پرمختګ ډېرڅيزونه اغېزکولای شي. جګړې، سوداګري اود وګړيوله يوځاى نه بل ځاى ته کډوالي (مهاجرت) ژبې ته وده ورکوي اويايې وژني.
يومهال د رومي امپراتورۍ ژبه (لاتين)دجنوبي اولويديزې اروپا پر پراخه سيمه واكمنه وه. رومي پوځيانو له ځان سره هغوسيموته وړې وه، چې ددغې امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې، خو کله چې دغه امپراتوري دشمال ختيز لخوا د بريدګرو په لاس کښېوته او واکمني يې پای ته ورسېده، نوکابو لاتين ژبه هم مړه شوه اواوس يوازې په رومي کاتوليک کليسا، ددرملو لپاره دنسخو په ليکنه،دبوټواوحيواناتو په نوموونه کې کارېږي.
په شمالي امريکا کې لومړني مېشت شوي يرغلګر انګرېزان ول.له دې امله يې انګرېزي دامريکا د متحده ايالتونو ژبه وګرځېده.
همدغسې په لاتيني امريکا کې هسپانويان لومړني مېشتندوی (مېشتېدونکي) يرغلګران ول،نو دهغوى ژبه(هسپانوي) هم له دې امله دجنوبي امريکا پر ډېروهېوادونو واکمنه شوه.
امريکايي، بريتانوي اوکاناډايي سوداګران دنړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کې لري،له همدې کبله دنړۍ په ډېرو سيموکې انګريزي پراختيامومي اود ډېرو هېوادونو دويمه ژبه ګرځېدلې ده...
دبېلابېلو وګړيوترمنځ اړيكي ژبه بډايوي.دساري په ډول په ١٠٦٦زېږدي کال کې،پرانګلستان د(نارمن پرانسيانو)له يرغل نه وړاندې انګرېزي د(انګلوساکسون) يوګړدود و.(نارميان)په پرانسۍ(فرانسوۍ) ژبه غږېدل. ورو، ورو(نارمن پرانسۍ) او(انګلوساکسون)سره ګډې شوې اودانګرېزۍ لويه برخه ترې جوړه شوه.په ( انګلوساکسون)کې دغوايي او غوښې لپاره يو ويى ((کاو Cow)) موجود و، خو پرانسۍ د(غوا) او (غوښې) لپاره جلا جلا ويي درلودل. غوښې ته يې (( بوف boeuf)) ويل، همدغۀ ويى انګرېزۍ ترې پور کړ اوخپله تشه يې په ډکه کړه.همدغسې ژبه دنويو وييو د رغونې له لارې هم پرمختګ اووده کوي... (پاى)


اخځليک
1. ع. پښتونځار، ((روح-يوه لغوي څېړنه))، ناچاپ
2. ع. پښتونځار، پخوانی مصري تمدن، ناچاپ
3. The World Book Encyclopedia,Volume L, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
4. The World Book Encyclopedia,Volume P, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
5. Khurram Shazad, Language and Linguistcs OnTarget ,Lahore Pakistan, New Kitab Mahal, 2010-11
6. www.en.wikipedia.org (2010)
7. www.etymoonline.com (2010)