د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه

عبدالودود پښتونځار 09.01.2010 09:47


په سر كې له ګران استاد ډاكټرمجاوراحمد زيارځنې مننه كوم، چې له ډېرو بوختياوو سره، سره يې راته دسمون لپاره څو يادښتونه راوليږل .
دا ليكنه مې د پارسي او پښتو په وييونو كې دغږيز (فونيمي)اوښتون د ښوولولپاره كړې وه او هڅه مې كړې وه چې د پارسي اوپښتو ګډ وييونه چې په لږ غږيزبدلون سره لاهم په دواړو ژبو كې ژوندي دي، په ګوته كړم.
په هر ډول ښاغلي استادراته ددې ليكنې لپاره پخې لارښوونې وكړې او يادښتونو يې لاره راسيخه كړه . زه سوچ كوم،چې دښاغلي استاد يادښتونه له اصلي ليكنې نه څو ځله ګټور دي، چې وروستى يادښت يې ددې ليكنې په لومړۍ برخه كې كټ مټ او ليكنه په دويمه برخه كې راولم.
يو ځل بيا له ګران استاد ډاكټر مجاور احمد زيارځنې مننه كوم،كور يې اباد،زوى يې لوى، لوراند خداى دې، د ده سيورى راباندې تر ډېره ولوروي!

يادښت:
ګران پښتونځار در ځار شم،
ما به وبښې چې ورته کار،خوپه نوې پوهنيزه بڼه((پښتو اېتېمولوجۍ)) راڅخه ځواب در وځنډاوه. ماهم په دې موخه چې دژبپوهنې زده کړه خپله څانګه وګرځوې، نه په دې هيله چې ژبپوهنه له پښتو ځار کړې او يا سرچپه، نو بيامې هم لږو ډېر وخت در ځار کړ !
غږپوهه اوآرپوهه(اېتېمولوجي) د ژبپوهنې له خورا پېچلو سکالوو اوبيا يې له ساينتيفيکو څانګو ګڼل کېږي. باور کوې چې پرون مې کرۍ ورځ مټې يو ويی(پسرلی) وڅېړه او هغه په دې چې استاد مورګنستيرن ته پکې -rl- نادوده برېښېدلي او بايداړوند زوړ غږ غونډ rd يې پر/ړ/ اوښتی وای!
دا د نوې ژبپوهنې له ابېڅې(الفبې) څخه چې د نړۍ په اوسني ژبني پېر کې 6000 واړه ژبې سره همزولې دي. له ساينتيفيک زباد پرته څوک دا پرېکړه نه شي کولای چې داتوک له دې ژبې هغې بلې ته تللی دی. دا پرتلې په نوې ژبپوهنه کې دومره پاموړې نه بلل کېږي او کومې چې تراوسه شوې،يوازې او يوازې د بېلابېلو ژبو ترمنځ د جېنالوجيکي اوتايپولوجيکي اړيکواوډلبنديو په موخو شوي، نه زموږ د زړو پښتو پوهانو غوندې د لرغونپالنې(قدامت پسندۍ) په موخه. له بده مرغه ستا دادوديزه پرتله هم د خدای بښلو دوديزو استادانو پر پليونۍ ټيکاو لري چې وښيې، پښتو تر پارسۍ پخوانۍ ده!
له دغې تربرې ژبې سره زموږ پرته شخړه((تاريخي- جغرافيايي))ده، هغه درې زره کاله وړاندې له شمالختيځ(آريانا) سوېل لويديځ ته له ور لېږدولي ګړدوده پرمختيا موندلې او له نوي پېر(اتمې زېږدي پېړۍ) سره له تاريخي بريد((دشت لوط)) نه دېخواته راغځېدلې،بې له دې چې خپلې لويديزې فونېتيکي ځانګړتياوې له لاسه ورکاندې، مانا داچې پارسي زموږ د هېواد له بومي ژبو څخه نه ګڼل کېږي، بلکې د پخواني پارس او اوسني ايران بومي ژبه ده او دلته يې يوستر ګړدود دی چې په سياسي درغلۍ ورته د ((يوې جلاژبې)) په توګه هسې ((دري)) نوم ورکړ شوی دی!
هرګوره،داهم د تاريخي او پرتليزې ژبپوهنې او بيادواړو ساينتېفيکو(غږپوهيزو او آرپوهيزو)فارمولونو په رڼا کې زباد ته رسېدلې چې پارسي د پښتو له سوېل- لويديزو خپلوانو ژبو څخه ده او پښتو او(12-13) پاميري ژبې شمال ختيزه آرياني ډله رغوي. دغې پوهنيزه پرتله دا نه رازبادوي چې کومه يوه پکې مشره ده او کومه پکې کشره، بلکې داراسپينوي چې د څلورګوني جغرافيايي ډلبندۍ له پلوه کومه، کومې ته زياته نژدې ده او کومه د کوم هېواد بومي يا آره(اصلي) ژبه ګڼل کېږي او((ملي ترمينالوجي)) يې ورپورې اړه لري!
داهم د ژبپوهنې يو آر دی چې د نورو په څېر زموږ په هېواد کې سم له لاسه ګردې ويل کېدونکې ياله منځه تلونکې(47) ژبې((ملي)) بلل کېږي، هماغسې چې ويونکي يې د همدې هېواد ښاروندان ((افغانان)) بلل کېږي!
د/ش ه šh-/ بېلګې سرچپه زباد شوې او يوازې د ځانته/ش/ داپر (ښار) سربېره نورې هم شته، لکه: بخشيدن- بخښل(بښل)، نشان- نښان،پيش- پېښ، خويش- خېښ، خوش- خوښ،لاش- لاښ... .( دلته د کښل، کښې-، ښه، ښوول... د دواړو ژبو ګډ ميراث زبادېږي)
همداسې ((څ)) هم درواخله. له پښتو پارسۍ ته ورغلي وييونه هم زباد شوي، لکه: تېر، سم، غوشايي... په افغاني پارسي ګړدود کې هرګوره خورا ډېر دي.
داهم پاسنيو پوهنيزو آرونو او فارمولونو رازباده کړې چې پښتو له غږيز پلوه ډېره اوښتون او بدلون منونکې او له پښوييز پلوه خورا ځانساتې(محافظه کاره). پارسي بيا سرچپه دريځ لري، پښويه يې لکه انګرېزي ساده شوې، ښځينه نوږی(جنس) اوداسې نور يې له لاسه ورکړي، خو پخواني آرياني غږونه يې ټينګ و ترينګ ساتلي، لکه(ګ-د- ب) چې پښتو او پاميري ژبو پر(غ- ل- و) اړولي دي. دا د هرې ژبې ځانتنۍ لارې رودې دي چې بېلابېل لاملونه پکې ونډه لري چې يو غوره لامَل د نورو ژبو اغېز دی، لکه واخلې پر پښتو د هندي ژبو دغبرګژبيزوالي(ټ- ډ- ړ- ڼ) او بېکچه وييپانګيز( لغوي) اغېز. داچې پارسي له فونېتيکي پلوه ځانساتې ده، ستا له راوړو بېلګو څخه دا دوې در څېړم:
د پښتو/ پ / د پاړسۍ پر / و/ اوړي لكه : خپل- خود} (( خود)) تر ((خپل)) پخوانی دی او آره يې aoto- ته رسي، لکه په اتومات کې؛ د ((خدای))د ويي آره همaotua- ده، زيار {
دپښتو/ ج/ د پاړسۍ پر /چ/ اوړي لكه : غوجل- يخچال ، پښتو(-چل) روستاړی هم لري، لکه په مورچل، چاپېرچل... کې}داد دواړو ژبو ګډ مال دی او يوبل ته يې د تګ سپيناوی ګران دی، زيار{
که تاد فونيم پرځای ګرافيم(توری) رامخته کړی وای او په دې تړاو د دواړو تربرو ژبو تر منځ په ګډو وييونو او بيا نومونوکې ليکدودي توپيرونه، لکه: ګمان-ګومان، کنر- کونړ، هلمند- هېلمند،آزادی- ازادي... ډېره به په زړه پورې وه. هرګوره، زباد شوي ګډ انډولونه تش سره پرتله کول دومره ژبپوهنيز ارزښت نه لري، بس دی چې خدای بښلو ((دوديزو متنپوهانو)) پرې خپلې ((فضل فروشۍ)) کړې او د ((ستورو)) او ((علامه ګانو)) ستاينومونه ور په برخه کړي دي!
په هرډول، که بيا هم پرې ټينګار کوې، نو زما له دغه يادښت او سمون او بېلګې نيمې سره يوځای خپرولای شې او هغه داسې چې بې له شننې د دواړو ژبو نوملړونه پرتله کړې او ورمند(قضاوت) د نوې ژبپوهنې څانګوالو ته پرېږدې!
په ټوله مينه! ستا زيار
اکسفورډ، 4-1-2010
عبدالودود پښتونځار

پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه
ديوې ځانګړې اويابيلابېلوژبوپه وييونو(كلمو) اوګړونو( مورفيمونو) كې د غږونو (فونيمونو)بدلون يوه لويه سکالو( موضوع) ده،چې په ګړ- غږپوهې (مورفو- فونيميكس) پورې اړه لري او په آرپوهنه (اېتېمولوجۍ) كې هم ترې ګټه اخېستل كيږي.
دنړۍ د ځينو نورو ژبو په څېر د آريايي او بيا آرياني ژبو په وييوكې هم دوخت په تېرېدو سره ډېرې اوښتنې راغلي.دهمدغو اوښتونو،په پايله كې له يوې ژبې نه بيلا بيلې ژبې زېږېدلي دي . زړې ژبې ورو ورو مړې شوي او ځاى يې همدغو لوڼو،خويندواو لمسيو ژبو نيولى دى .
پښتواو پارسي خپلوانې ژبې دي. دتاريخ په اوږدوكې سره نژدې پاتې شوې دي. د دواړو مونډ(ريښه) دنورو آريايي او اروپايي ژبو په شان ګډې مورينې هندو- اروپايي ژبې Indo-European او بيا له دې وړاندينۍ ژبې Prot-Indo European ته رسېږي.
په دې ليكنه كې پردې يو څه رڼا اچوو چې د پښتو او پارسۍ ځينې وييونه لكه دنورو آرياني ژبو په شان، سره ډېر نژدې دي او يوازې دڅو غږونو(phonemes) په بدلون سره،لا هم كارول كيږي.
دلته يې د بېلابېلو غږونو توپير د ښوولو لپاره هغه وييونه سره پرتله کوو چې د پېړيو په پوړيو کې سره د دغو دوو ژبو تر منځ ادل بدل شوي او يا د دواړو ګډه پاتوړې(ميراث) بلل کېږي:

پارسي پښتو
شهر- پهر ښار، پار
شهد شات
مهره موره
مهمان،چهره مېلمه، څېره
شب شپه
شبان شپون(له آره /پسه بون/ وو اوښايي پارسي شبان کړی وي)
هيچ،چادر،چادري، چه هيڅ، څادر، څادري، څه

رنجور- جاى- جان- رنج- رنجور- جلغوزي- جار-جنګل
رنځور- ځاى- ځان- رنځ- رنځور- ځڼغوزي- ځار-ځنګل

زرد، سرد، آرد، کارد، خوردن، بردن(رد= ړ،ړه)
ژېړ(ژړ، زيړ..)،سوړ(ساړه)، اوړه، چاړه، خوړل، وړل

دل،داما زړه، زوم
زبان- زنده(-ګي) ژبه(زبه)-ژوند(زوند)
ګوش-شش-شُشُ غوږ- شپږ-سږی
ژاله ږلۍ
ده لس
پشيمان، پشتو، شور(-دادن)،شوربا
پښېمانه، پښتو،ښور(-ول، ېدل)،ښوروا...

گاو،ګوساله،گندم،گردن،گوش،ګفتن،ګوشت،
غوا،غنم،غاړه،غوږ
سال كال
ديوار،راه،را دېوال،لار، لره

دم،پدر،دست،دختر،داشتن(دارم،دارد)،دور،ديدن،داس،درو،دامن،دادا،دام،دود،دېور،ديوانه،سد،دوشيدن،ديد...
لم،پلار،لاس،لور،لرل (لرم،لري)،لرې،ليدل،لور،لو،لمن،لوگى،لېور، لېونى،سل،لوشل،ليد...

خانه- نام خونه، نوم
گريبان، برادر،بار،برف،باد، بز،باز(باز كردن، باز شدن...)بيست،بليست،بارش،بيخ،بريان، بردن...
گرېوان،ورور،ورى،واوره،وهه(پوست باد) وز( وزه)،واز( وازول، وازېدل)،ويشت ،ولېشت(لويشت،لويست)، ورښت (اوريا)،وېخ( بېخ)وريت،وړل...

اخځليك:
1. دپياوړي استاد ښاغلي پوهاند مجاور احمد زيار ځينې ليكنې
2. دستور معاصر زبان پارسي دري، نويسنده: پوهانددكتور محمدحسين يمين، دچاپ كال- ۱۳۸۴
3. http://en.wikipedia.org
4. ددې ليكنې دسمون لپاره د دپياوړي ژبپوه،استاد،پوهاند ډاكټر مجاور احمد راليږلى يادښت په پام کې نیول شوی.