د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه اوونۍ دوه انتخابه

ميرولي جان لکڼوال 23.10.2009 10:20

ټاکنې په يو ديموکراتيک نظام کې د ولسواکۍ د ملاتير جوړوي، هغه مهال چې ټاکنې رڼې او پر شفافيت ولاړې وي نو پرته له شکه چې له يوې خوا راتلونکى دولت مشروعيت پيدا کوي او له بلې خوا له دولت سره د خلکو د همکارۍ روحيه پياوړي کيږي. مونږ وليدل چې افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د خپل زغيم د ټاکنې په موخه خپلې رايې وکارولې دا چې په ټاکنو کې چا او څه ډول درغلۍ وکړې دا به د اولس ګناه نه وي دا به د هغو خلکو ګناه وي کومو چې د خلکو د احساساتو سره لوبې وکړې. انسان په دې نه خفه کيږي چې دويم ځل ټاکنې دې نه ترسره کيږي ځکه چې د قانون غوښتنه ده خو، په دې ژور خفه کيږي کله چې د يوې سيمې د خلکو د رايو سره لوبې وهل کيږي، په هر صورت پښتنو د تاريخ په اوږدو کې خپل شهامت او لويوالى ښودلى په دې مانا چې پښتانه د هيواد د اکثريت په عنوان تعصب نه لري بلکې د نړۍ په تاريخ کې تل تعصب د اقليتونو په برخه وي.

يوه خبره بايد له پامه ونه غورځول شي هغه دا چې پښتون تل د پښتون په لاس وژل شوى ، خوار شوى او غندل شوى ده که نه نو پښتون دومره بې همته او کمزورۍ قوم نه ده چې د يو چا د تيري او ناجايزې مخه نه شي نيولى خو مشکل دا ده چې پښتون د پښتون په مقابل کې د مبارزې سنګر نيولى. کرزى لالا چې ځان ملي څيره معرفي کوي ښه خبره ده، خو څومره چې پښتانه دده په وخت کې کمزوري شول فکر نه کوم چې د بل چا په وخت کې دې کمزوري شوي وي، شک نه شته چې پښتنو په ډير غوڅ اکثريت سره کرزي صيب ته رايي ورکړې خو کرزي لالا ددې پر ځاى چې په پښتنو تکيه وکړي په هغه چايې يې تکيه وکړه کوم چې نن په خپله دده له پاره د سر بلاګانې ګرځيدلي، ښکاري چې کرزي صيب به دا کار د ملي يوالي د پياوړتيا په موخه کړى وي خو اکثريت له واکه محرومول بيا د ولسواک نظام له معيارونو او اصولو سره سر نه خوري. وايي کوم وخت يو مشر يو بل مشر ته وويل چې مشر لالا له د اور پرتوګ درنه جوړ شوى که اغوندم دې نو اور اخلم که نه دې اغوندم نو بې حجابه پاتې کيږم، دا مهال پښتانه هم له همدې ډول حالت سره مخامخ دي، که د کرزي لالا ملاتړ کوي نو په دې فکر کوي چې کرزي لالا پښتنو ته کوم ډول سوغات ورکړي او که ملاتړ يې نه کوي نو په مقابل کې يې داسې يو څوک قرار لري چې هغوى ته د واک سپارل په حقيقت کې د پښتون د ټول قوم د جنازې خاورو ته سپارل دي.

اوس دوه خبرې دي يا به کرزي صيب ته رايه ورکوو يا به په لوى لاس د پښتون د غيرتي قوم جنازه خاورو ته سپارو، په دې مانا چې اوس مو خپله پښتونوالي هم دې نه نه پريږدي چې له کرزي صيب لاس واخلو، که ترې لاس اخلو نو واک د هغې چا لاسونو ته غورځي کوم چې تل د پښتون قوم د وينې د زبيښنې تږي دي نو ښه به دا وي چې په ډيرې ميړانې سره دا ځل په داسې ډول خپلې رايې وکارو تر څو د کرزي صيب فيصدي ان له اوياوو هم ور واړو او دا په زبات ورسوو چې پښتانه په هيواد کې له اويا سلنې هم زيات دي، په طالبانو هم دا غږ کوم چې د پښتون قوم د ژغورنې په موخه په زغرده اعلان کړئ چې په دې ورځ مونږ له هيچا سره هيڅ ډول دښمني نه لرو، راشئ په پوره جرات سره خپلې رايې وکاروئ او پښتون قوم له تاريخي بدمرغۍ او خجالت وژغورئ، دا به مو له خپل پښتون قوم سره تاريخي مرسته او همکاري وي. په پښتنو وروڼو هم غږ کوم چې دا ځل د تاريخ جوړونې او پښتون قوم د ژغورني مسله ده نه يوازې دا چې خپله رايه وکاروئ بلکې په دې لار کې خپل تاريخي رسالت او مسووليت پر ځاى کړئ که دا ځل مو هم له بې غورۍ او غفلت کار واخيست نو داسې فکر وکړئ چې د تل له پاره د پښتون قوم بيړۍ په ډوبيدو شوه، زما خبرې بايد داسې هم تعبير نه شي چې ګواکې زه معتصب يم،ډير خلک به داسې فکر وکړي چې ته ولې د اهليت او وړتيا خبرې نه کوي، په دې کې هم له دوستانو سره هم نظره يم ، په دې دوو راپاتې نوماندانو کې هم فکر وکړئ چې څوک څومره وړتيا او څوک څومره اهليت لري، چا پرون څه ډول سابقه لرله او څوک به نن دا خلک له بدمرغۍ وژغوري. د خپل قوم او ژبې سره مينه او هغې ته کار کول د هر انسان ملي او وجداني مسووليت ده.معتصب هغه څوک دي چې يو څوک له خپلولو حقوقو بې برخې کوي او د هغوى پر سالمو او حقه حقوقو سترګې پټوي، دا تاريخي شيبې تاريخي او ژور فکر ته اړتيا لري که بيا هم په دې شيبو کې بې تفاوته پاتي کيږو نو دا له خپل قوم او ژبې سره له جفا بله مانا نه لري، زه پوهيږم چې هر پښتون او هر ه ېپښتانه کورنۍ په يو نه يو ډول ګيلامنې دي خو دا وخت ددې ده چې يوازې د خپل قوم او ژبې په راتلونکي فکر وکړو.