د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اولسي که مصلحتي جرګه؟

ميرولي جان لکڼوال 06.01.2010 09:00

رښتيا هم ټاکنې د يو ولسواک نظام هغه ستنې دې په کوم چې ياد شوى نظام د پايښت ډډه لګوي،د خلکو د لورې د خپلو استازيو غوره کول ددې له پاره دي چې له يوې خوا د يو ديموکراتيک نظام ښيګړې په ګوته کړي او له بلې خوا خلکو ته ددې موکه ورکول شي چې په دولت دارۍ او سياسي چارو کې ځانونه داخل کړي. د اولسمشر ښاغلي کرزي له لورې اولسي جرګې ته د نوماندو وزيرانو د ليست سپارل او بيا غوڅ اکثريت سره د وزيرانو رديدل د خلکو په منځ کې له ډول ډول غبرګونونو سره مخامخ شوي ، ځينې ډير په جرات سره يې پورته کړ او دا يې وښوده چې د اولس اراده که په ريښتينې مانا تمثيل شي ډير کارونه کولى شي، ځينې بيا په دې باور دي چې د اولسي جرګې له لورې پورته شوى ګام دوه اړخه لري يو دا چې ، ښاغلي کرزي ته ورياده کړي چې په تيرو څو کالونو کې تا د اولسي جرګې پرېکړو ته کوم ډول درناوى نه درلود نو نن زمونږ موکه ده چې درته خپل زور وښايو،دويم دا چې ځينې خلک دا ګام يو سياسي او د راتلونکو ټاکنو له پاره د اولسي جرګې يو کمپاينيز ګام بولي او غواړي چې ددې لارې خلکو ته ورياده کړي چې مونږ په رښتيا هم دملت په درد غمجن خلک يو.
دا به د يو حقيقت په عنوان ومنو چې د اولسي جرګې له لورې پورته شوى ګام له جراته ډکه ګام و خو ورسره د څو ټکو يادول هم ضروري دي،اول دا چې په دومره غوڅ اکثريت سره د نوماندو وزيرانو ردولو دا وښوده چې اولسي جرګې اوس هم اولسي رنګ نه دى خپل کړى بلکې اوس هم پکې تر ډيره ګوند پالنه او اړېکې غښتلي ښکاري، د بېلګې په ډول د څلورو پښتانو او درو تاجکو وزيرانو منل او د نورو لږکيو د وزيرانو ردول هغه څه کيدلى شي چې د اولسي جرګې اولسي رنګ يې يو څه تت کړى وي. همدا ډول د ښاغلي رهين بيا د وزير په عنوان منل دا ښايي چې يا خو اولسي جرګه تير ځل تيروتي وه چې له رهين يې د باور رايه واخيسته او يا هم اولسي جرګه د څو معتصيبو کسانو د فشار لاندې راغله تر څو رهين ته د باور رايه ورکړي او پايله يې هم دا شوه چې په لومړي ځل يې وزارت ته په غير قانوني ورتګ سره د پښتنو غندنه پيل کړه . همدا ډول د اولسي جرګې له لورې د ښاغلي انورالحق او اميرزي سنګين ردولو دا وښوده چې د اولسي جرګې په پرېکړه کې د پوهې او کاري تجربې مسله مطرح نه وه بلکې يو ډول سياسي غچ اخيستنه يې په نظر کې نيولي وه. له پورته يادو ټولو خبرو دا نتيجه په لاس راځي چې لا تراوسه زمونږ اولسي جرګې اولسي رنګ نه دى اخيستى بلکې اوس هم د مصلحتي او خزبي جرګې رنګ لري. په دې هيله چې په راتلونکي کې به يوه داسې اولسي جرګه ولرو چې په ريښتينې مانا سره به اولسي رنګ ولري او پرته له دې چې مصلحتونه ، ګوند او قوم پالنه په پام کې ولري ټولې پرېکړې د اولسي رنګ پر بنياد وکړي .